fbpx

پاکستان: افغان مهاجرینو سره د سعودي مرسته

د افغان ولس لپاره د سعودي مرستندويه کمېټې لخوا افغان مهاجرينو لپاره د پنځه مليونه ډالرو په لګښت د 2016 – 2017 كلونو كې نوو پروژو تنفیذ پیل شو.

د يادو ښوونيزو، بيړنيو مرستو او روغتيایي پروژو اعلان تېره سه شنبه چې د مۍ مياشتې اوولسم تاریخ سره سمون خوري اسلام آباد کې د سعودي عربستان په سفارت کې د مهاجرينو د چارو وزير جنرال عبدالقادر بلوچ او د سعودي سفير لخوا وشو.

د افغان ولس لپاره د سعودي مرستندويه کمېټې نن د جمعې په ورځ چې د مۍ مياشتې د شلمې نېټې سره سمون خوري د خزانې کيمپ بیفیر ښوونځي کې د پنځه مليونه ډالرو په لګښت د پروژو پلي کېدل شروع کړل او په ترڅ کې يې پنځه سوه زده کوونکو ته بکسې او قرطاسیه توکي، او ۵۰۰ افغاني نابینایانو او بې وزله ښوونکو او زده کوونکو ته خوراکي مواد ورکړل شول.

د نوموړو پروژو افتتاحي پروګرام کې افغان کمشنر ضیاء الرحمن، د سعودي مرستندويه کمېټې سيمه ییز مدير ډاکټر خالد محمد العثماني، د افغان مهاجرينو رييس ښاغلی عبدالحمید جلیلي، د افغان كمشنر نايب وقار معروف، په پېښور کې د افغان معارف وزارت آتشه، پېښور کې د مهاجرينو لپاره د بیفير ښوونځيو نماینده، ګڼ شمېر ښوونکي،د ليسو مديران او د کيمپونو مخورو مشرانو او نورو ګڼو دولتي چارواکو برخه اخيستې وه.

د افغان مهاجرينو لپاره د 2016 او 2017 کال کې د مرستندويه کمېټې د پروژو افتتاحي پروګرام د قرآن کريم په آیتونو پیل شو، له هغې څخه وروسته د سعودي مرستندويه کمېټې د تعليمي څانګې مسؤول استاذ اسلام عبدالمالک د افغان ولس لپاره د سعودي مرستندويه کمېټې په فعاليتونو مختصره رڼا واچوله ، افغان کمشنر ضیاء الرحمن په خپل وار د سعودي مرستندويه کمېټې شکريه ادا کړه او د نوموړې کمېټې هلې ځلې يې وستایلې، او د افغان مهاجرينو اقتصادي وضعیت ته په کتلو سره يې د لا زياتو مرستو هيله څرګنده کړه. همدغه راز د مرستندويه کمېټې سیمه ییز مدير ښاغلی ډاکټر خالد محمد العثماني په خپل وار سره د افغان کمشنر او نورو مربوطه څانګو شکريه ادا کړه او څرګنده يې کړه چې نوموړو ادارو همېش د سعودي مرستندويه کمېټې سره تعاون کړې چې افغانانو ته د سعودي مسلمان ولس لخوا رالېږل شوې مرستې ورسوي، او زياته يې کړه چې دا د پنځه مليونه ډالرو په لګښت د ښوونيزو، روغتيایي او بيړنيو مرستو د ګڼو پروژو افتتاحي پروګرام دی، نوموړي د سعودي عربستان بادشاه ښاغلی سلمان بن عبدالعزیز او وليعهد ښاغلی محمد بن نایف چې د همدې کمېټي مشري په غاړه لري په نمایندګۍ افغان ولس ته ډاډ ورکړ چې خپلو مرستو ته به دوام ورکوي.

د يادونې وړ ده چې مرستندويه کمېټې 2013 کې د افغان مهاجرينو لپاره د پنځوس زره کارتنه د خوراکي موادو د ويش پروژه چې اووه مليونه ريا ل لګښت يې درلود پیل کړې وه چې اوسمهال د هغې پروژې آخري مرحله دوام لري، چې آخري مرحله کې به پنځه زره پنځه سوه کورنۍ د خوراکي موادو برخمنې شي، دې سره د نوموړې پروژې څخه څه دپاسه دوه پنځوس زره کورنۍ د خوراکي توکو څخه برخمنې شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د