قران کریم

د قرآن کريم د ژباړي شاليد او شرعي حکم يې

لیکوال: استاد عبدالمالک همت
لیکوال: استاد عبدالمالک همت

عبد المالک همت

 موږ په دې لنډه ليکنه کي لومړى په عربي ژبه د قرآن کريم د نزول د حکمت، د قرآن کريم د ژباړي د سوابقو او ورپسې د حرفي يا تحت لفظي (ټکي په ټکي) او تفسيري يا معنوي ژباړو په هکله څه څرګندوني لرو. په دې اړه موږ د قرآن کريم د ژباړي پر سوابقو باندي تر څه رڼا اچولو وروسته دې نتيجې ته رسيږو چي د قرآن کريم تحت لفظي ژباړه  لکه څنګه چي ښايي هغسي د قرآن کريم د سمي او دقيقي ژباړي وړتيا نه لري ، بلکي د قرآن کريم اصلي معنا بدخونده کوي. ځکه د يوې سمي ژباړي دنده داده چي د قرآن کريم موخي او لارښووني لکه څنګه چي دي هغسي توضيح او څرګندي کړي. پر دې بنسټ حرفي يا تحت لفظي ژباړه يوه داسي ژباړه باله سي چي د قرآن د ځانګړي نظم او اسلوب ځانګړتياوي او د هغو د اغېز قوت له منځه وړي. ځکه دغسي ژباړه د قرآن کريم هماغه اعجاز او بلاغت چي لري يې نه څرګندوي او نه يې د فصاحت باريکۍ جوتولاى سي. له دې امله دى چي علماوو دغه ډول ژباړه ګردسره حرامه بللې ده.

خو په تفسيري ژباړه کي علماى کرام هيڅ ډول شرعي ممانعت نه ويني. دا يوازنۍ ژباړه باله سي چي د قرآن کريم د آيتونو پر تفسيرولو او بيانولو باندي قادره ده. د دغسي ژباړي په مټ کېداى سي چي د قرآن عظيم الشان د بلاغت د څرګندولو کوښښ وسي او د اعجاز اسرار يې څرګند سي. دا داسي يوه ژباړه ده چي کولاى سي د قرآن د آيتونو او سورتونو موخي او اهداف په هره ژبه په ډېره آساني سره وښيي او د هغو خلکو د دعوت په لار کي چي عربي نه وايي ښه او غوره ګټه ځني واخيستل سي.

په عربي ژبه د قرآن د نازلېدو حکمت:

لکه چي څرګنده ده لوى څښتن سبحانه حضرت محمد صلى الله عليه وسلم د دې لپاره غوره کړ چي وروستى پيغمبر واوسي او د ده قوم عرب يې د دې لپاره غوره کړ چي ټولو انسانانو ته د پيغمبر د پيغامونو رسوونکي او د اسلام بلونکي او دعات واوسي. لکه چي تاريخونه وايي عرب د اسلام د سپېڅلي دين د لمر ختو په لومړيو کي د جاهليت په تورتمونو کي اوسېدل. دوى سره د دې چي د معتقداتو، عاداتو او جګړو په جاهلي ناخوالو کي لاس او پښې وهلې، خو په عين حال کي د ژبي له پلوه د داسي يوه غوره او ممتاز فرهنګ خاوندان سوي وه چي د دې وړتيا يې وربخښلې وه چي د دوى په ژبه الهي معجزي وحي پر نازلي سي. پر دې بنسټ د رسول الله صلى الله عليه وسلم لويه معجزه همدا قرآن کريم وو چي د داسي يوه قوم په ژبه وو چي فصاحت او بلاغت يې په نړۍ کي مشهور کړي وه او هغه به بلل چي د دوى په همدغه فصيحه او بليغه ژبه د قرآن د يوې سورې سارى مقابلې ته وړاندي کړي، خو هغو به د خپلي ژبي د دغه فصاحت او په شعر او خطابه کي د دوى د وړتيا او تفوق د شهرت سره سره دا کار هيڅ نه سواى کولاى. له دې ځايه موږ کولاى سو چي د قرآن کريم د نازلېدو لپاره د دغي ژبي د غوره کولو په حکمت پوه سو.

په دې اړه دوې خبري د پام وړ دي:

لومړى: عربي ژبه د ژونديو ژبو د ارزښتونو او پياوړتياوو د ټولو عناصرو لرونکې ده. په دې کي په اصلي او اشتقاقي يا حقيقي او مجازي توګه مفردات خورا ډېر دي، فرهنګي تطور او تقدم منلاى سي. د هر څه د بيانولو اساليب او صلاحيتونه لري او د الفاظو فصاحت او د ترکيبونو بلاغت يې څرګند او منلى دى.

دوهم: که چيري قرآن پر رسول الله صلى الله عليه وسلم باندي د نړۍ په بېلو بېلو ژبو نازل سوى واى، خامخا به اختلاف او شخړي پکښي رامنځ ته سوي واى او بېلو بېلو ناسمو لارو او لاسوهنو به لار ورته موندلې واى او دا خبره خو به بېخي ناشونې سوې واى چي رسول الله صلى الله عليه وسلم قرآن خپله معجزه بللې واى او خلک يې د هغه د ساري راوړلو ته بللي واى. نو لوى څښتن ته دي حمد وي چي د قرآن کريم د نزول لپاره يې عربي مبينه او پر مخ تللې ژبه غوره کړه او دا عزت او شرف يې دې ژبي ته وباخښه څو دا ژبه يوازي د قرآن د هغه اعجاز څرګندويه سي کوم چي په نورو ژبو کي يې وس نه وو.

د قرآن کريم د ژباړي شاليد :

د قرآن کريم د لومړۍ ژباړي تاريخ په درسته توګه نه دى معلوم. په ځينو رواياتو کي راځي چي سلمان فارسي رضي الله عنه د ځينو ايرانيانو په غوښتنه د الحمد لله سوره وژباړل ، څو هغوى تر څو چي پر عربي يې ژبه اوړي په لمانځه کي د دې سورې ژباړه ووايي. خو دا روايت د عالمانو څېړنو ناسم جوت کړى دى.

په احکام ترجمة القران الکريم نومي کتاب کي وايي: يوه ايټالوي عالم په خپله يوه بيانيه کي چي د عربي جغرافيې په هکله يې په قاهره کي ورکړې وه ويلي دي : ”په بربري ژبه د قرآن کريم يوه ژباړه په ١٢٧ هـ .کال ليکل سوې ده“. خو موږ دغه ژباړه نه ده ليدلې. دغه راز په پورتني کتاب کي ليکي:  ”په ٢٧٠ هـ. کال د قرآن کريم يوې هندۍ ژباړي شتون درلود“. ([1]). خو د قرآن کريم لومړۍ موجوده او بشپړه ژباړه په فارسي ژبه د څلورمي پېړۍ په لومړۍ نيمايي کي د ماوراء النهر د عالمانو د يوې ډلي له خوا د هغه مهال د واکمن په امر رامنځ ته سوه. دا ژباړه ” ترجمه تفسير طبري” يا ” ترجمه رسمي ” نوميږي.

دا چي ځيني ايراني ليکوالان ادعاکوي چي تر  ” ترجمه تفسير طبري ” دمخه هم په فارسي ژبه د قرآن کريم ژباړي سوي دي دا کره ثبوت غواړي.

په پښتو ژبه کي  په بېله او مستقله توګه د قرآن کريم د ژباړي او تفسير کار د دوولسمي سپوږميزي پېړۍ په لومړيو کي راپيل سوى دى. په دغه پېړۍ کي د قرآن کريم درې تفسيرونه د ”عرفاني تفسير“، ” تفسير عصام الدين احمد“  او ” تفسير افضليه“ په نومونو ليکل سوي دي. ([2]).

 ژباړه په لغت کي:

ژباړه په پښتو ژبه د ترجمې انډول(معادل) بلل سوې ده. ([3]). لغت پوهان د ”ترجمې“ د لغوي ريښې په اړه اختلاف لري. ځيني هغه عربي ګڼي د ”رــ ج ــ م“ له مادې څخه د حدس او ګومان له مخي د خبري کولو په معنا. ([4]). ځيني يې له ”ترجمان“ څخه راوتلې بولي او د ”ترزبان“ يا ”ترزفان“ معرب يې ګڼي. ([5]). درېيمه ډله يې د کلداني ژبي له ”رجم“ څخه راوتلې بولي د غورځولو ياويشتلو په معنا. ([6]). څلورمه ډله هم د ترجمې او ترجمان او د هغو د نورو مشتقاتو ريښه د آرامي ژبي (Targum) (ترګوم) يا (Targumin) (ترګومين) معرفي کوي او په عربي ژبه کي يې دود سوي بولي. ([7]).

خو نورو ډېرو لغت پوهانو سمه دا بللې ده چي ترجمه يوه عربي کلمه ده چي له يوې کلمې څخه بلی کلمې او له يوې ژبي څخه بلي ژبي ته اړولو او ژباړلو ته وايي، البته په هغه معنا او مفهوم چي په اصل کي شتون ولري.

پر دې بنسټ د هغو ويي پوهانو خبره دقيقه بريښي چي وايي ژباړه څلور معناوي لري:

١. د خبري رسول هغه چا ته چي نه وي ور رسېدلې.

٢. د يو چا د خپلي ژبي د هغي خبري تفسيرول چي  دده په ژبه کي راغلې وي. له دې امله حضرت عبدالله بن عباس رضي الله عنهما ته ” ترجمان القرآن “ وايي.

٣. د يوې ژبي د يوې خبري تفسيرول بلي ژبي ته.

په لسان العرب او قاموس کي راغلي دي: ترجمان (ژباړن) هغه څوک دى چي کلام (خبره) تفسيروي. د قاموس شارح ليکي: داچي څوک وايي د يو چا خبره يې وژباړل(ترجمه) يې کړه معنا يې داده چي د هغه خبره يې په بله ژبه تفسير کړه.

٤.  له يوې ژبي څخه بلي ژبي ته د خبري لېږدول(نقلول).

په لسان العرب کي وايي: ترجمان هغه چاته وايي چي خبره ژباړي، يعني: له يوې ژبي څخه يې بلي ژبي ته لېږدوي.

له دې پرته ترجمه څه نوري معناوي هم لري.

ژباړه په عرف او اصطلاح کي:

ژباړه يا ترجمه د ټولو خلکو په عرف او اصطلاح کي له يوې ژبي څخه بلي ژبي ته د خبري لېږدول دي.

حرفي (تحت لفظي يا ټکي په ټکي يا مساوي) او تفسيري(معنوي) ژباړه:

د ژباړي د پورتني عرفي تعريف له مخي ژباړه پر دوو ډولونو وېشل کيږي:

١.  حرفي ژباړه:

دې ژباړي ته لفظي يا لفظ په لفظ ژباړه هم وايي. په داسي ژباړه کي له يوې ژبي څخه يوه کلمه بلي ژبي ته په هغه کلمه سره لېږدول کيږي چي د لومړۍ ژبي د کلمې معادل وي. البته سره د دې چي په جمله کي به د هغې نظم او ترتيب په پام کي نيسي. دا ژباړه لفظي يا مساوي ژباړه هم بولي.

٢.  تفسيري ژباړه :

دې ژباړي ته مفهومي، آزاده او وضاحتي ژباړه هم وايي. دا داسي آزاده ژباړه باله سي چي د هغې په مټ په روان او آسان عبارت او په ډېر دقت او احتياط سره د يوې جملې معنا او مفهوم بيانيږي. له دې امله دې ته معنوي ژباړه هم وايي. په دې ژباړه کي د حرفي ژباړي په شان د اصلي ژبي نظم او ترتيب په پام کي نه نيول کيږي. ځکه له دې ژباړي څخه موخه د معناوو  او موخو انځورول دي. ([8]).  په دې ژباړه کي ژباړن د اصلي ژبي يوه جمله په بله ژبه کي د يوې جملې په ډول اوډي. او د لومړۍ ژبي د کلمو ترتيب او مساوات ته هيڅ پام نه کوي. نو د لفظي او تفسيري ژباړو د دې توپير پر بنسټ موږ ويلاى سو چي : د قرآن کريم لپاره لفظي يا حرفي ژباړه هيڅ مناسب نه ده د قرآن د آيتونو معناوي سمي نه سي ژباړلاى او هغه موخه چي د آيت ده سمه نه ځني ترلاسه کيږي. خو تفسيري يا معنوي ژباړه پر دې قدرت لري چي د قرآن کريم آيتونه او څرګندوني لکه څنګه چي ښايي هغسي وژباړي او د قرآن د بلاغت او د هغه د اعجاز د اسرارو د څرګندوني کوښښ وکړي او د قرآني آيتونو له سياق څخه مفهومي معناوي بيان کړي. تفسيري ژباړه آيت تشرېح کوي، تفصيل ورکوي ، توضيح کوي يې او اصلي موخو او اهدافو ته اشاره کوي. له دې امله دغه ژباړه تر حرفي ژباړي غوره او شرعاً منلې باله سي. دا ځکه چي د دې ژباړي په مټ نور ولسونه په خپلو ژبو په ډېره آساني او سهولت سره د قرآن په لارښوونو او د هغه په عقايدو او شرايعو او معنوي اعجاز پوهېدلاى سي.ځكه نو ټول عالمان پر دې په يوه خوله دي چي بايد د قرآن کريم په ژباړلو کي له دغه ډول ژباړي څخه کار واخيستل سي. ([9]).

آيا د قرآن کريم ژباړه اوتفسير روايښت لري؟:

د اهل سنتو ځينو پوهانو د قرآن کريم د ژباړي پر نارواوالي ټينګار کړى دى او په دې اړه يې مقالې او کتابونه ليکلي دي. ([10]). خو د دوى په خلاف د اهل سنتو نور ډېر پوهان بيا د قرآن کريم ژباړه روا بولي او په دې اړه هيڅ شرعي مانع نه ويني. ([11]).

د حرفي ژباړي حکم:

دا ژباړه ثقه علماى کرامو د هغې د ناممکن والي او مستحيل والي له امله او له دې امله چي د قرآن کريم موخه سمه نه سي بيانولاى حرامه بللې ده. او وايي چي هيچا ته دا روا نه ده چي د قرآن کومه کلمه چي وژباړل سي ووايي چي دا د لوى څښتن سبحانه کلام دى. ([12]).  او دليل يې هم د قرآن کريم دا آيتونه بولي:

﴿فَبِمَا نَقْضِهِمْ مِيثَاقَهُمْ لَعَنَّاهُمْ وَجَعَلْنَا قُلُوبَهُمْ قَاسِيَةً يُحَرِّفُونَ الْكَلِمَ عَنْ مَوَاضِعِهِ وَنَسُوا حَظًّا مِمَّا ذُكِّرُوا بِهِ وَلَا تَزَالُ تَطَّلِعُ عَلَى خَائِنَةٍ مِنْهُمْ إِلَّا قَلِيلًا مِنْهُمْ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاصْفَحْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ (13) ﴾[المائدة : 13]

ژباړه: دا د دوى خپله ژمنه ماتول وه چي له امله يې موږ دوى له خپله رحمته ليري کړل او د هغو زړونه مو سخت کړل. اوس د هغو حال دادى چي خبري له خپلو ځايونو څخه بې ځايه کوي او د کومو خبرو نصيحت چي هغو ته سوى وو د هغو يوه لويه برخه يې هېره کړې ده  او له هغو څخه د ځينو لږوکسانو پرته، د نورو يو لا نه يو خيانت هره ورځ تا ته څرګنديږي. ځکه نو دوى معاف کړه او له هغو څخه سترګي پټي کړه. بې شکه چي الله احسان کوونکي خوښوي.

﴿مِنَ الَّذِينَ هَادُوا يُحَرِّفُونَ الْكَلِمَ عَنْ مَوَاضِعِهِ﴾[النساء : 46]

ژباړه: کوم کسان چي يهوديان سوي دي، له هغو څخه ځيني کسان داسي دي چي (دتورات) الفاظو ته له خپلو ځايونو څخه  بدلون ورکوي.

﴿يُحَرِّفُونَ الْكَلِمَ مِنْ بَعْدِ مَوَاضِعِهِ يَ﴾[المائدة : 41]

ژباړه: دوى (د الله د کتاب) هغو  الفاظو ته چي په خپلو سمو ځايونو کي ايښوول سوي دي ، ادلون بدلون ورکوي.

د تفسيري يا معنوي ژباړي حکم:

تفسيري ژباړه د علماى کرامو او فقهاوو له خوا جايزه بلل سوې ده، ځکه په دې ډول ژباړه کي کوم شرعي ممانعت او تاوان نسته. بلکي که چيري دغسي ژباړه د قرآن  او اسلام د تبليغ وسيله کيږي،  نو په دغسي صورت کي مطلوبه او واجب  باله سي، خو په دې شرطونو:

لومړى: دغه ژباړه به په داسي توګه د قرآن کريم بديل(انډول) نه ګرځوي، چي له قرآن څخه پرته يوازي ژباړه وويل سي، بلکي يوې خواته به قرآن په عربي ژبه ليکل کيږي او ترڅنګ به يې ژباړه ليکل کيږي، چي د قرآن تفسير غوندي سي.

دوهم: ژباړن به د عربي او د هغي ژبي چي قرآن په ژباړي د الفاظو په مدلولاتو(مفاد او معنا) او د سياق او سباق په غوښتنو ښه عالم وي.

درېيم: په قرآن کي به د شرعي الفاظو په معنا هم ښه خبر وي. او د هغه چا ژباړه دي نه منل کيږي چي امين او رشتيني مسلمان نه وي. ([13]).

علماى کرام د دغسي ژباړي د وجوب د دليل لپاره دغه لاندي آيتونه راوړي:

﴿يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ وَإِنْ لَمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ[ المائدة : 67]

ژباړه: اى پيغبره ! څه چي ستا د پالونکي له لوري پر تا نازل سوي دي، هغه  تبليغ کړه. او که داسي ونه کړې، نو تا د خپل پالونکي پيغام  نه دى رسولى. او الله  تا د خلکو (له زوروني) څخه ژغوري. پوه سه چي الله کافرانو ته لار ښوونه نه کوي.

﴿وَأُوحِيَ إِلَيَّ هَذَا الْقُرْآنُ لِأُنْذِرَكُمْ بِهِ وَمَنْ بَلَغَ[ الانعام : 19]

ژباړه: او ماته يې دغه قرآن وحي کړى دى چي زه د دغه قرآن په ذريعه تاسي او هغه کسان  چي دا قرآن ور رسيږي، ټول وبېروم.

﴿وَإِذْ أَخَذَ اللَّهُ مِيثَاقَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ لَتُبَيِّنُنَّهُ لِلنَّاسِ وَلَا تَكْتُمُونَهُ فَنَبَذُوهُ وَرَاءَ ظُهُورِهِمْ وَاشْتَرَوْا بِهِ ثَمَنًا قَلِيلًا فَبِئْسَ مَا يَشْتَرُونَ (187)[ آل عمران : 187]

ژباړه: او کله چي الله له هغو کسانو څخه چي کتاب يې ورکړى وو  کلکه ژمنه (وعده) واخيسته چي:” تاسي به (خپل کتابونه) په خلکو کي هرومرو ، په څرګنده توګه بيانوئ  او نه به يې پټوئ“. خو هغو دغه ژمنه شاته وغورځول او د هغې په بدل کي يې لږ  بيه ترلاسه کړه . نو څونه بده سودا ده چي دوى يې کوي .

پای

============

([1])-  وګورئ:  د جلال الدين بن طاهر العلوش، احکام ترجمة القرآن الکريم ٨ مخ د محمد حميدالله د القرآن المجيد د مقدمې په حواله.  

([2])-  وګورئ: د زلمي هيوادمل ، د پښتو نثر اته سوه کاله،  ٣٢٤  تر ٣٢٧ مخونو. او په انټرنيت کي د ” الادب التفسير في اللغة البشتوية“ تر سرليک لاندي د حافظ محمد بادشاه ليکنه او سپېدې مجله، د ١٣٦٩ کال د ٢٥مي ګڼي ٤ ــ ٧ مخونه.

([3])-  وګورئ:  افغان قاموس د ترجمې ماده.

([4])-  وګورئ: د امام راغب اصفهاني، مفردات القرآن د”رــ ج ــ م“ ماده. 

([5])-  وګورئ: غياث اللغات او فرهنگ نفيس. 

([6])-  وګورئ: د دکتور محمود کاميار،تاريخ قرآن، ‌ 646 مخ. 

([7])-  علامه دهخدا په خپله لغت نامه کي او رفائيل نخلةاليسوعی په غرائب‌اللغةالعربية کي د دې خبري پلوي کړې ده.

([8])- وګورئ: د محمد عبد العظيم الزرقاني : مناهل العرفان في علوم القرآن، دار احياء التراث العربي، بيروت، لبنان،٢ / ٥ او ورپسې مخونه .

([9])-  وګورئ: د دکتور محمد حسين الذهبي التفسير والمفسرون، ١ / ٢٣  او ورپسې مخونه.

([10])-  په دې اړه وګورئ د شيخ احمد فهمي محمد ” آية النظم، تدافع عن القرآن الكريم “، د اديب محمد ههياوي” ترجمة القرآن الكريم غرض للسياسة و فتنة فى الدين “، د محمد مصطفى الشاطر القول السديد فى حكم ترجمة القرآن‌المجيد“ ، دعبداللطيف السبكىرياض القرآن، د محمد سليمان حدث الاحداث فى‌الاسلام، د حسن الشربنلالى ”النغمة القدسية فى احكام قراءة القرآن وكتابته بالفارسية وما يتعلق بها من باقى الاحكام، د محمد رشيد رضا تفسير المنار، دغه راز د محمد رشيد رضا ”ترجمة القرآن وما فيها من المفاسد ومنافاة الاسلام”، د زرقانى مناهل العرفان فى علوم القرآن، دمناع‌خليل القطان مباحث فى علوم القرآن، د محمد ابوزهره المعجزة الكبرى، د الشاطبى الموافقات، د ابن قتيبه المعارف او نور.

([11])-  په دې اړه وګورئ د شيخ عبد الرحمن الجزيرى، احسن البيان فى الرد على الشيخ محمد الشاطر وغيره من المانعين لجواز ترجمة تفسير القرآن، د محمد فريد وجدى ، الادلة العلمية على جواز ترجمة معانى القرآن الى اللغات الاجنبية، د عبد الفضيل عبد الرءوف خليفة، الاساس النديم فى حكم ترجمة المعنى والتفسير للقرآن الكريم،  د استاد محمد عبد الغفار هاشمى افغانى جواز ترجمة القرآن بالفارسية فى الشريعة الاسلامية،

([12])-  وګورئ: الموسوعة العربية العالمية په لږ تصرف سره او د جلال الدين بن طاهر العلوش، احکام ترجمة القرآن.

([13])-  په المنتدية لعلوم السلفية ويب پاڼه کي د ابي عبدالله محمد بن اسماعيل الصومالي، د منة الرحمن في حکم ترجمة القرآن په نامه مقاله او  ددكتور محمد بن لطفي الصباغ،تلخيص كتاب لمحات في علوم القرآن واتجاهات التفسير، ١٤ مخ. 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx