افغانستان

کندهار: طالبان وايي د ملي امنیت فعال غړی يې وژلی

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۱، ۱۳۹۵ل): طالبانو د کندهار په عینو مېنه ښارګوټي کې د هدایت الله صوفوال په نوم یو تن وژلی دی.

د کندهار د والي ویاند وايي چې پېښه نن تر غرمې وړاندې وشوه او بریدګر په تېښته بریالي شول، خو په وينا يې پلټنې يې روانې دي.

صمیم خپلواک وايي چې هدایت الله کومه دولتي دنده نه درلوده او په وینا قومي مشر و، خو طالبان وايي چې نوموړی د ملي امنیت فعال غړی و.

هدایت الله صوفوال چې یو ورور يې د بهرنیانو ژباړن او تېر کال د طالبانو په چاودنه کې ووژل شو، د شاولي کرزي د دفتر چارې هم پر مخ وړلې.

که څه هم طالبانو د بريد مسوولیت منلی دی، خو ځینې سرچینې وايي چې نوموړي شخصي دښمني هم درلودله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x