افغانستان

ناټو حزب اسلامي سره د سولې د مذاکراتو هرکلی کړی

نن ټکی اسیا (جمعه، غويي۳۱مه ۱۳۹۵ل): د ناټو سرمنشي د ګډحکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې د مذاکراتو هر کلی کړی دی.

جینزسټولټنبرګ په یوه خبري کنفرانس کې د حزب اسلامي او په ځانګړي ډول د ګلبدین حکمتیار په اړه چې د امریکا په تور لست کې دی، د خبریالانو پوښتنو ته د ځواب پر مهال وویل چې دوی د ګډحکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې د مذاکراتو ملاتړ کوي.

«موږ هم د افغان ځواکونو ملاتړ کوو او په عین حال کې د دې هم ملاتړ کوو چې د ستونزو سولییز حل را وباسي».

د ناټو سرمنشي زیاته کړله چې د مذاکراتو او سیاسي حل لپاره تر ټولو اړین د یوه قوي نظام او قوي اردو لرل دي او ناټو په همدې برخه کې د افغان حکومت سره مرسته کوي.

د نوموړي په باور، د افغانستان د روانې شخړې يواځينۍ حل لاره په سوله ييزو خبرو کې ده.

سټولټنبرګ له قوله په افغانستان کې د دوی نظامي حضور، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه دایمي ملاتړ او د سولې له پروسې ملاتړ کې کوم تناقض نشته دی.

ګلبدین حکمتیار چې ترې جلا شوي ښاخونه يې وړاندې تر دې په حکومت کې شریک و، تېره ورځ د سولې د عالي شورا سره د سولې هوکړه لیک نهايي کړ، د نوموړي حزب پر دې موافقه کړې چې اساسي قانون او د بهرنیانو اډې به مني، وسله وال به يې وسلې پر ځمکه ږدي او کولی شي د حکومت په امنیتي لیکو کې ځای پر ځای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x