کابل: د یوناما یو بهرنی ساتونکی وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۱، ۱۳۹۵ل): ملګري ملتونه وايي چې کابل کې يې د دفتر یو بهرنی ساتونکی وژل شوی دی.

د یوناما دفتر مسوولین وايي چې پېښه تېره ورځ کابل ښار کې رامنځته شوه.

له یاد دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې د وژل شوي کس هویت او د پېښې د جزییاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د سرچينې په قول په بريد کې یو تن وژل شوی او بل ټپي شوی دی.

په ورته وخت کې نیپالي رسنیو ويلي چې د دې هېواد غړي چې کابل کې يې یوناما کې د ساتونکو دنده ترسره کوله تر بريد لاندې راغلي.

په دې بريد کې یو ساتونکی وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.

دوی نه دي ويلي چې دواړه معلومات يوه پېښه ښيي، که نیپالي اتباعو ته په یو بل بريد کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کورنیو چارو وزارت مسوولینو څه نه دي ويلي، خو د ملي امنیت ریاست د پېښې پخلی کړی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د