تازه خبر: په تورخم کې دطالبانو په وسلوال برید کې دامریکايي ځواکونوسلګونه ټانګونه او پوځي موټر له منځه تللي
له جلال اباد نه په ورکړل شوي خبر کې ویل شوي نن سهار شپږ بجې دننګر هار ولایت په سرحدي ښار تورخم کې دامریکایي ځواکونو او سرحدي پولیسو پر پوځي مرکز او دموټرو پرتم ځاي دڅو تنو وسلوالو طالبانو له لوري پراخه حمله ترسره شوې ، له سیمې نه وروسته راپورونه وايي چې دامریکايي ځواکونو په پوځي بیس او دموټرو په تم ځاي کې ډیر لوي اور لګیدلی چې لوګي یې له ډیر لري لیدل کیږي،
همداراز اوس مهال هم دپوځي اډې په منځ کې دسترو چاودنو او ډزو اوازونه اوریدل کیږي.
طالبانو په خپله ویب پاڼه کې په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې ویلي چې ،په تورخم کې دامریکايي ځواکونو او داخلي عسکرو پرپوځي اډه ددوي څو تنو مجاهدینو چې سپکې او درنې وسلې او منفجره توکې ورسره وو ستره حمله ترسره کړې چې له امله یې ګڼ شمیر عسکر مړه او ټپیان شوي او په سلګونه ټانګونه او پوځي عرادجات له منځه تللي .
په خبر پاڼه کې ویل شوي اډې ته ننوتلي مجاهدین اوس مهال دامریکايي ځواکونو په بیس کې په جګړه بوخت دي .
په سیمه کې باخبرو سرچینو نن ټکي اسیا ته وویل چې په دې پوځي اډه کې پرامریکايي عسکرو او داخلي ځواکونو بر سیره دا اډه دسلګونو پوځي موټرو تم ځای هم وو.