fbpx

روزګان: دریو پولیسو خپل شپږ ملګري وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۱، ۱۳۹۵ل): د روزګان په چهارچینو ولسوالۍ کې د یوې امنیتي پوستو دننه دریو پولیسو خپل شپږ ملګري وژلي او تښتېدلي دي.

پېښه تېر ماښام د یادې ولسوالۍ په ساخر سیمه کې رامنځته شوې ده.

د روزګان د والي ویاند پېښه مني خو د جزییاتو په اړه يې څه نه دي ويلي، خو په سیمه کې د اربکیانو قومندان وايي چې بريدګر روغ وتلي دي.

د اربکیانو قومندان محمد هاشم وايي چې دغه پولیس له کندهاره د مرستې په تمه راغلي و، چې تېر ماښام پرې خپلو ملګرو برید وکړ دریو تنه شپږ تنه ووژل او پخپله په تېښته بريالي شول.

سرچینه وړاندې زیاتوي چې بريدګر د دوی له ساحې وتلي او وسله والو طالبانو ته ورغلي دي.

طالبانو تر اوسه د دې بريد په اړه څه نه دي ويلي، خو عموماً د دا ډول بريدونو مسوولت دوی مني او بریدګر خپل «نفوذي ملګري» معرفي کوي.

دا په داسې حال کې دی چې دوه ورځې وړاندې هم په دهراود کې د پوستې عسکر خپل دوه ملګري ووژل او په تېښته بريالي شو او تر هغه وړاندې د زابل په مرکز کې هم درې تنو اربکیانو خپل قومندان او د پوستې اته ملګري ووژل.

د پوځي شنونکو له قوله دا ډول بريدونه دې وروستیو کې ډېر شوي دي، چې بې له شکه يې د امنیتي ځواکونو په منځ کې بې باوري غښتلې کړې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د