fbpx
loya jirga

يوه پخوانۍ سياسي فتوی – لیکوال : مفتي شوخ ګل (ټوکستانی)

استفتاء :
په دى وروستيو څلورو كلونو كې ځينى افغانانو دافغانستان د اوسنى  حكومت په خلاف دجهاد اعلان كړی او پر هغه يى دكفر دغلامي تور لګولى ، او په دې كار سره يې هيوادوال په تشويش كې واقع كړي دي . دا چې نور بايد دغه ربړه  پاي ته ورسيږي هيله ده چې ددغې موضوع په  اړه د شريعت دموقف په بيانولو، او دخپل شرعي مسؤوليت په رفع كولو سره افغانانو ته سمه لار وښاياست .

المستفتي :حیران ګل (افغان)

فتوى  : پورتنۍ موضوع  رښتيا هم  ډيره داهميت وړ ده، او پدې هكله  بايد مونږ د(ستري محكمي  ددارالافتاء هيئت ) خپله متفق عليها فتوى هيوادوالو ته  ابلاغ كړو،خو  د فتوى او دهغى په  تأیيد كې د دلايلو تر ليكولو مخكى بايد يوډيره ضرورى  او مهمه ملاحظه  په نظر كې ونيسو او هغه دا ده چې :

 دقضا  او دفتوى په معتبرو كتابونو كې راغلى چې فتوى  بايد دحالاتو او شرايطو په نظر كې نيولو، ددنيا اوزمانې له حالاتو  دباخبره  علماوو لخوا  وركړاى شي، له همدې امله مونږ هم  دخپلى زمانې  د مشهورو او تكړه علماوو  رأيى او دلايل  مدار داعتبار ګڼو، او دلاندينيو وجوهاتو پر بنا دپخوانيو علماوو له نظرياتو تيريږو :

 الف :  مونږ اوس گلوبلايزیشن (نړيوالتوب)په عصر كې اوسيږو، او دډيموكراسۍ  په داسى دنيا كې ژوند كوو چې بين المللى قوانين  تړونونه وركې د(سم) او (ناسم)كار حدود ټاكي، دا چې پخواني علما ء په  دغه  ډول قوانينو او تړونونونه  پوهيدل ،اوپدې هكله يې په خپلو كتابونو كې  څه ليكلي  هم نه دي، نو  ځكه يې رأيه  مدار  داعتبار نه ګنل كيږي .

ب :  پخواني علماء كه  په (اموي )يا (عباسي)  دور كې ول، او يا هم په (عثماني) او یا د(اسلامي هند په مغلي) دور كې ول، ټول دجنګ او جګړو په تاوجنو حالاتو كې اوسيدلي ول ، دهغوئ  فهم او فكر په ټوليزه توګه  دجنګ او وينو رنګ اخستى ؤ، دسولې  ډیموکراسۍ له فرهنګ  سره يې هيڅ اشنايې نه درلوده .اوس چې ( نوى نړيوال نظام )  ټولې نړۍ ته دسولې او ازدۍ توصيه كوي  نو بناءً  د پخوانيو علماوو نظريات  دمشكلاتو حل نشي  ګنل كيداى .

ج :  دهغو معاصرو علماوو رأيه چې مونږ  يې  مدار داعتبار ګڼو هغوئ  هم د(جهاد) او (مقاومت!!)  اتلان دي، او هم دسولې او ډيموكراسۍ  مبارزين ، هغوئ  اوسنيو قضاياوو ته ( واقعبينانه ) نظر  لري ، او په ( مسؤولانه ) ډول د پيښو ارزونه  كوي . نو ځكه  د دوئ رأيه تر هغو پخوانيو علماوو ډيره  داعتبار وړ ده .  

د فتوى متن

دافغانستان  داوسني فانوني، او په نړيواله  سطحه  دمنل شوي اسلامي حكومت په خلاف جنګ كول دلاندنيو دلائلو په نظر كې نيولو سره قطعي حرام دي :

دلائل :

دهيواد پياوړي  عالم اواسلامي  فيلسوف علامه برهان الدين (الرباني)په خپل كتاب ( جمع الدرر  والمرجان في عمالة الروس والأمريكان ) كى ليكي : په افغانستان كې نور دجنګ او جګړي وخت پاى ته رسيدلى ، موږ بايد هيواد نوى نسل ته پريږدو چې يو ( نوين افغانستان ) جوړ كړي، زموږ  جهاد د(وطن  دآزدۍ) او د(تروريزم  دله منځه وړلو) لپاره  ؤ،اوس  چې دغه دواړه  متحقق شوي  دي ،  نو نور جنګ  اوجګړي ته ضرورت نشته ). انتهى  کلامه ( ۱ )  

همدارنګه دغه (خداى پرست عالم ) دروانې جګړې  د عاملينو په هلكه په خپل  یوبل كتاب ( مباركة اليهود  والنصاری فى محاربة مجاهدي بخارى )  كى فرمايي: (ددغې نارواجګړې تر شا  افغانان نه بلكې   ځينې (افراطي عربان )او د(بخارا او سمرقند ځينې  ترورستي ډلې)او دګاونډیو هیوادونو (خاصې حلقې )ولاړې دي، او افغانان  دهغوئ   داوامرو  د منلو لپاره هيڅ مسؤوليت نه لري). انتهى  کلامه(۲)

 ددې  جګړى د ناروا والي  په اړه  دهيواد يوبل تكړه زاهداو مجاهد عالم  علامه( عبدرب الرسول سياف )په خپل مشهور كتاب ( فضل الإرتداد عن طريق العزّ والأمجاد) كې ليكي :  (افغانستان  كې دسپيڅلې جګړې اوجهاد په نامه  دډيرو  بېوزله (افغانانو) او (روسانو)  وينې  هدر توى شوې، هيڅ ګټه  يې ونه لرله ، نور  بايد ددغو  زړو او  تاریخ تیرو  اصطلاحاتو  په كارولو  خپل تړيوال  وروڼه او دوستان  ونه وژنو، او نه هم خپل هيواد خراب كړو). انتهی کلامه (۳)

همدارنګه نومړى په خپل بل كتاب  (سيوف السياف فی خدمة البوش والأيساف)كې ليكي : (داوسنۍ روانې جګړې  افغاني عاملين مجرمان او ملي خاينان دي ، هغوى بايد اسلام او ملت ته د خيات په جرم له منځه يوړل شي ، او يا هم ( نفي من الأرض ) شي ،يعنې چيرې ليرې ځاى ته وشړل شي ، ځكه چې هغوئ په ځمكه كې فساد رامنځته  كوي ، او په قران كې ددې خلكو همدا سزا ده ). انتهى(۴)

 ددې  جګړې عدم  جواز د هيواد مشر عالم ، ستر قانون پوه ، دعلم  او عمل ځلانده  ستوري شيخ الاسلام( نعمت الله شهراني) په خپل تر ټولو  وروستي  كتاب ( توصيات البوش والكوفي على لسان الشهراني  وموسی المعروفي ) كې  داسې ليكي : (نور په  هيواد كې  د ژبې  يا مذهب په  نوم هيڅ ډول جګړه  جواز نه لري . افغانستان بايد نور دنړۍ  دمتمدنې ټولنې  غړى  واوسي) .انتهى (۵)

همدارنګه  ددغې جګړې  دحرمت  او دجګړه كونكو دهويت په هكله  داسلامى  حكومت  قاضى القضاة دسترې محكمې رئيس  او دټولې نړۍ  عالم شيخ الحديث علّامه  (فضل هادى شينواری) ، د سياسي  فقهي په خپل  وروستي كتاب  ( تكميل الزاد في اتّباع خليلزاد) كې ليكي: (طالبان  داسلام دښمنان دي ، ځكه  هغوئ په خپلو ناروا  اعمالو اسلام بدنام كړی دی .،دا چې  هغوئ  داسلام دښمنان دي ، نو  زموږ  هم  دښمنان دي ، او ددې  دښمن  په مقابل كې چې هرڅوك زموږ  ترڅنګ  دريږي  هغو ئ  زمونږ دوستان دي ). انتهى (۶)

دهيواد په علمي  افوق كې  د قضا يو بل ځليدلی ستورى ، عظيم مجاهد دعزم او ثبات غر ، عاليجناب قاضي  محمدامين  وقاد ملتيار صاحب په خپل يواځيني  تأليف ( فنّ التقلب) کې څو څو ځايه ليكلي دي چې  : (هيواد  نور دجګړو دزغملو توان نه لري ،نور بايد افغانان پريښودل شي چې دملل متحد او نړيوالې  ټولنې په خوښه  چې  هرڅوك دځان لپاره   دشرعي زعيم په توګه انتخابوي انتخاب یې كړي)، نوموړى زياتوي 🙁 ولسواكي  او دمدني ټولنې حاكميت  دافغانانو داوږدې  ربړې يواځينى  حل دى ). انتهى (۷)

داوسني حكومت دمشروعيت او دهغه په  خلاف دجګړې دحرمت په هكله لوى مفسر، داسيا ستر خطيب او اديب،داطلاعاتو اوكلتور پخوانى  وزير   او داوسنۍ  سترې محكمې  ديوه  ديوان  لوړپوړى  رئيس دشیطان ستر دښمن  (مولانا  قيا الدين كشاف اللغماني) هم په خپل يوه مشهور كتاب  ( فهم الإشارات  في  فنّ جمع الدولارات ) كې په اثبات  رسولې چې : (اوسنى حكومت  سل په سلو كې  اسلامى  حكومت دى ، او اساسى قانون يې سل فيصده  اسلامى دى ، او ددې  حكومت دمخالفت  په هلكه بايد خلك  د( طالب نما)  جګړه مارو تبليغاتو ته غوږ   ونه نيسي). انتهی قوله (۸)

همداراز  دغه زاهداوعابد عالم  په خپل بل كتاب ( كشف  الكشاف في شرح أصول السياف )  كې ليكي  : (قرآن كريم په خپله په انتخاباتو امر كړى ،خلك  بايد  دانتخاباتو نتايج په سړه سينه ومنى، او  نور دجګړي لاره  خپله نه  كړي). (۹)

دطالبانو داعمالو دناروا والي   په اړه  نه يوازې  دمعاصرو  جمهور و علماو اتفاق دی، بلكه  ددوئ  دخپل تحريك عظيم  شخصيت ( علامه  ملا خاكسار آخند) هم په خپل  وروستي  علمي او تحقيقى  اثر ( مواقف الخاسكار  في موالاة الكفار ) ،او دهمدې  تحريك ستر مناظر او سترګور   نړیوال شخصيت  (علامه وكيل احمد متوكل آخوندزاده) په خپل  آخري تأليف ( الجهود المنهارة   في  سبيل  منصب الوزارة ) كې  ليكي  چې : (طالبان  نور  دملت   د ارادې  ممثلين نه دي ، هغوئ  د پرديو خلكو لپاره  خپل هيوادوال او بين المللى  وروڼه له ځانه خفه كړل ، او پر هيواد يې  پردۍ جګړه  تحميل كړې ده، هغوئ   بايد له  تاوتريخوالي  لاس واخلي، او داجتماعى عدالت  اودديموكراسۍ  داصولو سره سم دې  دملت ارادې ته داسې غاړه کښيږدي  لکه ما چې دحقایقو په درک کولو سره ورته کښيښووه). انتهى (۱۰)

 بل خوا دهيواد  د( ماډرن ) علماوو د ټولنې نمايندگانو ښاغلو  د(جمعیت اصلاح )  مشرانو هم  د خپلې سياسي فقهې  په خپلې  انسايكلوپيډيا ( اسلام  وديموكراسى دو نام يك ارزش) كې  ليكلي  چې : (طالبهاى  تنگ نظر ومتحجر هرگز برای  اراده  اين ملت مناسب نيستند ،زيرا  آنها بجز خون  وخشونت  هيچ چيزى  ديگری رانمى  پسندند، آنها بايد بگزارند حكومت بدست كارد هاى فنى ومسلكى  ساخته شود، اگر  از   وجود قواى بين المللى و تأثير سازندۀ آنها بيم دارند  ودر هراس  استند، بايد  به  مبارزۀ  فرهنگى  بپردازند، ودين را برای   مردم  آسان كنند،  نه اينكه  به وسيله خشونت افكار مردم را به  دين نزديك کنند).( ۱۱)

همداراز   د اوسنۍ  جګړې  دناروا والي  او دپخوانۍ جګړې  دوجوب په هكله دهيواد  دوو نامتو روحاني شخصيتونو هر يو( فضيلة المرشد  العالمي نجم المشائخ   صبغة الله المجددي) او (قطب الإرشاد  پير سيداحمدالقادري الګيلاني ثمّ الأفغاني )  په خپل مشترك جهاد ي كتاب ( جمع الجموع   لإعادة الملك المخلوع) كې ليكلي  : (دا چې نا عاقبت انديشه سردار محمد داود خان  د روسانو او كمونستانو په لمسون (ستر همايوني ذات المتوكل على الله  دافغانستان ټولواك  اعليحضرت محمد ظاهرشاه)له واكه ليرې كړ ،او په ( منفى  الملوك)  كې  یې دجلا وطنۍ پر مشقته  ژوند ته مجبور كړى و، نو ځكه  دروسانو او كمونستانو ددې جنايت په ځواب كې ،او داعليحضرت د بيا راوستلو لپاره په ټولو افغانانو جهاد فرض عين ګرځيدلى ؤ.  اوس  چې دسپينې  ماڼۍ په فضل اعليحضرت  بيرته هيواد ته راوستل شو، او( دملت  دبابا)  حيثيت او منصب وركړ شو، نو په همدې بنا نور دافغانانو غاړې  خلاصط  شوې  ،او نور  جګړې ته هيڅ ضرورت ندى پاتې، او دجهاد فرضيت هم   نور  دافغانانو له غاړى ساقط شوي  دی . نوره جګړه  حرامه او د بين المللى محسنينو ناشكري ګنل  كيږي ،  د اوسني  حكومت اطاعت كول واجب دي،  ځكه چې دهمايوني ذات  بابای ملت  اعليحضرت محمد ظاهرشاه  چې د څلويښتو اولياوو رتبه لري سرپرستي هم ورته حاصله ده). انتهى کلامها (۱۲) .

 د طالبانو جګړه نه يوازې دافغاني  جيدو علماوو له خوا غندل شويې ده، بلكى له هيواد څخه  دباندې پاكستاني مشهور عالم شيخ الحديث مولانا محمد حسن جان المدني   هم په خپل نوي كتاب ( اقتضاء الزمان في تفضيل  الإنجليز على طالبان) كې فرمايلي دي : (طالبانو  ته زما توصيه  دا ده چې بايد له (حامدكرزۍ )سره په انتخاباتو كې برخه واخلي،  كه دخلكو خوښ ؤ   نو ووټ به ورله وركړي،  اوكه نه  نو په خپل ملك كې خوبه  په امن  کې اوسيږي ). (۱۳)

 هغه په خپل بل علمي او تحقيقي اثر ( تأكيد  المخرّف في تأیيد المشرّف ) كې دشرعي  جهاد  دشروطو په هكله ليكي  : (جهاد به  دحكومت په اجازت او دهغه  تر سرپرستۍ  لاندې كيږي ،او هر  حركت چې دحكومت  له اجازت  نه بغير وي هغه ته په شريعت كې (بغاوت) ويل كيږي . نو په همدې بنا په پاكستان كې د وزيرستان او په افغانستان كې دطالبانو جګړه  نا جايزه او بغاوت دى) . (۱۴)

 تردې  ځايه خو داهلسنتو د علماوو دلائل و ، داهل تشيع جيد علماوو او ( آياتو) او (حجّة الإسلامانو)هم دسياسي فتواو تر ټولو وروستي فتوا ډوله رساله  ( تفنّن د رتعامل با اهل تسنّن ) كې په اتفاق سره ليكلي چې : (مجتمع شيعيان افغانستان بايد نيروى جنگى خود را صرفه جويى نموده تا در خدمت مهدى  منتظر (عجّل الله فَرَجَه)  قرار بگيرند. از فرصت مناسبى كه در كشور به وجود آمده براى رسيدن به ارمانهاى ديرينه  خود كه عبارت از رسيدن به حاكميت است ، استفاده اعظمى  ببرند،  نگذارند سرنوشت  شان به دست نيروهاى اغتشاشگر بيافتد،  شيعيان افغانستان بايد با نيروهاى بين المللى كنار آمده ،ومجتمع خود را از محكوميت به طرف آزادى ببرند، و همين سياست جهانى طائفه ما در جهان است  طوريكه حكومت جمهورى اسلامى در عين زمان ببماردمان نيروهاى امريكا بر لانه هاى طالبان  ما يحتاج متحدين افغان امريكا را تهيه كرد، وهمين طور آقاى باقر حكيم وگروهش در عراق با نيروهاى بين المللى  كنار آمد، ما نبايد از مقاومت مقتدى الصدر در غلط فهمى واقع شويم ، مقاومت جناب شان براى دفاع ازمزارات ائمه اهل تشيع وعتبات مقدس نجف وكربلا بوده  ،نه از قبيل جنگی كه تروريستان  آنرا در فلوجه  و شهرهای دیگر  بنام جهاد  براه انداخته اند. از همين جاست كه  وقتيكه  ضمانت محلى و بين المللى به اقاى  صدر داده شد،موصوف  موقف ظاهراً منفى خويشرا با فروختن تمامى اسلحه سنگين وسبك به امريكاييها  جبيره كرد،وفي ذلك عبرة لمن اعتبر ). انتهى (۱۴)

په پاى كې  داهل تسنن او اهل تشيع دپورتنيو زبده علمای كرامو دمعتبرو دلايلو په رڼا كې داوسني حكومت  په خلاف جنګ ناروا او حرام ګڼو، او ټول هيوادوال له  دغه حكومت سره مرستې ته رابولو . والله علم  بالصواب .

                                                                                                                  دسترى محكمې  ددارالافتاء   رياست

                                                                                                                             تاريخ :الإصدار:20/4/2003م


لمن ليك
۱ –  باب العمالة ج۲ ص ۲۵۵ / ۱۳۸۲  طبع مطبعه  تاجكستان دوشنبه .
۲ –  باب محاربة المسلمین ج۱ ص ۳۳۹ /  ۱۳۸۳  طبع  مطبع تاجكستان دوشنبه .
۳ –  باب الانتکاسة ج۳ ص ۳۳۹ / ۱۳۸۳ طبع مطبع ازادي كابل .
۴ –    باب خدمة أعداء الإسلام  ج ۱  ص ۹۳۲ / ۱۳۸۳  طبع مطبعه ازادي كابل .
۵ –  باب وصايا القیادات الغربیة  للأمم الشرقية ج  ۴ ص ۴۳۲ / ۱۳۸۲ طبع  مطبعه  تاجكستان دوشنبه .
۶ –  باب  فضل الطاعة العمياء  ج۱ ص ۳۳۹۰ /۲۰۰۴  طبع مطبعه  واشنگټن .
۷ –  باب البصبصة في کل باب ج۲  ص ۶۴۵ / ۲۰۰۴  طبع مطبعه واشنگټن .
۸ –  باب جمع الدولارات ج۳ ص   ۶۵۴ /   ۲۰۰۴ طبع  مطبعه  واشنګټن .
۹ –  باب الموالاةالسرّية  ج۲ ص ۵۹۴۰ /  طبع مطبعه كندهار .
۱۰ –  باب  السعي الفاشل ج ۴ ص ۹۳۵ / طبع مطبعه  واشنگتن .
۱۱ –  اسلام و ديموكراسى ج ۶ ص ۷۶۵ / طبع  مطبعة الهلباوي القاهرة .
۱۲ –  باب  وقوف المشائخ علی عتبات الملوك ج ۵ ص ۵۴۱۱ /  طبع مطبعه  انګلستان لندن .
۱۳ –  باب زيارة وزراء الإنجليز لمشائخ برويز   ج۴ ص ۹۰۴۵ / طبع  مطبعه  پيښور پاكستان .
۱۴ –  باب تأييدالمشرّف ج۱۲ ص ۹۰۴۵ / طبع مطبعه  پيښور پاكستان .
۱۵ –  تفنن در تعامل با اهل تسنن ص ۴۲۰ / طبع  مطبعه تهران ايران .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د