نړۍ

د اوباما په لاس کي کتاب- نړۍ د امریکا تر ړنګېدو وروسته

د نیویارک ټایمز انځورګر ژورنالیست مایکل مولنر په تیرو ورځو کی د باراک اوباما یو انځور اخیستی چي ویل کیږي له کبله یې په امریکا کي ډیر بحثونه تاوده شوي دي، او ډیر کارپوهان ددې انځور پر محتوا باندي تبصرې او تحلیلونه کوي.

ددې انځور ځانګړتیا د هغه کتاب له وجي ډیره زیاته شوې، کوم چي د امریکا د ولس مشر باراک اوباما په لاس کي دي.

د کتاب نوم دی: نړۍ د امریکا تر ړنګېدو وروسته

ددې کتاب لیکوال یو مسلمان ژورنالیست فرید رفیق زکریا دی، چي هغه هم په نیویارک ټایمز ورځپاڼي کي کار کوي، نوموړي په دلایلو سره داسي یو تیوري وړاندې کړي، چي په کښي دا خبره ثابته شوې چي امریکا به د اسرائیلو په ګډون ختمیږي، او ددوی په مقابل کي به د آسیا د منځني ختیځ څخه یو اسلامي هیواد را پورته کیږي.

څیړونکي په دې نظر دي چي ددې څخه دا جوتیږي چي د امریکا ولس مشر باراک اوباما څومره په دې اړه فکر لري، او دا موضوع څومره د اهمیت وړ ورته ښکارې، هغه ته معلومیږي چي امریکا نوره په ړنګېدو ده، او یا شاید خپله هم غواړي چي نور د امریکا کیسه ور تمامه کړي، او د هغه وروسته ځان پوهول غواړي چي څه به کوي، او څه به پيښيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x