افغانستان

د ګوانتانامو يو افغان زنداني له څوارلس کاله زندان وروسته «وبښل شو»

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولی ۱، ۱۳۹۵ل): يو افغان، چې ۲۰۰۲م کې امريکايي سرتيرو له خپل کوره نيولی و، څوارلس کاله يې د ګوانتانامو  په امريکايي زندان کې تېر کړل، امريکايي چارواکو پرېکړه کړې، چې د جنګي جنايت په تور نيولی شوی دغه افغان به خوشې کړي.

د امريکا دفاع وزارت «پنټاګون» پر ويبپاڼه  خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې د عبيدالله په نوم افغان بندي په اړه پرېکړه شوې، چې نور دې ته اړتيا نه ليدل کيږي، چې دغه افغان دې په زندان کې وساتل شي.

په اعلاميه کې د چارواکو له قوله ليکل شوي، چې اوس د دغه بندي له لوري امريکا او د امريکايي ګټو پر وړاندې کوم ګواښ نه ليدل کيږي او له همدې امله بايد خوشې شي.

عبيدالله، چې څوارلس کاله د ګوانتانامو په زندان کې بندي و

امريکايي پوځيانو د ۲۰۰۲م په جولای کې ۱۹ کلن عبيدالله وروسته له هغې له خپل کوره ونيو، چې د ده کور ته څېرمه په يو پټي کې ماينونه موندل شوي وو او امريکايي چارواکو فکر کړی و، چې دا بمونه د عبيدالله دي.

په ۲۰۰۸ کې د امريکا نظامي محکمې عبيدالله په جنګي جنايت تورن کړ، مګر د بارک اوباما حکومت د محکمې پرېکړه رد کړه او زياته يې کړه، چې عبيدالله په جنګي جرمونو نه شي تورن کېدای، په ۲۰۱۱م کې يې د محکمې پرېکړه لغوه کړه او هڅه يې کوله، چې عبيدالله بايد له زندانه ازاد شي.

عبيدالله د محکمې پر وړاندې پر ده لګېدلي تورونه هر وخت رد کړي، له سپينې ماڼۍ يې غوښتنه کړې، چې اوباما بايد له خپلې ژمنې سره سم ګوانتانامو زندان وتړي او په کې پراته زندانيان خوشې کړي.

امريکا له دې وړاندې هم ګڼ شمېر زندانيان له ګوانتانامو څخه، عمان، قطر، کويت،اردن، استونيا او نورو هېوادونو ته لېږلي دي.

د امريکا د سمندري عسکرو ګوانتانامو زندان له سختو نړيوالو نيوکو سره مخ دی، پر امريکايي چارواکو او د سي ای اې په غړو نيوکې کيږي، چې له لسو کالو زيات يې زندانيان بې محکمې په وحشت کې ساتلي او نړيوال څارونکي اوباما هم پر دې ملامت بولي، چې د ګوانتانامو زندان په بندولو کې جدي ګامونه نه اخلي.

د امريکا کانګريس له اوباما سره د ګوانتامو زندان د بندولو په اړه مخالفت کوي، مګر ۲۰۰۹ز کال راهيسې، چې اوباما واک ته رسېدلی د ګوانتانامو ډېری زندانيان يې يا خوشې کړي او يا يې نورو هېوادونو ته لېږلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x