afghan kills american

دویم تعقیب: طالبان وايي د بګرام پېښه کې يې ۱۵ امریکايي عسکر وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۱، ۱۳۹۵ل): نن تر غرمې وړاندې د پروان په بګرام ولسوالۍ کې د بهرنیانو د پوځي موټرو پر کتار سرتېری بريد وشو.

د بګرام ولسوالۍ ولسوال عبدالشکور قدوسي وايي چې نن سهار شاوخوا لس بجې یو سرتېري بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر د بهرنیانو له ټانګونو سره وجنګاوه.

هغه وايي په قلعه نصرو سیمه کې د پېښې ځای د بهرنیانو تر محاصرې لاندې ده او دوی ته د ورتګ اجازه نشته، ځکه خو له تلفاتو هم معلومات نه لري.

طالبانو د برید مسوولیت منلی او په تازه معلوماتو کې يې ويلي، چې په یاد برید کې يې د بهرناینو پنځه ټانګونه ویجاړ کړي او ۱۵ بهرني عسکر يې وژلي دي.

دوی وايي چې برید د رحمت الله هلمندي په نوم د دوی ملګري کړی او په سراچه ډول موټر کې يې شاوخوا ۳۵۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي و.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې په پېښه پر پنځلسو وژل شویو عسکرو سربېره ګڼ نور مرګوني ټپيان شوي دي، دوی د بهرنیانو له لوري د سیمې محاصره کول د هغوی وارخطايي بللې او ويلي يې دي چې دې بريد ورته سخت ټکانونه ورکړي دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د