افغانستان

غور: د پسابند امنیه قومندان طالبانو سره جګړه کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۱، ۱۳۹۵ل): د غور امنیتي مسوولین وايي چې د پسابند ولسوالۍ امنیه قومندان د طالبانو په بريد کې وژل شوی دی.

د غور د امنیه قومندانۍ ویاند غلام مصطفی محسني وايي چې پېښه د جمعې شپه هغه مهال رامنځته شوه چې قومندان عبدالله خان د عملیاتو لپاره روان و.

د سرچينې په وینا قومندان عبدالله خان د طالبانو له کمین سره مخ او له ټپي کېدو وروسته يې سا ورکړه.

غلام مصطفی محسني وايي چې په دې جګړه کې يې درې طالبان هم وژلي او دوه نور ټپیان کړي دي.

طالبانو هم د پېښې پخلی کړی او ويلي يې دي چې قومندان عبدالله خان يې د هغه له دوو تنو ملګرو سره وژلی دی.

دوی د خپلو ملګرو د مرګ ـ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي، خو ويلي يې دي چې د یادې ولسوالۍ مرکز د دوی تر محاصرې لاندې دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x