افغانستان

پاکستان: امریکا په افغانستان کې ماته شوه

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۱، ۱۳۹۵ل): پاکستاني چارواکي وايي چې امریکا په افغان جګړه کې له پښو لوېدلې ده.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار د امریکايي چارواکو د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې امریکا په افغانستان کې سخته ماته خوړلې ده.

د امریکا متحده ایالات پاکستان ملامت بولي او وايي چې په افغانستان کې د جګړې ملاتړی دی.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار جنرال ناصر خان جنجوعه وايي چې امریکا په داسې څرګندونو سره پخپله ثابتوي چې په افغانستان کې يې ماته خوړلې ده.

د جنجوعه په وینا امریکا په پوځي برخه کې بشپړه ناکامه شوې ده.

د امریکا متحده ایالات په داسې حال کې پاکستان د افغان جګړې ملاتړی بولي، چې د همدې د جګړې له پیله د ناټو اکمالات او پوځي بريدونه له پاکستانه پیل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x