fbpx

پروان: سرتېري بريدګر د امریکایانو کتار په نښه کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۱، ۱۳۹۵ل): نن تر غرمې وړاندې د پروان په بګرام کې د بهرنیانو کتار د سرتېري بريدګر هدف وګرځيد.

طالبانو د بريد مسوولیت منلی او ويلي يې دي چې ګڼو امریکايي عسکرو ته يې مرګ ـ ژوبله اړولې ده.

ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لنډ لیکلي پیغام کې ویلي چې پېښه نن سهار شاوخوا لس بجې د بګرام ولسوالۍ قلعه نصرو سیمه کې رامنځته شوه.

دوی د امریکایانو کتار مهم بللی او ويلي يې دي چې ملګري بريدګر يې درانه تلفات ور اړولي دي.

تر اوسه په کابل کې میشتو بهرنیانو د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ کابل ښار کې هم د یوناما دفتر پر ساتونکو برید وشو، یو يې وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د