پاکستان بې ویزې افغانان نه پریږدي

نن ټکی اسیا (جمعه، غويي۳۱مه ۱۳۹۵ل): په کابل کې د پاکستان سفارت اعلان کړی چې د راتلونکي میاشتي له پیل څخه به بې ویزې افغانان نه پریږدي چې د تورخم له لاري د پاکستان غاړي ته واوړي.

د پاکستان سفارت د مطبوعاتي اتشې مشر اختر منیر رسنیو ته ویلي، د پاکستان حکومت غواړي چې د افغانستان او پاکستان پر پوله نوي اقدامات تر سره کړي، چې د هغو څخه یې یو هم د بې ویزې او پاسپورټ لرونکو افغانانو مخه نیول دي.

نوموړي ویلي چې د رواني میاشتي وروستی ورځ (۳۱ مئي) څخه به ټول هغه افغانان چې پاکستان خاورې ته ننوتل غواړي، اړ وي تر څو ددوی له کونسلګریو څخه ویزې واخلي.

اختر منیر ویلي چې هیواد یې غواړي د غیر قانوني تګ راتګ مخه ونیسي. او زیاته کړې چې د قانوني تګ راتګ لپاره به دوی یو لړ اسانتیاوي هم برابري کړي چې له امله به یې د ویزې تر لاسه کول تر پخوا هم اسانه سي او همداسي به پر پوله باندي ویزه لرونکي افغانان د کوم بد چلند سره نه مخ کیږي.

باید وویل شي چې د ملګرو ملتونو د مهاجرینو ادارې د شمېرو سره سم دا مهال په پاکستان کې شاوخوا ۳ ملیونه افغانان هستوګن دي چې زیات شمېر یې قانوني اسناد او پاسپورټونه نه لري، که پاکستان دا نوي اقدامات تر سره کړي، په دغه هیواد کې استوګنو افغانانو لپاره او همداسي د علاج او نورو وجوهاتو پر اساس سفر کوونکي افغانان به د لا زیاتو کړاوونو سره مخ سي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
یوسف خان امرخیل
میلمه
یوسف خان امرخیل

سلامونه اونیکی هیلی

یوازی باید په پوله باندی خلک ونه ځورل شی به ټول پاکستان کی باید ورته احترام وشی
زه ددوکلونوراهیسی پاکستان ته سفر کوم خو په پیښور اسلام اباد اونوروسیمو کی دپاسپورت سره سره بیا هم مشکلات شته مثال په ډول افغان ته په افغانی پاسپورت اطاق په کرایه نه ورکوی اوکه ورکوی یی نو دوه چنده پیسی تری اخلی