fbpx

انګلینډ، سریلانکا ته په یو اننګ او ۸۸ منډو ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولی ۱، ۱۳۹۵ل): نن د سریلانکا او انګلینډ ملي لوبډلو تر منځ لومړۍ ټیسټ لوبه پای ته ورسیده. دغې لوبې کې سریلانکا د انګلینډ پر وړاندې په یو اننګ او ۸۸ منډو سخته ماتې وخوړه.

د لوبې پچه د سریلانکا لوبډلې وګټله او د ډګر ساتنې پریکړه يي وکړه. د سریلانکا لوبډلې توپ اچوونکي وتوانیدل د انګلینډ لوبډلې ټول توپ وهوونکي په ډیرو لږو منډو وسوځوي.

د انګلینډ لوبډلې په ۹۰.۳ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې د بیرسټو او هیلز غوره توپ وهنې سره ۲۹۸ منډې جوړې کړې.

د انګلینډ لوبډلې لپاره بیرسټو په ۱۸۳ توپونو د ۱۳ څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۱۴۰ او هیلز په ۲۰۶ توپونو د ۱۲ څلوریزو په مرسته ۸۶ منډې جوړې کړې.

د سریلانکا لوبډلې لپاره چمیرا درې، شناکا درې، هیرات دوه او ایرانګا او پراډیپ یوه یوه ویکټه واخیسته.

د سریلانکا لوبډلې ټول توپ وهوونکي ډیره خرابه توپ وهنه وکړه. د سریلانکا لوبډلې په ۳۶.۴ اورونو کې یوازې په ۹۱ منډو خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړه. متیوز په ۶۲ توپونو د شپږو څلوریزو په مرسته ۳۴ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی و.

د انګلینډ لوبډلې ټولو توپ اچوونکو پیاوړې توپ اچونه وکړه او سیالې لوبډلې ته د ځان سمبالولو فرصت ورنکړ. د انګلینډ لپاره انډرسن ۵، براډ ۴ او سټوکس یوه ویکټه واخیسته.

انګلینډ لوبډلې د دوهم وار توپ وهنې پرته د سریلانکا لوبډلې ته د دوهم وار توپ وهنې بلنه ورکړه خو سریلانکايي لوبغاړو یو ځل بیا خپل ټول خوښوونکي ناهیلي کړل.

په دوهم وار توپ وهنې کې د سریلانکا لوبډلې د مینډس نیمه سلیزې په مرسته په ۳۵.۴ اورونو کې یوازې ۱۱۹ منډې جوړې کړې او په لومړۍ لوبې کې يي سخته ماتې وخوړه. مینډس د سریلانکا لپاره په ۶۸ توپونو د اتو څلوریزو په مرسته ۵۳ منډې جوړې کړې.

د انګلینډ لوبډلې یو ځل بیا غوره او پیاوړې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او د سیالې لوبډلې لوبغاړو ته يي د منډو جوړولو هیڅ ډول فرصت په لاس ورنکړ. د انګلینډ لپاره دوهم وار توپ اچونې کې انډرسن ۵، فېن ۳ او براډ او معین علي یوه یوه ویکټه واخیسته.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د