umar bin abdul aziz

د عمر بن عبد العزیز «ژوند لاره» درېیمه برخه

کتاب: سیرة عمربن عبد العزیز
ژباړه: م. حمـــــــد الله (دانشــــمند)

یو سړی و عمر بن عبد العزیز (رحمه الله) ته راغلی د (هغه د کاکا د زوی) سلیمان د مړیني پر مهال، ورته ویلې: د الله (جل جلا له) قضا او فیصله ده، باید په ورین تندي یې ومنې او امر ته یې غاړه کېږدې، په بدله کې یې له هغه (جل جلا له) نه د اجر او ثواب غوښتونکی شې؛ ځکه له همده (جل جلا له) سره د تلپاتو ښېګڼو خزانې شته؛ دهر غم ځپلې د غم بدله همدی (جل جلا له) ورکوي اوبس.

«اې عمره!» هغه څوک له نظره مه و باسه، کوم چې سلیمان یې درنه واخیست، د خپل نوبت شیبې شماره او ترېنه په وېره کې د ژوند لارې چارې پر مخ وړه. یاد سړی و  ووت، ولاړی.

عمر (رحمه الله) و فرمایل: نوموړی بېرته زما په وړاندې حاضر کړئ! کله چې راغلی، ورته کړه یې: تېره وینا دي تر څه راته وکړه؟

هغه ور غبرګه کړه: که د ځان د امن  په پار ډاډ راکړې، د یادې وینا لامل به درته په ډاګه کړم.

هغه (رحمه الله) ورته کړه: هیڅ ګواښ دي په وړاندې نشته، په ډاډه زړه خپله کیسه وکړه!

نوموړي ورته وویل: ته هغه (عمر) یې، چې د مدینې په کوڅو کې به دي لنګ څکاوه، ویښتان به دي پر مخ را ځوړندوه، د عطرو بوی به دي له لیري حس کېده. کله به مي چې تر سترګو شوې، حیران به شوم، چې الله (جل جلا له) داسي وګړي څنګه د زمکې د هستوګنو په کتار کې پرېږدي! کله چې مې په دې حالت ولیدې، په ځان مي لازم و ګڼله، چې په یاد غم کې ځان در سره شریک و ګڼم، او خدمت ته دي لبیک و وایم.

هغه (رحمه الله) ورته و فرمایل: اې وروره! که له موږ سره دلته د پاتې کېدو تکل لرې؛ نو پاتې شه، که ځې؛ الله پاک دي له هرې ستونزې خوندي و لره. نور بیا…

[المأخذ: سیرة عمربن عبد العزیز لابن عبد الحکم ۱/ ۱۳].

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ترغیــــــــــــــب:

– که یو مسلمان ورور مو یو قریب له لاسه ورکړي، باید د ډاډ او تسل له پاره د هغه کور ته ورشو، نوموړی ته د صبر او ژغم سفارښتنه وکړو، مړي ته یې له الله (جل جلا له) بښنه و غواړو.

– له چا سره که مو عهد، پیمان وکړ باید د پوره کېدو له پاره یې زیار و باسو.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ترهیــــــــــــــب:

– پایڅې مو باید له بډیو (بجلکو) لاندې نه وي؛ ځکه دا د تکبر یوه نښه ده.

– د سر ویښتان په مخ را ځوړندېدل یو ناوړه عمل دی، باید ځانونه ترې و ژغورو.

– دا راز د خوشبویي لګول مو باید د ځان ښودنې، خیال او تکبر له پاره نه وي…

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د