
ګناهګار قرضدار ته مسیج !!!!!
عبدالعزیز حقمل
امام شافعی رحمه الله فرمایی هر هغه کس چی زنا کوی دا د هغه لپاره پور (قرض ) وګرځیده ، او دا قرض به یی یا یی مور یا یی خور او یایی ښځه او یا یی لور او یا یی د کورنی یو غړی پوره کوی (اداء) کوی به یی .
دا چی د هر شی لپاره قرض وی او هغه قرضدار خپل قرض چی په هر صورت وی قرض به پوره کوی نو زناکار دی په دی پوه وی چی قرض به دی خامخا پوره کوی .
دا چی هر څوک مور او خور ښځه لور لری ته چی د بل چا ناموس یا عزت ته لاس آچوی نو ته یی هم انتظار کوه .
په یوه وخت کی یو پاچا وو دغه پاچا د زناکار دا قیصه واوریدله چی علماء کرام وایی هرچا چی د بل کس ناموس ته په سپکه وکتل نو دا کس دی هم په دی انتظار کی اوسی چی دده ناموس ته به هم په بده سترګه کتل کیږی او یا چی چا زنا وکړله نو دا قرض دی او دا قرض به ضرور ادا کوی اودا پور دی، دا چی پاچا دا خبره واوریده ډیر پریشانه شو ځکه ده هم یو وخت کی یو عمل کړی وو د هغی له وجی نه ډیر ناکراره وو .
نو ده د تجربی لپاره داسی کار وکړو چی دغه خبره ریښتیا ده او که غلطه ، ده یوه ښه ښایسته لور درلودله ، او په دربار کی ورسره یوه ښځه مزدورکاره وه نو مزدورکاری ته یی امر وکړو چی ته داسی وکړه زما لور ته ښه أرایش وکړه نو دغی مزدورکاری یی أمر په ځای کړو .
چی کله یی لور جوړه شوه نو مزدوری ته یی أمر وکړو چی زما لور بیرون بازار ته اوباسه او چکر ورکړه نو دا نوکری هم همداسی وکړل ټوله ورځ یی د پاچا لور په بازار کی وګرزوله چی ماښام شو بیرته دربار ته راستانه شول .
چی کله شپه شوه پاچا له نوکری نه پوښتنه وکړه چی نن ټوله ورځ بیرون په بازارو کی وګرځیدلی نو څه شی مو ولیدل او له څه مشکلاتو سره مخ شوی او چا خو به درته تکلیف نوی رسولی ؟؟؟
نوکری ځواب ورکړو ډیر شیان مو ولیدل او له هیڅ مشکلاتو سره هم مخ نشوو او چی چا به راوکتل سرونه به یی ټیټ واچول او په خپله مخه تلل، نو بیا یی أمر ورته وکړو چی سبا شو بیا بیرون لاړ شی او دا لور ته می ښه آرایش وکړه.
سبا شوه بیا یی د اولی ورځی په شان هغه کارونه انجام کړل چی ماښام بیرته دربار ته راغلل، چی کله شپه شوه پاچا له نوکری نه پوښتنه وکړه چی نن ټوله ورځ بیرون په بازارو کی وګرځیدلی نو څه شی مو ولیدل او له څه مشکلاتو سره مخ شوی او چا خو به درته تکلیف نوی رسولی ؟؟؟
نوکری ځواب ورکړو ډیر شیان مو ولیدل او له هیڅ مشکلاتو سره هم مخ نشوو او چی چا به راوکتل سرونه به یی ټیټ واچول او په خپله مخه تلل ، نو بیا یی أمر ورته وکړو چی سبا شو بیا بیرون لاړ شی او دا لور ته می ښه آرایش وکړه.
سبا شوه بیا یی همداسی وکړل لکه چی دوه ورځی یی مخکی کړی وو ، نو چی کله بیرته دربار ته راستنیدل او د دربار درواځی ته راورسیدل یو ځوان هلک راغی او له دی انجلی نه یی مچی واخیسته او ښه یی ښکول کړه ، او دا هلک همداسی ترینه لاړه نو دربار ته راننوتل .
چی شپه شوه پاچا په خپل عادت سره بیا ترینه پوښتنه وکړه چی څنګه چل وو نن ،نوکری په ځواب کی ورته وویل نور هیڅ مشکل سره مخ نشوو خو چی کله دربار ته راورسیدو په دروازه کی یو ځوان هلک مخی ته راغی او ستا دا لور یی مچی کړه او ښه یی دیخوا او هغی خوا ښکل کړه .
په دی وخت کی دا پاچا په ژړا شو او په سوچونو کی ډوب شو او هیڅ شی یی په لاس نه ورتلل ، نو خبره دی ته ورسیدله چی درباریان ډیر ورخطا شول د پاچا په وضعیت باندی ، نو حتی یی پوښتنه وکړه چی څنګه چل دی ؟؟؟
او دا کار تا ولی وکړو ؟؟؟ چی اوس پری فکر کوی او ژاړی او حالت دی تغیر شو ؟؟
پاچا په ځواب کی ورته وویل څو ورځی مخکی می دا قیصه واوریدله چی علماء کرام وایی هرچا چی د بل کس ناموس ته په سپکه وکتل نو دا کس دی هم په دی انتظار کی اوسی چی دده ناموس ته به هم په بده سترګه کتل کیږی او یا چی چا زنا وکړله نو دا قرض دی او دا قرض به ضرور ادا کوی او دا پور دی .
نو دا کار می تر دی وکړو چی دا ریښتیا دی او که درواغ ، نو درباریانو ترینه پوښتنه وکړه چی اوس ته کومی نتیجی ته ورسیدلی ؟؟؟
پاچا ځواب ورکړو چی دا قیصه ریښتیا ده ځکه ما هم په ځوانی کی د بل چا عزت لوټ کړی وو او پردی لور می مچی کړی وه او دیخوا او هغی خوا می ښکول کړی وه ، نو زما لور سره همداسی کار وشو او ما خپل قرض اداء کړو او ما د نورو په عزت باندی تیری نه دی کړی ، او ټول قرضداران دی د خپل قرض د ادا کولو انتظار کوی.
هر چاته چی خپل ناموس خور مور ښځه لور خپلوان دوستان ګران وی د بل چا په ناموس باندی هیڅکله هم تیری نه کوی او که خپله د خپل ناموس قیصه کی نوی نو یوه ورځ به دی هم پکی راګیر کیږی او بیا به پښیمانیږی او دا ارمانونه به کوی چی ای !!! کشکی می داسی نه کول ، دی چی کله د بل ناموس ته په بده سترګه ګوری په هغه وخت کی یی خپل ناموس له یاده وتلی وی او په جعلی عشق کی ډوب وی .
دا چی زنا او د بل چا عزت ته په بده سترګه کتل تر ټولو لوی پلیت کار زمونږ په شریعت کی شمیرل کیږی او حتی په کبیره ګناهونو کی هم شمیرل کیږی .
دا چی نن زمونږه معاشره له هر رنګه بی ناموسی او بی عزتی سره مخ دی او زمونږه معاشره مخ پر وړاندی نه درومی همدا یی وجه ده چی ټول په دی خسیس عمل کی راګیر یو ، او د جامعی پرمختګ په وړاندی مونږه خپله ځانونه خنډ جوړ کړی دی او نه مو د دغه خسیس عمل پر وړاندی مقابله کړی او خپله په دی عمل کی اخته یو .
الله تعالی دی وکړی چی مونږه او ستاسو ټولو ته د عمل کولو توفیق راکړی .