افغانستان

ناټو: د افغانستان د شخړي پای سیاسي حل دی، د ۲۰۱۶ وروسته هم خپل شتون ساتو

نن ټکی اسیا (جمعه، غويي۳۱مه ۱۳۹۵ل): د ناټو سازمان سرمنشي سټولټنبرګ د رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د افغانستان شخړه یوازي د سیاسي حل له لارې کېدلای شي او دوی به د سولییز حل لپاره خپل ټول وس په کار اچوي.

نوموړي وویل چې د افغانستان د سولي په پروسه کې د افغانستان د ګاونډي هیوادونو او په ځانګړي توګه د پاکستان رول ډېر مهم دی، ناټو د سولي په بهیر کې د افغانستان د ملي یو والي حکومت د ټولو هڅو ملاتړ کوي.

نوموړي د یوه بل سوال په ځواب کې وویل چې د ۲۰۱۶ز کال وروسته به په افغانستان کې خپل شتون ته ادامه ورکوي او د افغانستان د حکومت او افغان ځواکونو سره به خپل سیاسي، مالي او پوځي ملاتړ روان ساتي.

سټولټنبرګ وویل چې د افغان ځواکونو شمېر ۳ نیم سوه زرو ته رسیږي، چې ټول یې ښه روزل شوي او کولای شي چې له لاسه وتلي ځمکي او ښارونه بیرته ونیسي، چې ښه مثال یې د سقوط وروسته په ۳ اونیو کې د کندوز ښار بیرته نیول وو.

نوموړي وویل چې مونږ د ۲۰۱۴ز کال په پای کې د افغانستان امنیت په بشپړه توګه افغان ځواکونو ته سپارلی، او دوی هغه وخت هم ویلي وه چې دا به اسانه نه وي ځکه افغان ځواکونه اوس هم کومک ته اړتیا لري.

د ناټو د سرمنشي په وینا دوی پریکړه کړې چې د ۲۰۱۶ وروسته به د افغان ځواکونو سره خپله مرسته جاري ساتي او د حکومت سره به خپل ټول سیاسي او مالي مرستې روانې ساتي.

نوموړي د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د ناټو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ددوه ورځنۍ غونډي پای کې دغه خبري وکړې او وې ویل چې افغانستان اوس هم د جدي ننګونو سره مخ دي، د افغان ځواکونو سره د دوی روزنې او همکارۍ مرسته کړې خو لا هم ددې اړتیا شته چې دغه ماموریت ۲۰۱۶ وروسته هم ادامه ولري.

ددې تر مخه د ناټو پریکړه کړې وه چې د کال ۲۰۱۴ وروسته به د بشپړ ملاتړ په نامه د افغان ځواکونو د روزني او همکاري ماموریت ددوه نورو کلونو لپاره غځوي چې ۲۰۱۶ د پای ته رسیدو سره به دا ماموریت پای ته رسیږي.

سټولټنبرګ ونه ویل چې د ناټو نوی ماموریت به بیا تر څومره مودې ادامه وکړي خو وې ویل چې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي جنرالانو د خبرو اوریدلو وروسته دوی ته جوته شوې چې لا اوس هم د ناټو ځواکونو ته اړتیا شته.

د روان کال په جولاي میاشت کې د افغانستان په اړه د ناټو غړي هیوادونو سرمشریزه غونډه د پولینډ هیواد په پلازمینه وارسا کې تر سره کیږي، سټولټنبرګ وویل چې دوی به په هغه غونډه کې خپل اولویتونه په نظر کې ونیسي، او پر دې به بحث وکړي چې څرنګه کولای سي د افغانستان سره په سیاسي، پوځي او مالي برخه کې مرستي ته ادامه ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x