افغانستان

چارواکو د ډرون برید او طالبانو د خپل مشر په نښه کېدل رد کړل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۲، ۱۳۹۵ل): د پاکستان «جیو» تلویزون ادعا کړې چې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور د افغانستان په زابل ولایت کې د بې پیلوټه الوتکې له لوري په نښه شوی.
دغه تلویزون زیاته کړې، چې برید تیره ورځ تر سره شوی او په خبره یې تر اوسه د طالبانو د مشر د ژوند او مرګ په اړه کره معلومات نشته.

په دې اړه نن ټکی اسیا د طالبانو د رهبري شورا د یوه غړي سره چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، اړیکه ونیوله، نوموړي دا خبر بې بنسټه وباله او زیاته یې کړه چې دوی اړتیا نه ويني چې په رسمي ډول داسې خبرونه رد کړي.

بل لوري ته د زابل ولایت امنیتي چارواکو ویلي چې په دې ولایت کې په تیرو پنځو ورځو کې هیڅ بې پيلوټه الوتکي بمبار نه دی کړی. د دغه ولایت امنیه قومندان جنرال میرویس نورزي رسنیو ته ویلي چې د ورستي ځل لپاره پنځه ورځې وړاندې د زابل ولایت په نوبهار ولسوالۍ کې یو هوايي برید تر سره شوی وه چې یو شمېر وسلوال په کې وژل شوي وه.

بل خوا د (ډرون میموریل) ویب پاڼي بنسټګر عمران فیروز هم پر خپل ټویټر اکاونټ د پنځه ورځې پخواني برید په اړه لیکلي: «زما د سرچینو د معلوماتو سره سم په دغه بې پیلوټه بمباریو کې ټول وژل شوي ولسي وګړي وه چې د هغو څخه یو د کلي ملا امام وو».
د ډرون میموریل ویبپاڼه د بې پيلوټه الوتکو د بمباریو په پایله کې د ولسي وګړو شمېرې راټولوي.

دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو د نوي مشر ملا اختر محمد منصور د وژل کیدو په اړه راپورونه ورکول کیږي، د دې ترمخه د تېر کال (۲۰۱۵) په ډیسمبر میاشت کې هم ورته اوازه خپره شوې وه او هغه مهال د رسنیو تر څنګ د ارګ ویاندویانو هم د طالبانو د مشر د ټپي کېدو او وژل کېدو پخلی کړی وو. دغه راز د اجرائیه ریاست له اړخه هم په یوې خپرپاڼه کې د ملا اختر محمد منصور ټپي کېدل تایید شوي وه.

خو ملا اختر محمد منصور په خپل غږیږ پيغام کې د ځان د مرګ په اړه ټول راپورونه بې بنسټه بللې وه او پر خپل پلویانو یې غږ کړی وه چې دا به لومړی ځل نه وي چې د ده په اړه داسي اوازې خپریږي، ځکه دوی باید خپل کار ته متوجه شي.

ملا اختر محمد منصور د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر مجاهد تر وفات وروسته د طالبانو د رهبري شورا له لوري مشر وټاکل شو او د ملا محمد عمر مجاهد د کورنۍ د غړو سربېره په غوڅ اکثریت سره طالب مشرانو له نوموړي سره بیعت اعلان کړ، چې په دې لړ کې وروستی بیعت د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د بهرنیو چارو وزارت معین ملا جلیل اخوند وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x