افغانستان

پاکستان د انګور اډې تاسیسات افغان حکومت ته وسپارل

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۱، ۱۳۹۵ل): په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ډاکتر عمر زاخېلوال وايي په انګور اډه کې د پاکستان لخوا جوړ شوي پوځي تاسیسات افغان حکومت ته سپارل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې په دې لړ کې یې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف سره څه موده وړاندې کتلي و او هغه ورته ژمنه ورکړې وه چې تاسیسات به افغان لوري ته وسپاري.

زاخیلوال لیکلي: «یو د هغو اقداماتو څخه چی زما د ټینګار په پایله کی راسره ژمنه وشوه په یوه اونۍ کی ټول هغه پاخه تاسیسات چی په انګور ا‌‌‌‌‌‌ډه کی پاکستان په تیرو څو کلونو کی زموږ په خاوره کی دننه جوړ کړي او د دوی فوځیان په کې میشت دي امانت سلامت زموږ ملي امنیتی قواو ته وسپاري».

هغه زیاته کړې چې پاکستان پوځ په خپلو ژمنو وفا کړې او نن مازدیګر /شنبه، غبرګولي۱/ یې یاد تاسیسات د کابل څخه تللی د ملي دفاع وزارت یو پلاوي ته سپارلي دي.

د زاخېلوال له قوله په دغو پوځي تاسیساتو به «سر له نن مازدیګر د افغانستان بیرغ پرې پورته او زموږ د ملي سرحدي قواو مرکز وګرځي».

د پکتیکا د برمل ولسوالۍ ولسوال حیات الله صافي هم تایید کړې چې دغې ولسوالۍ ته د ملي دفاع وزارت یو هیئت راغلی دی.

هغه زیاته کړې چې د پاکستان د پوځ یو هیئت هم سیمې ته راغلی او ټول پاخه جوړ شوي تاسیسات افغانستان ته تسلیم شول.

تر دې وړاندې د برمل ولسوالۍ اوسیدونکو ویلي وو چې پاکستاني ځواکونه تقریبا ۲۰ کیلومتره وړاندې د افغانستان خاورې ته ننوتي او یو شمېر نظامي تاسیسات يې هم رغولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x