
ناټو اور اخیستی – حبیب مجاهد
دا څو ورځې کیږي په افغانستان کې دناټو په لښکرو اور لګیدلی ، دغه اور یوازې یو ځل او په یوه سیمه کې نه دی بلکې ، په مختلفو سیمو کې یې لمبې پورته کیږي ، اور هم دپیټرولو او بینزینو اور دی ، چې ترهغو یې وژل ناممکن دي ترڅو په خپله نه وي صاف شوی .
دیرغلګرې ناتو په لمن لګیدلی دغه اور دفراه له فرارو دنه پیل شو ، طالبانو داګست په ۲۸ ماښام په دې سیمه کې دناټو دټانکرو په تم ځای راکټ وویشت ، چې ورسره ۴۰ په تیلو بارو ټانکرو اور واخیست ، له هغه وروسته دوه ځله پله پسې دمیدان وردګو په سیداباد کې دناټو ټانکرو ته اور واچول شو، دسیداباد وروستۍ پیښې د اګست په ۳۱ مه وه ، چې دناټو ۲۴ ټانکرو واخیست ، څرنګه چې د ټانکرو اور خورا ډیر دوام کوي شاید تراوسه هم په سیداباد کې په ناټو لګیدلې لمبې نه وي سړې شوي .
په داسې حال کې چې دسیداباد لمبې لا د ناټو په وجود بلیږي ، همدا نن سهار دننګرهار په تورخم کې یو ځل بیا دناټو په ټانګونو ، ټانکرو او قرارګاه باندې لمبې بلې شوي دي .
دجلال اباد په اړه خبر وایي چې سهار وختي څو تنو فدایانو دناټو په مرکز او تم ځای برید کړی ، دناټو ټانګونو او ټانکرو ته یې اور اچولی ، او وروسته یې جګړه پيل کړې ده ، خبر وایي چې یوې خوا ته دناټو تجهیزات او ټانګونه د تاوده اور په لمبو کې شټیږي ، او بله خوا فدایانو د امریکایانو په بیس برید پیل کړی دی ، چې سخت برید لا هم دوام لري .
د تورخم داور په اړه ویل کیږي چې دیرغلګرو په کاروان د لګیدلیو سختو اورونو له جملې دی ، چې تراوسه یې لسګونه ټانګونه ، پوځي موټر ، تانکر او نور تجهیزات سوزولي دي او لا هم ژبغړاندې لمبې وهي ، داسې فکر کیږي چې دتورخم اوربه دناټو په لمن ترډیره لګیدلی پاته شي ، او د ملیاردونو تجهیزات به له ځان سره ایره کړي .
دغه پله پسې جریانات ښیي چې په دې وروستیو کې په ناټو باندې دافغانستان په مختلفو سیمو کې یو داسې دوامدار اور لګیدلی چې یوه شیبه هم خاموشي نه پیژني ، که ناټو له یوځای څخه اور وژني ، نو په بل ځای یې لمبې پورته کیږي .
په سزاګانو کې ترټولو سخته سزا داور جزا ده او داسې ښکاري چې الله تعالی ناټو والو ته په دنیا داور جزا ورکوي ، داور په منځ کې دلویدلې یرغلګرې ناټو حالت که څه هم ډیر بد دی ، خو ښایي دچا زړه سوی جلب نه کړي ، ځکه دناټو په وجود بل چا پیترول نه دي پاشلي چې ظلم یې پرې کړی وي ، هغه تیل چې همدا اوس په کې ناټو سوزي دناټو خپل تېل دي ، چې دلته یې دنورو انسانانو د سوزولو لپاره راوړي وو ، شاعر وایي .
ته چې بل په غشو ولې هسې پوه شه
چې همدا غشی به ستا په لور ګوزار شي
الله تعالی له ناټو سره دجزاء من جنس العمل معامله وکړه ، ددوی خپل تیل یې ددوی او ددوی دکاروانونو دسوزولو او ابرو ریژولو لپاره سبب کړل .
همدا نن چې په تورخم کې دناټو له قرارګاه او تم ځای څخه کومې اسمانڅکې لمبې پورته کیږي ، طالبانو دومره تیل نه درلودل چې د خپل دښمن وجود ته داسې اور واچوي ، الله تعالی دمغرورو یرغلګرو په خپلو تیلو او وسائلو ددوی ابرو ورژوله او دمسلمانانو زړونه یې پرې یخ کړل ، نن چې په تورخم کې دامریکا له پوځي اډې کومې لمبې پورته کیږي ، د ډيرو مظلومو افغانانو زړونه به ورباندې یخ شي ، هوکې داداسې اور دی چې کفر سوزوي خو دمسلمانانو زړونه یخوي .