fbpx
SartajAziz-1393934731-429-640x480

سرتاج عزيز: پاکستان پر طالبانو کنټرول نه لري

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۱، ۱۳۹۵ل): د پاکستان صدر اعظم نواز شريف د بهرنيو اړيکو سلاکار سرتاج عزيز وايي، چې طالبانو د څلور اړخيزو ناستو له مخې د سولې بهير کې د ګډون بلنه نه ده منلې او افغان حکومت بايد د «د يو مسوول جهت» په توګه طالبانو ته مثبت پيغام ولري.

سرتاج عزيز وايي، چې ځينې هېوادونه دا ګومان کوي او د خپلو رسنيو له لارې هم دا خبرې کوي، چې پاکستان پر طالبانو بشپړ کنټرول لري او له همدې امله له پاکستانه غوښتنې کوي، چې طالبان دې د خبرو مېز ته کينوي، مګر ځمکني حقايق د دې خلاف دي او په دې اړه بايد له پاکستان څخه له توقع زياتې غوښتنې ونه شي.

له تېرې اوږدې مودې راهيسې افغانستان او امريکا پر پاکستان فشار راوړي، چې طالبان د خبرو مېز ته کينوي، مګر تر اوسه پاکستان پر دې نه دی بريالی شوی.

وړمه ورځ اسلام اباد کې د څلور اړخيزې ناستې پنځمه غونډه وه. په دغه ناسته کې امريکا، چين، پاکستان او افغانستان پر دې ټينګار وکړ، چې طالبان بايد د سولې خبرو کې د ګډون لپاره ځانونه تيار کړي.

طالبانو په خپلو رسمي څرګندونو کې ويلي، چې دوی د امريکا په منځګړيتوب د سولې په خبرو کې ګډون نه کوي.

طالبان ټينګار کوي، چې امريکا او افغان حکومت په خوله د سولې خبرې کوي او عملا د جګړې لپاره هڅې کوي، «نو په داسې حال کې د سولې په خبرو کې ګډون د وخت د ضايع کولو په معنا دی.»

طالبان په دې اند دي، که هر څوک د سولې په اړه خبرې کول غواړي، نو بايد قطر کې د دوی د سياسي دفتر له استازو سره وګوري.

تېره مياشت، چې طالبانو ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه د ملي امنيت پر لسم رياست خونړی بريد وکړ، له هغې څو ورځې وروسته ولسمشر غني د ملي شورا ګډې ناستې ته په خپلو خبرو کې طالبانو سره د سولې بهير د درولو اعلان وکړ او زياته يې کړه، چې له دې وروسته له پاکستان څخه د سولې هيله نه لري او ټيڼګار يې وکړ، چې پاکستان بايد له خپلې ژمنې سره سم د طالبانو پر ضد پوځي عمليات وکړي او له خپلې خاورې يې وباسي.

د افغانستان او سيمې د چارو څارونکی او ژورنالېست طاهر خان نن ټکی اسيا سره په خپله مرکه کې وويل، ولسمشر غني، چې اوس کومه خبره کړې، بايد دا يې پخوا کړې وای او طالبانو سره د خبرو اترو لپاره يې د هغوی له سياسي دفتر سره مخامخ خبرې پيل کړې وای.

طاهر خان وايي، چې ځينې کړۍ دا نيوکې کوي، چې د طالبانو سياسي دفتر په پردي هېواد کې دی، نو دوی بايد دا خبره هم په ذهن کې ولري، چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي حکومت د جرمني په بون کې جوړ شو، له هغې وړاندې د مجاهدينو حکومت هم په اسلام اباد کې جوړ شوی و.

طاهر خان په دې اند دی، چې افغان حکومت بايد د خپل مسووليت له مخې د سولې لپاره رښتينې هڅې وکړي او په دې اړه له پاکستان او نورو هېوادونو څخه له اندازې زياتې غوښتنې ونه کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د