د جمعه خان همدرد میلمستیا او د حزب د غړو څرګندونې

عبیدالله «همت یار»

په ډیر بې خونده ډول مې دهغې میرمني  خبرې اوریدي چې په اریانا نیوزتلویزون کې يې د جمعه خان همدرد صاحب ویاند سمون ته ډیر په بې باکې سره وکړي. تر دي چې د حکمتیار صاحب په ګډون يې ډیر بی ځایه تورونه په ټولو مجاهدینو ولګول.

په کار ده چې  په ګډه سره د رولا غني د څرګندونو، د سیما سمر، بلقیس روشن، امرالله صالح او خلیلزاد د خبرو منطقي او په استدلال ولاړ جواب ورکړو.

د حزب اسلامي له ځینو کسانو سره ناست پاتې شوی یم. هغوئ د حکمتیار صاحب د راتګ په باره کې رنګارنګ خبرې کوي.

په هغه غونډه کې ناست وم چې د جمعه خان همدرد له خوا میلمستیا او رنګارنګ خواړه د حزب غړو ته تیار شوی وو.

غیرت بهیر د حکمتیار صاحب راتګ کابل ته ضرورت یاداوو او هغه یې په حقه ګاڼه، مزمل صاحب له خبرو معلومیده چې د حکمتیار صاحب له راتګ سره لیوالتیا نه لري. هغه خبره د اتحاد او تیرو څلویښت کلنو جنجالونو او اشتباهاتو په باره کې کوله.

قاضي امین وقاد لکه له کرزي صاحب سره یې بیعت کړی وو، بیا یې له اشرف غني سره بیعت وکی او په خپل بیعت ورسره پاتي دی، په دغه غونډه کې یې خپل بیعت له محترم حکمتیار صاحب سره اعلان کی.

ارغندیوال صاحب ویل چې د احساساتو خبره نه ده، اوس وخت او حالاتو ته په کتو سره د حزب کسان باید په غور فیصلي وکړي. له خبرو یې معلومیده چې هغه د حکمتیار صاحب راتګ او د حکمتیار صاحب مشرتوب په باره کې اندیښنه لري. ارغندیوال صاحب دا نیوکه وکړه چې ولي عکاسي کیږي، د شمشاد ټلویزون کسان چا راغوښتي دي؟

د سباوون صاحب له خبرو هیڅ نتیجه نه ترلاسه کیده. اوږدې خبرې یې وکړي.

جمعه خان همدرد صاحب په خپل میلمستون کې اشرف غني‌ته اولتیماتوم ورکړ چې نور د افغانانو مشر را روان دی. او تاسي‌ ته به پته ولګیږي چې څنګه په حکمتیار صاحب باندي افغان ملت راټولیږي.

د حزب اسلامي غړو فاروق وردګ صاحب، حاجي محمد اکبربارکزي صاحب او نورو خبرې وکړي. ولي په مجموع کې د حزب د اتحاد خبره ونه شوه.

زه د حزب اسلامي د یو ادنی کس په صفت هیڅکله په دي‌ نه خفه او نه خوشاله وم چې ولي سباوون صاحب، فاروقي صاحب، ارغندیوال صاحب،  قطب الدین هلال صاحب او ګڼ نور د حزب اسلامي مشران کابل ته د کرزي صاحب په وخت کې راغلل. د محترم حکمتیار صاحب راتګ  دي د جمهور ریس محمد اشرف غني په وخت کې وشي.

موږ به خوشال یو که د حزب اسلامي جدا جدا کابل میشتي ډلې ( سباوون صاحب، فاروقي صاحب، ارغندیوال صاحب، هلال صاحب او د حزب اسلامي شوراګاني) سره یو ځای شي او د حزب اسلامي افغانستان  د حکمتیار صاحب تر مشري لاندي واحد قیادت ولري.

زه د حزب اسلامي د سولي د محترمو سفیرانو او محترم امیر څخه څو پوښتنې لرم:

غني ومنله چي د حزب اسلامي په نوم کابل کي ثبت ګوندونه به منحل او د حکمتیار صاحب په نوم به  یو حزب رسمي په عدلیه وزارت کي ثبت کیږي؟؟؟

داخبره نهایې شوه چې د شمشتو کیمپ مهاجرین کابل ته را انتقال شي دلته به مناسب ځایونه ورکول شي، په دي کار سره به کوم حریص افغان خفه شي؟ خو ما داخبرې واوریدي چې تر حکومت وړاندي پیر صاحب او خلیلي صاحب مخالفت وکړ، هغوی ویل که حکمتیار صاحب ته د کیمپ لپاره ځمکه ورکول کیږي، موږ جهادي رهبران یو او پلویان لرو، موږ یې ولي مستحق نه یو. خمکه او کیمپ حزب اسلامي ته ومنل شوه؟؟؟ او که محترم عتیق الله صافي صاحب په ځینو سیمو کي شخصي اخیستي ځمکه د کیمپو په ډول به استعمال شي؟؟؟

د حزب اسلامي اجرایه شورا د شمشتو کیمپ د ټولو مهاجرو څخه پوښتنه کړي‌ چې هغوئ ټول کابل ته راځي او که ځیني یې نقد کوي چې ولي تسلیم شي.

زموږ تمه وه چي حکمتیار صاحب ته یو دروند لقب ورکول شي. ځکه مسعود، استاد برهان الدین رباني او مارشال محمد قسیم فهیم ته کرزي صاحب لقبونه ورکول،  او مزاري صاحب ته محمد اشرف غني لقب ورکوی. اوس ولي حکومت وایی چي حکمتیار صاحب ته لقب ورکونه زموږ کار نه دی؟؟؟

دا خبره څومره حقیقت لري چې د  حزب هيئت ته حکومتي چارواکو وویل چي ستاسو شرطونه نه منل کیږي؟؟؟

ولي توافق لیک ټیټه درجي لاسلیک ته راغی؟؟؟

ایا بندیان ازاد شوو او که ازدیږي کوم لیکلی تضمین شته؟؟؟

د تور لسټ څخه د محترم حکمتیار صاحب نوم ایستلو تضمين او وخت معلوم دی؟؟؟

دا نوري جهادي ډلې چې اوس په کابل کې وایې چې د حزب یو ځای کیدل به د اشرف غني حکومت ته درې نور کلونه مشروعیت ورکړي، ولي دا تشویش دوئ لري؟؟؟

د مرکزي بغلان په منطقه کي ۸ دولتي پوستي په بیړني ډول د حزب اسلامي خلکو ته ولي حکومت پریښودي، داسي کارخو به نه وي چي له طالب سره لومړۍ کرښه کي جنګ ته یی چمتو کوي؟؟؟

ولي د شمشاد ټلویزون سره مرکه کي د بهرنیانو د موجودیت او وتلو په اړه د حزب د هیئت مشر انجنیر محمد کریم امین سوال ته جواب نه ورکاوو او د معدنو د غلا خبرې یې په جواب کې وکړي؟؟؟

او بالاخره زه د حزب د یو ادنی غړي په توګه غواړم هغه مقدار ډالر چي ډیر وخت پرې چنې ووهل شوي هم له ولس او هم خپلو غړو سره حزب شریک کړي؟؟؟ د مذاکراتو ډیر وخت د کلنۍ بودیجې په توګه د ډالرو د چنو وهلو خو به نه وي نیولی.

ستاسو اصلي دښمنان په کابل کي معلوم دي، هیله ده چې د خپلې دفاع له پاره د هغوئ په باره کې څرګندونې ولرئ تمه ده چې پورته پوښتنې غرضي ونه ګڼئ او مناسب جواب په ګډه ورته پیدا کړو. د حکمتیار صاحب د راتګ منتظر یو.

له محمد اشرف غني او حنیف اتمر صاحب څخه زه شخصا د زړه له کومي مننه کوم چې حکمتیار صاحب ته یې د دولت تر کنټرول لاندي ځمکه کې د اوسید لپاره اجازه ورکړه.

اسلامي حزب د اشرف غني، امریکا او ناټو غوښتنې منلای او زغملای شي:

۱ – همدوئ ویل چې د افغانستان اوسنی قانون امریکايې او غربي‌ دی، اسلامي‌ نه دی، دا تغیر او سمون غواړي. په موافقه لیک کې ولی ومنل شو؟

۲ – دوئ ویل چې تر هغې به وسله په ځمکه کینږدو تر څو چې بهرني اشغالګر امریکايې پوځیان افغانستان کې وي، اوس ولي دوسلي ایښودل ومنل شو؟

۳ – دوئ ویل چې د ټولې نړۍ اسلامي تحریکونو د اسلامي حزب په جهادي کیمپونو کې زده کړي کړي، اوس ولي هغوئ تروریستان وګڼل شوه او  دوئ له تروریستي (اسلامپالو) ډلو سره جلاوالی اعلان کړ.

که دغه پورته او ځینې نور سخت شرایط حزب اسلامي زغملای او منلای شي، هیله کوم چې د لیکوالو او منتقدینو په حقیقتونو ولاړ نظرونه به وزغمي.

زما سره ویره او انديښنه ده: داسي خو به نه وي لکه د ډاکټر نجیب الله د حکومت تر ړنګیدو وروسته چې یو مجاهد (احمدشا مسعود) له پرچمیانو سره ایتلاف وکړ او بل مجاهد (حکمتیارصاحب) په چهار اسیاب کې سنګر ونیو،‌ کورنۍ جګړه پېل شوه، او ددوئ له تیروتنو دادی‌ نن ورځ کمونستان په واک کي دي.

داځل به حکمتیار صاحب له افغان حکومت سره ایتلاف کوي او خدای مه کړه بیا هغه زړه تجربه تکرار نه شي چې دغه دوه قوي ډلې (طالبان او حزب اسلامي) خپلو منځو کې جګړه کوي،‌ امریکایې او ناټو پوځیان د افغانستان په دننه کې په خپلو اډو کې د دوئ ننداره کوي؟؟؟؟

که سعودی عربستان د حزب اسلامي سره نقدي مرستې کوي‌ او ایران یې له اهل تشیع ډلو سره کوي، دابه راتلونکي کې مذهبي جګړو ته لاره هواره نه کړي؟؟؟

د حکمتیار صاحب او ملګرو د راتګ لاري څارو،‌ کابل ته راتګ یې مثبت پېغام له ځان سره لري، هغه دا چې دا نور د مجاهدینو په نوم ټیکه داران خو به جرحه شي.