نظــر

حکمتیار به په خپلو پوځي وسائلو څه کوي؟!

معين احمد (خروټى)

د تیرې پنجشنبې په ورځ کورنیو رسنیو د ښاغلي ګلبدین حکمتیار او ملي یووالي حکومت ترمنځ د سولې په تړاو ترتیب شوي هوکړه لیک متن خپور کړ.

په یاد هوکړه لیک کې چې پر یوې مقدمې سر بیره په (۳) فصلونو او (۲۵) مادو کې ترتیب شوی د جانبینو د مسؤلیتونو او مکلفیتونو پوره وضاحت شوی دی .

خو یوه مهمه موضوع چې ښايي په راتلونکي کې هم خپله د هوکړه لیک د جانبینو او هم په مجموع کې د ټول هیواد لپاره لویه ستونزه ایجاد کړې هغه د حزب اسلامي د پوځي وسائلو او نظامي مهماتو نامعلوم برخلیک دی چې په تر سره شوې هوکړه لیک کې یې په اړه هیڅ نه دي ویل شوي.

دا ښکاره خبره ده چې حزب اسلامي ته د پخواني شوروي اتحاد د جهاد په مهال د نورو جهادي تنظیمونو په پرتله ډیر پوځي تسلیحات او نظامي امکانات ورکول کیدل .

د طالبانو د حاکمیت په مهال چې هغوی د هیواد له اکثرو تنظیمي ډلو څخه وسله ټوله کړه هم د حزب وسله او امکانات له هغوی سره محفوظ پاتې شول.

د طالبانو تر سقوط وروسته چې امریکایانو د ډي ډي آر (بي وسلې کولو) پروګرام پیل کړ او د پیسو په مقابل کې یې له پخوانیو تنظیمي وسله والو څخه خپلې وسلې او مهمات راټول کړل هم د حزب اسلامي وسلې او نظامي مهمات ټول له هغوی سره خوندې پاتي شول او د حزب اړونده قومندانانو هیچ چیرې هم خپلې وسلې نه وسپارلې.

اوس پوښتنه دا ده چې د حزب اسلامي او ملي یووالي حکومت ترمنځ د یوې سلمي تفاهمنامې په ترڅ کې توافق شوی چې ښاغلی حکمتیار به د حکومت لخوا د ورکړل شوي قضايي مصؤنیت په سیوري کې په هیواد کې خپل سیاسي فعالیت پیلوي ، نو د نوموړي د ګوند د پوځي مهماتو او اړونده جنګي وسائلو برخلیک به څه وي؟

ځکه دحزب اسلامي د پوځي فعالیت او د هغه د پوځي تشکیلاتو د انحلال په اړه د یاد هوکړه لیک په په اتلسمه او نولسمه ماده كې داسې وضاحت شوی:

اتلسمه ماده:
«د سولې عالي شورا او د افغانستان اسلامي حکومت له لوري د دغې هوکړې له رسمي اعلانه وروسته به اسلامي حزب رسماً اعلان کوي، چې د هېواد لوړو ګټو، جګړې ختمولو او تل پاتې سولې او ټیکاو لپاره به اسلامي حزب د مهم سیاسي ګوند په توګه فعالیت کوي، د هېواد اساسي قانون به مني او تلپاتي اوربند ته به غاړه ږدي، هر ډول نظامي کړنې به پریږدي او خپل وسله وال تشکیلات به له منځه وړي. هغه زندانیان چې له اسلامي حزب سره دي په ممکن لږ وخت کې به یې د افغانستان حکومت ته سپاري.»

نولسمه ماده:

«اسلامي حزب ژمن دی، چې د دغې هوکړې له اعلانه وروسته به اسلامي حزب اعلان کوي، چې له هېڅ یوې ترهګرې یا غیرقانوني وسله والې ډلې سره کومه اړیکه نه لري او نه یې هم ملاتړ کوي.»

د اوربند منلو له مفهوم څخه هم دا جوتیږي چې حزب اسلامي تر دې وړاندې د حکومت په مقابل کې په پوځي فعالیت لګیاوو اوس چې نوموړي د همدې هوکړه لیک ترمخه د اوربند په منلو سربیره د هرډول نظامي فعالیت پریښودلو او خپلو پوځي تشکیلاتو منحل کولو ته تیاری ښودلی نو د نوموړي د پوځي تشکیلاتو اړوند پوځي مهماتو برخلیک به څه وي؟ ایا هغه به د حکومت د فاعي او امنیتي مراجعو ته سپاري او که به یې له خپل ځان سره ساتي؟

که چیري هغه وسپاري او خپل افراد د ملي یووالي حکومت په دفاعي او امنیتي ارګانونو کې مدغم کړي خو ښه خبره ده ، او که د خپلو پوځي تشکیلاتو تر انحلال وروسته همدا وسلې او پوځي مهمات د حزب اسلامي اړوند کسانو په واک کې پاتې شي نو کیدای شي داکار په هیواد کې پرشته امنیتي ستونزو او د غیر مسؤلو افرادو پر موجودیت سربیره د یوه بل امنیتي بحران زیږولو لامل وګرځي.

ځکه دا کسان چې د حزب اسلامي د پوځي تشکیلاتو برخه دي د یادو تشکیلاتو په منحل کیدو سره به همداسې بي برخلیکه پاتې کیږي او هغوی به د غیر مسؤلو افرادو په حیث په ګډوډي او اخلالګري لاس پوري کوي چې له امله به يي امنیتي ستونزې ډیریږي.

دا یوه مهمه موضوع ده چې باید سر له اوسه هم د حزب اسلامي مشرتابه او هم د ملي یوالي حکومت په ډیر غور سره ورته توجه وکړي ، کنه خدای مکړه بیا به په کابل او د هیواد په نورو ولایتونو کې د خپلمنځي جګړو او د نوییمې لسیزې خونړۍ پیښې تکراریږي او هیواد او ولس به داځل د سولې په نوم تر سره شوي تفاهمنامې په پلمه د بل بحران ښکار کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
11 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوفان طوطاخیل

هغه مجاهدین چې تراوسه یې دحکومتیار صیب سره کارکول ، اوس به نو حقیقت ښه ورته څرګند شوی وي چې انجینرصیب څنګه کارنامي وکړي ، باید خپلي وسلې اوټول شته امکانات دهیواد ريښتوني بچیانو داسلامي امارت مجاهدینوته تسلیم کړي او له هغوی سره ملګري شي ، ترڅو یې ګټلی اجر له لاسه نه وي وتلی او دجهاد ثمره یې نه وي ضایع شوي

الحاج استا ذ بیانزی

حکومتیار د ع او غ د دوزه سری حکومت په شان ( چه یو د شمال او بل د جنوب په شکاره نمایندګی کوی ) د نزدی راتلونکی خپل منځی جنګو دوهمه مقدمه یا وسیله ده ، د دوستم او عطا نور لاس اچونی یی بله مقدمه او وسیله ده او داسی نوری ډیری وسیلی جریان لری او څه په لیاره دی ، د بری او سولی هڅی هم په لیاره دی که نتیجه ورنکړی د خپل منځی جنګو باید منتظر او شاهدان اوسو مننه

همت خان

لکه څرنګه چې ګڼو ښاغلو لیکوالانو اندیښنه ښکاره کړی چې کیدای شی د حکمتیار له فوځی ځواک څخه به د طالبان په ضد کار واخیستل شی، زه هم اندیښمن یم چې کیدای شی د پردی ترشا داسی معامله شوې وی چې د نوموړی فوځی قطعات او کسان (ټوپکماران ) به د اردو او پولیسو تر نامه د طالبان پر ضد د جګړې په لومړۍ لیکه کی به ځای پر ځای کیږی، لکه چې په مطبوعاتو کی خبر خپور شو چې د کابل اداری په بیړنۍ توګه اته فوځی پوستی په بغلان ولایت کی په خط اول کی د حزب اسلامی… نور لوستل »

غوربندی

د لیکوال لیکنی ته په تول احترام سره زما دا نظر دی چی حزب اسلامی سره د وسلو او مهماتو په نوم هغه هم د تیر جهاد د میراث په توگه، یو پوچک هم نشته او نه ورسره په لاندی دلایلو پاتی دی: اول: د نجیب گاو د حکومت له سقوط سخه نیولی بیا د کورنیو جگرو په اوژدو کی د وسلو أو مهماتو د خرید أو فروش تود او خورا وسیع کاروبار روان وو. دوهم: طالبانو د خپل ظهور په مهال د حزب اسلامي د جبهاتو په اره تر کافی هم زیات معلومات او راپورونه لرل، چی له مخی… نور لوستل »

Shir Ali Safi

حکمتیار صیب چی کله د استاد ربانی دنیم ژواندی حکومت سره یوځای شو نو بیا یی د ګوتو په شمار ورځی پاتی وی او د زوال وخت یی رانژدی شو وو او اوس هم چی لدی نظام سره یی د یو ځای کیدو اراده کړیده لکه چی ددی نظام هم دزوال علامه وی

خیرخواه

حکمتیار ته د وسلو ورپریښودل یو پلان شوی سازش دی . د کابل او حکمتیار ترمنځ د سولې په هوکړه لیک کې د هغه د وسلو او عسکري مهماتو خبره مبهمه پاتې کیدل یو عمدي عمل دی . حکمتیار به حتما له خپلو ټولو وسلو او مهماتوسره له حکومت سره یوځای کیږي ، خو جنګیالي به يي مسلح وي ترڅو هم خپله د حکومت په داخل کې چې وار له مخه په اسهامو ویشل شوی نوره تفرقه اضافه شي او هم په ولایتونو کې په تیره په شمال کې د پښتنو د دفاع په پلمه نوموړي ته د داخلي جګړو… نور لوستل »

حنيف

یره خیر خواه صیب منم دی، دیر قوی تحلیل دی کری.

ساحل

د ټولو تر مخه نوموړې ليکوال په خپل ذهن هڅه کړې چې امریکايانو او د افغانستان ادارې ته دا راز ورکوي لکه هغه ليوني ته چا ويل چې هغه ډانګي ته دې خیال نه شي، خو د حزب اسلامي ځيرکه او مخلصه مشرتابه هيڅکله له دې غافل نه دي، او ان شاء الله داسې لارې به وسنجوي چې شیطانان او د هغوی دوستان به ورته حيران وي، مونږ له خپلې مخلصې او وفادارې او ایماندارې مشرتابه مطمئن ؤ، مونږ هيڅکله د یو منظم، مترقي تنظيم باندې شړيدلي او شواړ تنظیم ته ترجیح نه ورکوو، هو، که چېرته حزب اسلامی افغانستان… نور لوستل »

غوربندی

ساحل صاحب زه خپله حزبی اسلامی کی وم او اوس هم دا د عار نوم او انتساب راپوری دی، ستاسو د معلوماتو لپاره ما د حزب اسلامی مربوط سيد جمال الدين لیسه او اسلامی پوهنتون کی زده کری کری دی، او د حزب اسلامي له هستی نه نیولی تر پوستی او پاتک پوری تول له نیژدی پیژنم. ته خو اوس پریژده هغه شل کاله مخکی چی طالب له تول افغانستان سخه حزبیان جمع أصحاب شرهم و فسادهم جارو کرل ما شانته خلکو یی ملاتر وکر أو ستاسو فاتحه مو واخیسته اوس چی حزب اسلامی د پخوا په نسبت نه تنها… نور لوستل »

Sayed Mohammad Momand

په افغانستان کی خو دیر داسی تنظمیونه او ډلی شته چی خپلی وسلی یی دولت ندی تسلیم کړی او دی دی دی ار پروګرام خو هسی په نوم وو هر چا هغه وسل ورکړی چی هیح کار یی نه کولو نو دا به دیره ښه خبره وی چی د نورو ډلو د وسلو ټولولو په هکله هم یو لیکنه وی جناب لیکوال صیب که ستا سودا دی ته ده چی ولی حکمتیار صیب د سولی پروسی سره یو ځای کیږی او یا ولی سوله راخی او یا ولی خپل وطن ته بیرته راځی ؟

ساحل

ساحل صاحب هو، هغه حالات به تاسو ته مناسب ښکارېدل چې حزبي شوي وئ، یواځې تاسو نه، بلکې په سلګونو نور هم دغه ډول د خپلو مفاداتو لپاره له دې سپېڅلي کاروان سره یو ځای شوي وو ، چې اوس ستاسو په وړاندې دي، ژوندی مثال يې همدغه محمد تنوير، چې اوسنی لباس او شکل د هغه ویاندوی دی، او همدغه عار به کافي وي ګرانه چې د وخت ملګرتيا مو وکړه او خپل اهداف مو تر لاسه کړل، زه وايم ښایي ستاسو والد صاحب یا کوم بل مشر به د حزب سره ؤ او تاسو به د هغه په… نور لوستل »

Back to top button
11
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x