نظــر

واقعیتونه تری دی لاهم تر خه دی

دافغانستان جمهور ریس محترم حامد کرزی په هیواد کی دطالبانو  وروستنی عملیات چی په دغو عملیاتو کی یی  بهرنیو ځواکونوته پوره مرګ ژوبله اړه ولی په کلکه وغندل اوزیاته یی کړه چی طالبان په دی وروستیو کی دومره ضعیف شوی چی دعامو خلکو وژنو ته یی ملاتړلی همداراز جناب کرزی دطالبانو نظامی قوماندانانو ته په ګوت  نیونی سره وویل چی ددغه شان جنایتونو په تر سره کولو سره به دخلکو له کرکی او نفرت او له الهی غذاب پرته بل څه د دوی په برخه نه شی اودافغانستان د  مسلمان ملت په وړاندی به ځواب ورکونکوی وی.

جناب کرزی صیب ګپه به سره کوو خوا به نه  بده وودعامو بیګناه خلکو وژنه داکه طالب تر سره کوی که یی امریکا یان تر سره کوی او که یی ستا لنډه غر تر سره کوی زه یی هم درسره په یوه اواز غندم خو ابله  ورځ چاراته کیسه کوله او ویل یی کله چی یو انسان قدرت ته ورسیږی نو شیطان یی  یولاس په ستر ګو اوبل لاس په غوږونوورکیږدی په دی وخت کی نه حق وینی اونه هم حق اوری دملګری دی خبری خوند راکړ او اوتومات می ته سترګو ته جګ ودریدلی جناب کرزی صیب درته یاد به وی چی په ۱۳۸۰ کال کی دی  دیوه مشروع نظام په مقابل کی  چی ستا دهیواد له اصیلو بچیانو  تشکیل شوی وو څنګه دی نړیوال استکبار ورته حشر کړ نه تنها چی  دا مشروع نظام چی په هیواد کی دظلم اووحشت په مقابل کی دخلکو له منځه را ټوکید لی وو له منځه یووړ اورسره ازاد هیواد دی دشاه شجاع په شان دنړی وال استکبار منګولو ورواچاوو. تا په خپله وینا کی طالبان دپردیو غلامان بللی وو اوس په ایما ووایه چی ته غلام یی که طالب.  

کرزی صیب  دهغو مندو او پلرونو اوښکی هم درته یادیږی  چی په ۱۳۸۰ کال کی  یی ستا دبی پیلوټه الوتکو دړندو بریدو نو په نتیجه کی خپل بچیان له لاسه ورکړل اولا اوس یی هم ورکوی اوس ووایه چی ته به په الهی عذاب اخته کیږی که طالب.

کرزی صاحب داهم مه هیره چی دکفر په لمسون دی له تروریزم سره دمبارزه په بهانه ددی هیواد علمی ډیوی مړی کړی اوډیر علما دی د خدای د د ین دتطبیق په  جرم  شهیدان او بندیان کړل ډیری خو لااوس هم ستاپه زندانونو کی دوحشی کمونستانو شکنجی زغمی ګوره پام کوه  ډیر یی مه ځوره وه داد امام بخاری ُ ترمیذی ُ او ابو داود شاګردان دی.  نه یم خبر چی ته به امام بخاری ُ ابوداود ُ یا ترمیذی پیژنی که نه ؟ که نه یی پیژنی درسره کوڅه ډ ب ملایان ناست له هغوی څخه یی  دعلمیت اواثارو په باب پوښتنه وکړه.

پښتانه خو  دی هم له طالب سره دمرستی په تور ښه پاخه وټکول د تعلیم اوملی مشاکت حق دی تری واخست مکتبونه دی وروسوزول د پارلمانی انتخاباتوپه مهال  کی دی ددوی سیمی ناامنه کړی ترڅو درایو د اچولو حق ادانکړی .

ګرانه کرزی صیب تا خود دملالی دپت پړونی دسرو انګریزیو په سر ورواچا وو اود وزیر محمد اکبرخان او غازی امان الله دویاړونو میډالونه دی دسرو صلیبیانو په سینو ور وټومبل .  کرزی صیب دا هم مه هیره وه چی تیره ورځ ببرک کارمل هم  زمونږ دویاړونو میډالونه روسی حرامیانو ته ډالی کول خو اخر د روسانو له  لوری دومره ذلیل شو چی د مسکو ابو ته یی په حیرتانو کی ساه ورکړه . خدای خبر چی ته دنیویورک اوبو ته چیری بستره وا چوی .

جناب کرزی صیب دملت په وړاندی به دطالب دا جرم درسره منم چی د نه امکاناتو په وجه یی تلویزونی نشرات او دښځو تعلیم وځنډاوو خوکه الهی حدود ته بیا  ظلم اودبشر دحقوق په خلاف عمل وایی نودا طالب ظلم نه بلکی الهی قانون وو او که الهی قانون هم تاسو  ظلم اود بشر په حقوقو تجاوز ګڼی نوداوار مهربانی وکړه خپل قره قولی په میز کیږده ازبکی دی هم په میخ وځړه وه او په خپله عقیده دی فکر وکړه

جناب کرزی صاحب  په اوس مهال کی دخپلو پولیسو اولوچکو اربکیانو له کړو وړو څخه هم  خبر چی  په مظلوم اولس یی څه ناتارجوړ کړی  په کابل اولایاتو کی دی  کله هم  خپلواداروته سر ورښکاره  کړی چی ستا  دفاسدی اداری لیوان څنګه دمظلوم غوښی خوری.

کله  هم له خپلو معاوینینو اوویزرانو څخه دی پوښتلی چی  وروره ته  خو خالی لاس راغلی وی داپیسی اودارایی دی له کومه کړه چی اوس دی نړیوال تجارت پری شروع کړی.
ایا ته په دی  خبر یی چی یو زیات شمیر  تلویزونی شبکی د اخلاقی فساد دترویج لپاره او زموږ دمعصوم قشر ( ځوانانو ) دبی لاری کولو په موخه   یی سرمایه ګذاری کړی اوعملا ستاد هیواد بچیان په اخلاقی ناروغیو اخته کوی .
جناب کرزی صیب داده تاریخ فیصله چی ستا اویا طالب په بابه یی صادره کړی ما صرف مسخری در سره وکړی واقعتونه تر دی لاهم ترخه دی .

رحمت الله فيضان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x