
د کورکمن (زرد چوبه) ناروغي وژوونکو او حیرانوونکو ګټو څخه خبر شئ
نن ټکی اسیا (جمعه، غويي ۳۱مه ۱۳۹۵ل): کورکمن چې په زرد چوبه هم مشهور دی په عمومي ډول په خوړو کې د خوند زیاتولو لپاره کارول کیږي او د یوناني درملو په ټولو دوکانونو کې موجود وي.
کورکمن یو شمیر حیرانوونکې ګټې او خواص لري چې کولی شي انسان له مختلفو ناروغیو وژغوري او د ځینو مهلکو روغتیايي ستونزو څخه مخنیوی وکړي.
دلته مو د کورکمن له یو شمیر حیرانوونکو ګټو څخه چې تاسې به يي استعمال ته وهڅوي اشنا کوو:
- د پړسوب ضد خاصیت لري.
- طبیعي انتي بایوټیک (Antibiotic) ګڼل کیږي.
- د پروستات د سرطان څخه مخنیوی کوي.
- د بدن عضلات غښتلی کوي.
- د پوټکي ناروغي درمل کوي.
- د ټوخي لپاره تر ټولو غوره درمل دی.
- د ساه بندۍ د ناروغۍ مخه نیسي.
- د کولمو د سرطان څخه مخنیوی کوي.
- د ذهني فشار او خپګان لپاره یو له تر ټولو غوره درملو څخه ګڼل کیږي.
- د الزایمر له ناروغۍ څخه مخنیوی کوي.
- د مفصلونو د ناروغیو په له منځه وړلو کې مرسته کوي.
- له ځیګر څخه زهري مواد خارجوي.
- وینه تصفیه کوونکی خاصیت لري.
- میتابولیزم بهتره کوي.
- غوره انټي اکسیډنټ (Antioxidant) له جملې څخه دی.
- د وینې د لخته (غوټه) کیدو خطر کموي.
- د زړه او عصبي حملو څخه مخنیوی کوي.
- په بدن کې د مضر کولیسټرول اندازه کموي.
- هاضمې سیسټم بهتره کوي.