fbpx

اسلام او عقل – لومړۍ برخه

ليکوال: شيخ الاسلام مفتي محمد تقي عثماني

ژباړن: احمدالله احمدزی

بنسټګر

زموږ په ټولنه کې، چې څوک دا غوښتنه وکړي، چې زموږ قانون، اقتصاد، سياست او يا زموږ د ژوند هره برخه دې د اسلام په چوکاټ کې داخله شي، نو خلک پوښتنه کوي، چې ولې دې داسې کار وشي؟ دليل يې څه دی؟ دا پوښتنې نن سبا ځکه ډېرې پيدا کيږي، چې زموږ په ټولنه کې د سيکولرېزم مفکوره ورځ تربلې نوره هم خپرېږي او د خلکو په زړونو او دماغو کې يې ځای نيولی دی او تقريبا دا په ټوله اسلامي نړۍ کې هم منل شوې، چې د يو نظام د چلولو لپاره تر ټولو غوره سيسټم سيکولرېزم دی، دا خلک نه يوازې دا، چې ځانونه سيکولران بولي، بلکې پر دې فخر هم کوي. په داسې يوه ټولنه کې دا غږ پورته کول، چې زموږ هېواد، قانون، اقتصاد، سياست او د ژوند هره برخه دې د اسلام په چوکاټ کې داخله شي، یا په بل عبارت، چې زموږ ټولنه دې پر هماغه منهج او قانون پاتې شي، چې تېر څوارلس سوه کاله څنګه وو، دا خبرې او فکر زموږ په ټولنه کې اوس پردی شوی، د دې دعوې لرونکی انسان له ډول ډول تورونو سره مخ کيږي. دا خلک بنسټګر يا فنډمنټليسټان بلل کيږي او دا نوم ورته د يوې ښکنځا په توګه اخيستل کيږي او د سيکولرانو په وينا هر هغه څوک، چې د رياست نظام د دين تابع ګرځول غواړي، دی بنسټګر يا فنډمينټليسټ دی.

که سړی فکر وکړي، دا بنسټګر کومه بده خبره نه ده، بلکې ښه خبره همدا ده، چې يو مسلمان په خپل دين پوره باوري او عمل کوونکی وي او د خپل دين اصولو ته ژمن وي، مګر سيکولرانو له دې فکر يوه ښکنځل جوړه کړې او مسلمانانو ته بنسټګر وايي.

موږ بايد ولې هر څه د اسلام په چوکاټ کې واچوو؟

په دې ليکنه کې نن پر دې بحث کيږي، چې موږ ولې بايد د خپل ژوند ټولې چارې د اسلام په چوکاټ کې واچوو؟ زموږ د دين د څوالسو پېړيو تعليمات دا دي، چې انسان بايد د ژوند په هر قدم کې د دين تابع وي.

موږ خو عقل لرو؟

د سيکولر رياست پلويان يا په ساده ټکو د بې دينه رياست غوښتونکي دا وايي، چې موږ خو دين او مذهب ته اړتيا نه لرو؛ ځکه چې موږ خو خپل عقل لرو او د همدې عقل په رڼا کې د خپلې مشاهدې او تجربې له مخې دا پرېکړه کوو، چې د دې زمانې اړتياوې او غوښتنې څه دي؟ او بيا کوم شيان زموږ په ګټه دي، چې له مخې بيا خپل اساسي قانون د همدې ګټو پر اساس جوړوو. د وخت په تېرېدو په همدې شيانو کې بدلون راولوو او د پرمختګ پر لور به مزل کوو.

ايا عقل وروستی معيار او تله ده؟

په يو سيکولر رياست کې عقل، مشاهده او تجربه وروستی معيار او تله بلل کيږي، اوس به دا وګورو، چې دا معيار څومره قوي او کامياب دی؟ ايا دا معيار د دې وړتيا لري، چې تر قيامته کومې ستونزې او پېښې رامنځته کيږي، دا عقل يې لارښوونه وکړي؟ ايا يوازې عقل، تجربه او مشاهده د دې وړتيا لري، چې موږ دې پرې باور وکړو او کامياب نظام دې ولرو؟

د علم اسباب؟

د دې ځواب لپاره موږ بايد دا وګورو، چې د هر نظام د قيام او ملاتړ لپاره د علمي حقايقو پانګه په کار ده او کوم نظام، چې علمي پانګه ونه لري، هغه په پښو نه شي درېدای او نه په بريالۍ توګه فعاليت کولای شي. الله تعالی د علم ترلاسه کولو لپاره انسان ته يو څو اسباب او اصول ښودلي او د هر يو سبب خپل ځای، حدود او مقام دی، تر کومه، چې دا اسباب کار ورکوي، بايد د علم په ترلاسه کولو کې ترې استفاده وشي، مګر کوم ځای کې، چې کار نه ورکوي، بايد هلته ونه کارول شي.

د علم لومړی سبب: پنځه حواس

د ساري په توګه، الله تعالی انسان ته د علم تر ټولو اول سبب ورکړی، هغه پنځه ظاهري حواس دي. سترګې، غوږونه، پوزه، ژبه او لمس. د سترګو په واسطه د ډېرو شيانو په اړه علم ترلاسه کيږي، د ژبې په واسطه هم د يو څه باره کې معلومات ترلاسه کيدای شي، د پوزې په واسطه بيا د بوی له لارې علم تر لاسه کيږي، د لاس په واسطه د لمس له لارې علم ترلاسه کيږي، د غوږونو په واسطه د اورېدو له لارې علم ترلاسه کيږي، مګر د دې پنځو حواسو يا د علم د لومړنيو اسبابو يو ځانګړی حد دی، له هغې وړاندې کار نه کوي.

د مثال په ډول سترګه ليدل کوي، مګر اورېدل نه شي کولای، غوږ اورېدل کولای شي، مګر بوی نه شي کولای.، پوزه بوی کش کولای شي، مګر ليدل او اورېدل نه شي کولای. که يو څوک دا ووايي، چې زه به خپلې سترګې پټې کړم او په غوږ به هر څه وينم ، نو خلک به دې سړي ته احمق او بې عقل وايي؛ ځکه چې ده خپل غوږ د هغه څه لپاره ونه کاراو، د څه لپاره چې جوړ شوی دی. که ده ته څوک ووايي، چې ستا دا هڅه چې غوږ دې خامخا ليدل وکړي، بې ځايه ده، نو دې وخت کې که دی فکر وکړي، که غوږ ليدل نه شي کولای، نو بيا خو بې کاره دی، د نړۍ ټول خلک به دې سړي ته احمق او بې عقل وايي. ځکه دی پر دې خبره نه پوهيږي، چې غوږ د کوم شي لپاره جوړ شوی د هغه کار لپاره يې نه استعمالوي، نو خامخا به د بل څه لپاره بې کاره وي.

د علم دويم سبب: عقل

موږ بايد دې خبرې ته فکر وکړو، چې الله تعالی د علم د اسبابو په توګه موږ ته پنځه حواس راکړي، مګر يو وخت او ځای کې بيا دا کار پرېږدي او موږ د علم بل سبب ته اړ يو، چې هغه عقل دی. په دې ځای کې، نه غوږ کار ورکوي، نه پوزه، نه سترګې او نه ژبه. دا هغه حالت دی، چې دا پنځه حواس په کې کار نه ورکوي په دې حالت کې بيا د عقل مقام او ځای دی.

د ساري په توګه زما مخې ته دا مېز پروت دی، په سترګو يې معلوموم، چې رنګ څنګه دی؟ په لاس يې اندازه لګيږي، چې له سخت لرګي جوړ دی، مګر دا نه شم ويلی، چې دا مېز څرنګه جوړ شوی دی. د دې خبرې ځواب نه سترګې راکولای شي، نه غوږ او نه پوزه. په دې وخت کې يوازې زما عقل ما ته دا لارښوونه کوي، چې دا مېز څنګه جوړ شوی دی. دا دومره ښکلی او پاک مېز په خپل سر داسې نه شي جوړېدای، د دې جوړوونکی به خامخا يو تکړه او با تجربه نجار وي د دې ښکلي مېز د جوړښت او ترکيب خبره زما ذهن ته د عقل په واسطه راغله، دلته، چې پنځه حواس کار پرېږدي، نو عقل د انسان لارښوونه کوي. عقل د علم او پېژندنې دوهم لامل او سبب دی.

د عقل د کار دايره او مقام

څرنګه، چې پنځه حواس تر يو ځانګړي ځای او مقام پورې کار کوي، له يو ځانګړي ځای او حد وروسته کار پرېږدي، همدا رنګه عقل هم له يو محدود ځای وروسته کار پرېږدي، له هغې وروسته يې کارول بې ځايه دي، بلکې د ګټې پر ځای تاوان کوي. د سم ځواب پر ځای منفي او غلط ځواب درکوي، نو دغه وخت کې بيا د علم يو بل سبب ته اړتيا ده، چې هغه ته «الهي وحي وايي»
نور بيا…

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د