نظــر

سېمه ییزه خبریالې زړورتوب دی که حماقت !

دی کې هیڅ شک نشته دی چې سیمه ییز خبریالان د ډول ډول ننګونو او ستونزو سره لاس او ګریوان دی، دوی خپلې دنديي او مسوولیتونه  په خورا زحمت سره پرمخ بیايي، د ګواښونواو خطرونو  ځانګړې لورې اومخ معلوم نه وی، که لنډ وویل شي سمیه ییزه خبریالۍ د یو ډپلومات په اندازه هوښیارې او زیرکتیا غواړې.

 ډیری وخت کله چې سیمه ییز خبریالان ریپورټونه چمتوکوي له ستونزو سره مخ کیږي، د ډیری  رسنیو دفترونه  په مرکز کې د پیاوړي امنیتې سوریولاندي موقعیت اوشتون لری ، هغوي د پوره ډیموکراسې نه برخمن دی، ترمیزونو شاته ټولې مزی دوی کوي،

نو هرڅه چې ېې زړه غواړې په نشرولو يي سرپه نه کوي پرته له ویرې ېې خپروي خو کله چې سیمه ییز خبریال سیمه کې د هغه رسنۍ چې د خپلو ګټو لپاره اخلاقې معیارونه نه پیژنې ځان معرفې کوي، په ځینو مواردو کې دعام ولس د کرکۍ اونفرت سره مخ کیږي.

 هغوي پرته ددی چې پردی فکر وکړي چې دغه بیوزله سیمه ییز خبریال د هر لورنه تر ګواښ لاندي  د یوې مړی ډوډی لپاره خپل دروند مسوولیت اداء کوي پرته له ځنده  لومړي ورته یو کتاب خبرې کوي، بیا يي که خوښه وه خبری اومرکه به ورسره وکړي ګنې  منفې ځواب خو سخته خبره نده .

څه موده وړاندي د یوراپور چمتو کولو لپاره بازار ته ووتم، داچې راپور مو د روغتیا پر سکالو وو ، په څو درملتونو وګرځیدم هیچا حداقل تشو خبرو ته هم زړه نه ښه کاوه یوتن ته  مې وویل ولې خبري نه کوي ؟ آیا عجبه  نده ته چې د یوې چاپې خپرونې لپاره خبرې کول نه غواړي هغه بیوزله خبریال چې هرې پیښې ته پرته له ویرې ورځي او رپورټ پري چمتوکوي دا جراءت دی که دهغه  کم عقلتوب؟ هغه راته وویل، خبریالان خو لیونېان  دی زه خو لیوني نه یم.

د هغه ځواب په ریښتا په زړه پوري وو.هغه مهال چې زه ښوونځې کې وم یوټولګیوال مي ډیر غوښن وو یوه ورځ ورته بل ټولیګوال  وویل، هلکه ولي دومره پیړ شوي يي ؟ هغه سره معقول استدلال نه وو نو ده ورته وویل یا خو څه اوری نه اویا بی غریته يي.

درملتون کې ناست درمل پلورنکې،  ما ته يي یو پخوانې نکل را په زړه کړ، پخوا زمانه کې  ګیدړ کلۍ کې چرګانو پسې اخته شوی وو، بالاخره کلیوالو سره سلا وکړه چې دغه ګیدړ باید ونیول شي او سخته سزا ورته ورکړل شي، بالاخره ګیدړ ونیول شو،کلیوالو ډیري ورځي کیدړ ته په  سزا ورکولو سره نه جوړیدل ، یوچا وویل معلم صیب مونږ کې پوه سړی  دی دا مسله له هغه سره شریکه کړی معلم صیب چې نږدی ۳۵ کلنونه يي په معلمې کې تیرکړی وو د خدای پرځمکه ېې کور نه درلوده او په نس هم چندان موړ نه وو معلم صیب خپله د سر خولې د ګیدړ پر سر کړه او هغه یی ازاد کړ خلکو پر معلم صیب نیوکه وکړه چې زمونږ د ورځو خواري دی په سیند لاهو کړه، معلم صیب ورته وویل تاسې پوهیږي ما د ته داسې سزا ورکړه چې دا ژوندی وی دا به ذلیله وی ځکه دا خولې چې ما پرسر کړي ما ښه ورځ نه وه لیدلي.

 د ژورنالیزم او مسلک په لحاظ خو د خبریال ډیر تعریفونه شته دی خو په سېمه ییزه کچه خبریالې هغه دنده ده چې شپه او ورځ يي نده معلومه، جمعه اخترونه نږدی  رخصتۍ نه پیژني اوپه پای کې دهرچا دښمن هم  وي.

 نن خبرشوم چې په  تخار ولایت کې د همصدا په نوم کومې سمیه ییزې راډیو خبریال ټاکنو دفتر ته ورغلي وو، غوښتل يي چې کوم راپور ورباندي چمتوکړي د امنیتې ځواکونو له ناسم چال چلند سره مخ شوي ، د ثبت وسائل يي ورته مات کړي او په پای کې ېې وهل هم خوړلې، یا باید سیمه ییز خبریالان د امنیتې سرچینو سره د چلند راز زده کړی اویا باید امنتې ځواکونه په دی وپوهول شي چې د یو خبریال اومطبوعاتې سره باید څنګه سلوک ترسره کړي !

همایون بابر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x