fbpx

تر دې وروسته به د پنځه کلن پر ځای لس کلن پاسپورت صادریږي

نن ټکی اسیا (جمعه، غويي ۳۱مه ۱۳۹۵ل): د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د ګډحکومت کابېنې د پاسپورت د اعتبار موده لس کلونو ته پورته کولو طرحه تصویب کړله.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا خپره شوې خبرپاڼه وايي چې د بهرنیو چارو اداري مرستیال نصیراحمد اندیشه کابېنې ته وویل چې د پاسپورت اړوند د چارو د اغېزمنولو او په خلیجي هېوادونو کې د نویو پاسپورتونو د ستونزو د حل کولو او د ایران او پاکستان په نماینده‌ګیو کې د الیکترونیکي پاسپورتونو د ویشلو طرحه يې اماده کړې ده.

هغه زیاته کړې چې په دغه طرحه کې د پاسپورت غوښتونکو څخه د کور دننه او بهر انلاین فورمې اخېستل، د غیابي تذکرې صادرول او مرکزي بایومتریک سستم ایجادول و.

کابینې د بهرنیو چارو وزارت طرحې په پرنسيپ کې تایید کړلې او د پاسپورت د اعتبار موده یې لس کلونو ته د لوړولو ته تصویب کړله.

کابېنې پر دې سربېره بهرنیو چارو وزارت ته دنده ورکړه چې د کورنیو، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ او مهاجرینو د وزارتونو سره په همکارۍ یادې طرحې یو ځل بیا وڅېړي او په وروسته ناستو کې یې کابېنې ته وړاندې کړي.

د پاسپورت قانون د تېر کال د میزان په میاشت کې د ولسمشر د یوه تقنیني فرمان له مخې توشیح شو. د دغه قانون له مخې د افغانستان هر تبعه کولای شي چې نوې الیکترونیکي پاسپورت ترلاسه کړي.

د دغه قانون له مخې الیکترونیکي پاسپورت تر ۱۴ کلنو پورته کسانو ته ۵۵۰۰ افغانۍ او تر دې کمو ماشومانو لپاره ۲۲۵۰ افغانیو په بدل کې ورکول کیږي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې پاسپورت د پنځو کلونو لپاره صادرېدلو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د