ورزش

افغانستان د حبیب بانک لوبډلې ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۱، ۱۳۹۵ل): د افغانستان د کرکټ بورډ پرمختیايي لوبډلې او د پاکستان د حبیب بانک لوبډلې تر منځ ټیسټ لوبه روانه ده چې نن يي لومړی اننګز پای ته ورسید.

دغه لوبه د مې میاشتې په ۱۸مه پیل شوې وه. د حبیب بانک لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره د توپ وهنې پریکړه وکړه چې د افغانستان کرکټ بورډ پرمختیايي لوبډلې لپاره د یو ستر هدف په ټاکلو بریالي شول.

د حبیب بانک لوبډلې په ۹۳.۳ اورونو کې خپل نهه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د امام الحق او نعمان انور سلیزو په مرسته ۵۰۷ منډې جوړې کړې او د افغانستان لوبډلې ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه.

د حبیب بانک لوبډلې لپاره نعمان انور ۱۳۰، عمران فرحت ۸۵، رمیز عزیز ۴۵، محمد وقاص ۳۲، او حسن رضا ۲۶ منډو جوړولو سره ښه وځلیدل. امام الحق ۱۳۱ منډو جوړولو سره د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د افغانستان لپاره ظاهر خان پیاوړې او حیرانوونکې توپ اچونه وکړه. ظاهر خان خپل ۳۰.۳ اورونو کې د سیالې لوبډلې شپږ لوبغاړي په سوځولو بریالی شو. جاوید احمدي او عبدالله عادل یوه یوه ویکټه واخیسته.

په ځوابي توپ وهنې کې د کرکټ بورډ پرمختیايي لوبغاړو هم پیاوړې توپ وهنه وکړه. د افغانستان لپاره ناصر جمال او جاوید احمدي تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.

په ځوابي توپ وهنې کې افغانستان د ناصر جمال، جاوید احمدي، افسر ځاځی او رحمت شاه غوره توپ وهنې په مرسته په ۱۸۲.۳ اورونو کې ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۶۱۵ منډې جوړې کړې.

د افغانستان لپاره ناصر جمال په ۳۴۰ توپونو د ۲۲ څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۲۰۵، جاوید احمدي په ۲۵۲ توپونو د ۱۹ څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۱۴۹، افسر ځاځی په ۱۴۳ توپونو د نهو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۸۵ او رحمت شاه په ۱۸۰ توپونو د شپږو څلوریزو په مرسته ۸۰ منډو جوړولو سره ښه وځلیدل.

د حبیب بانک لوبډلې لپاره احسن جمیل درې، عثمان خان دوه او الطاف احمد، رمیز عزیز، حسن رضا او امام الحق یوه یوه ویکټه واخیسته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x