افغانستان

سرور دانش: د تېرو ۱۵ کلونو لاسته‌راوړنې حتی د سولې په بیه هم د معاملې وړ نه دي

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۱، ۱۳۹۵ل): د ولسمشر اشرف غني دوهم مرستیال محمد سرور دانش ویلي چې د تېرو پنځلس کلونو لاسته راوړنې حتی د سولې په بیه هم د معاملې وړ نه دي.

سرور دانش چې د ښځو په اړه یوې غونډې ته یې وینا کوله وویل چې جنګ او تاوتریخوالي پر مهال نه عدالت تامینیږي او نه هم د قانون د حاکمیت او عدالت د تامین لپاره زمینه برابریږي.

هغه که څه سرور دانش د امنیت تامینیدل، د عدالت او د قانون حاکمیت، د ښځو حقوقو تامینول، د افغانانو د رفاه او سوکالۍ لپاره اړین وبللو، خو ویل یې چې د بیان ازادۍ، دموکراسۍ، ټولټاکنو، بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو د حقوقو په برخه کې د تېرو ۱۵ کلونو لاسته‌راوړنې په هېڅ صورت او حتی د سولې په بیه هم د معاملې وړ نه دي.

شننونکي وايي چې روانې جګړې ټول افغانان اغېزمن کړي خو تر ټولو ډير زیان يې پښتنو ته اوښتی دی. پښتانه جګړې له تعلیم او ارام ژوند بې برخې کړي دي او تر هر چا زیات ځاني او مالي تلفات ور اوښتي دي.

دوی وايي چې د سرور دانش قوم هزاره چې نوموړی یې په حکومت کې استازیتوب کوي، له هر ډول جګړې او تاوتریخوالي خوندي پاتې شوی دی او له همدې کبله نوموړی د سولې پر سر معاملې ته تیار نه دی.

مدني فعالان وايي چې په حکومت او د حکومته بهر ډيری هغه کسان د سولې د بهیر سره کلک مخالفت ښيي چې خپلې ګټې په بې امنیتۍ او جګړه کې خوندي ګڼي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Ghani

کشکی ددغو مثبتو لاسته راوړنو نوم واخلی ، او که د هغه هدف به منفی کړنی او لاسته راوړنی وی ، بیا سمه وایی ، ځکه استثمار له بی عدالتیو ، بی امنیو ، فساد او وینو تویولو غیره امکان نه لری . سرور دانش او ملګری یی غواړی له دی طلای جانس پوره ګټه تر لاسه کړی .

Shir Ali Safi

د سرور دانش دا ډول خبری چی سوله نه غواړی کاشکی چی د ده کوم زوی لور او یا ښځه هم د جنګ جګړی قربانی شی بیا به د سولی په ارزش پوه شی او چی بچی یی فرانسه کی وی نو بیا خو هیڅکله هم سوله نه غواړی

احمد

د سرور جهل لپاره د تیرو ۱۵ کلونو ځینې لاسته راوړنې دادي: په دولت کې په لوړو بستونو کار کول او د هر یوه ریس جمهور سره په هره دوره کې لږ تر لږ یو معاون د ډیرو ولایتونو حتی پښتون میشتو ولایتونو څخه پارلمان ته راتلل، ځکه پښتون رایه ورکول عیب، عار او کفر ګڼي. د بشري حقونو او مدني ټولنو فعالین یوآځې هزاره قوم پاتې کیدل په هرات او کابل کې د ایران لخوا په منظمه توګه او سیستماتیک پلان له مخې د هزاره ګانو میشت کیدل د دین پر شاته کولو سره د خارجیانو سره اړیکې او… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x