افغانستان

اشرف غني قطر ته لاړ

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۱، ۱۳۹۵ل): د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني د شنبې په ورځ له کابل څخه په دوه ورځني سفر د قطر هیواد په لور وخوځېد.

د ارګ مرستیال ویاند «سید حسین مرتضوي» وايي چې اشرف غني به د قطر هیواد له مشرانو او په دې هیواد کې مېشتو افغان سوداګرو سره وګوري.

دغه راز له ارګ څخه په خبرې شوې مطبوعاتي خبرپاڼه کې راغلي ولسمشر اشرف غني به په قطر کې د «ثبات او هوسايي د ټولو لپاره» تر نامه لاندې دایره شوې ناسته کې ګډون او وینا وکړي.

ارګ وايي چې ولسمشر به د دوه ورځني سفر په لړ کې د قطر له امیر تمیم بن حمد ال ثاني او لومړي وزیر عبد الله بن ناصر ال ثاني سره هم وګوري.

له نوموړي سره په دې سفر کې د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر، د ښار جوړولو وزیر سید سعادت منصور نادري، د کرهڼې وزیر اسد الله ضمیر او یو شمېر نور لوړپوړي چارواکي ملګرتیا کوي.

که څه هم د ارګ مطبوعاتي سرچینو د ولسمشر د سفر په اجنډا کې د سولې خبرو ته اشاره نه ده کړې، خو د سیاسي کارپوهانو په باور، ولسمشر اشرف غني به له قطر هیواد څخه وغواړي چې طالبان مذاکراتو ته حاضر کړي.

سیاسي کارپوه احمد سعيدي دا احتمال لرې ګڼي چې ولسمشر اشرف غني په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له غړو سره مخامخ وګوري خو زیاتوي چې ولسمشر به د دغه هیواد له مشرانو وغواړي چې د سولې بهیر ته د طالبانو په هڅولو کې مرسته وکړي.

ښاغلي سعیدي وايي: «هدف دا نه دی چې ولسمشر اشرف غني له طالبانو سره وویني، بلکې قطر ته یو سفارش کوي چې د پاکستان پر ځای دې هڅه وکړي چې طالبان له افغان حکومت سره جوړجاري ته وهڅوي”.

ولسمشر اشرف غني په داسې حال کې قطر ته ځي چې د څلور اړخیزو غونډو پنځمه ناسته د طالبانو له ګډون پرته تېره اونۍ بې له کومې لاسته راوړنې پای ته ورسېده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x