نړۍ

ناڅرګند بریدګر په څو ډزو سپینه ماڼۍ وتړله

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۱، ۱۳۹۵ل): د سپينې ماڼۍ امنيتي ځواکونو هغه شکمن بريدګر ټپي کړ، چې سپينې ماڼۍ ته څېرمه يې ډزې وکړې.

د امريکايي استخباراتو اداره وايي، چې امنيتي ځواکونو وروسته له هغې يو وسله لرونکی ځوان ټپي کړ، چې سپينې ماڼۍ ته څېرمه يې ډزې وکړې او له پېښې وروسته د سپينې ماڼۍ دروازې د هر ډول تګ راتګ لپاره تړل شوي دي.

امريکايي رسنۍ د چارواکو له قوله وايي، چې امنيتي ځواکونو دغه بريدګر ته امر وکړ، چې ځان تسليم کړي او وسله وغورځوي، مګر نوموړي د امنيتي ځواکونو امر بابېزه وباله.

د چارواکو په وينا ټپي شوی بريدګر دمګړۍ تر درملنې لاندې دی او په دې اړه به ترې نورې پوښتنې وشي.

ولسمشر بارک اوباما دغه مهال په سپينه ماڼۍ کې نه و او مرستيال ولسمشر جو بايډن خوندي ځای ته لېږدول شوی دی.

راپورونه وايي، چې د سپينې ماڼۍ دننه هېڅوک هم نه دی ټپي شوی، بارک اوباما ته د پېښې په اړه خبر ورکړای سو او له پېښې وروسته سپينه ماڼۍ هم وتړل شوه.

د سپينې ماڼۍ امنيتي ساتونکي وايي، چې د پېښې له ځايه يې د بريدګر په ګډون يو شمېر کسان د څېړنو لپاره نيولي او په دې اړه ترې پوښتنې ګروېږنې روانې دي.

امنيتي سرچينې وايي، چې د لومړنيو څېړنو له مخې دا پېښه له «ترهګرۍ» سره اړيکه نه لري.

دا لومړی ځل نه دی سپينې ماڼۍ او نورو مهمو دولتي ودانيو ته څېرمه د ډزو اوازونه اورېدل کيږي، چې له امله يې د امنيتي ځواکونو په وړتيا نيوکې او شکونه زیات شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x