افغانستان

بغلان: ماین چاودنې د یوې کورنۍ نهه غړي وژلي

نن ټکی اسیا (جمعه، غويي ۳۱مه ۱۳۹۵ل): بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د سرک د غاړې ماین چاودنې د یوې کورنۍ نهه غړي وژلي دي.

د بغلان امنیه قومندان سمونوال محب الله ویلي چې د یو عراده سراچه موټر چې د مرکزي بغلان د نوي ښار څخه د قانغراتها کلي ته روان وو، دغه کلي ته نېږدې په لاره کې پرې یو ځای پر ځای شوی ماین چاودیدلی.

هغه زیاته کړې چې چاودنې نهه کسان وژلي او ۳ نور يې ټپیان کړي دي.

وژل شوي او ټپي شوي ټول د یوې کورنۍ دي چې په کې ۴ ښځې او درې ماشومان هم شامل دي.

تر دې دمه معلومه نه ده چې دغه ماین د چا لخوا ځای پر ځای شوی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نعمان

چا ځای پرځای کړی وو #####

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x