
بنګلادېش کې توپانونو ۲۱ تنه وژلي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۲، ۱۳۹۵ل): بنګلادېش کې ورښتونو او توپانونو لکونه خلک بې کوره کړي او تر اوسه يې ۲۱ تنه وژلي دي.
د بنګلادېشي رسنيو له قوله تېره ورځ ناوخته له ورښتونو وروسته توپان له سمندري سيمو د ولسي خلکو ګڼ مېشتې سيمې ته ورسېد او نږدې کلي يې د اوبو لاندې کړل.
د چارواکو په وينا توپان اوس درېدلی، مګر تېز بارانونه اوس هم روان دي.
نږدې هر کال د بنګلادېش ګڼې سيمې د ورښتونو او توپانونو له امله ويجاړېږي.
د بنګلادېش چارواکي وايي، چې د روانو ورښتونو او توپانونو له امله تر اوسه پنځه لکه کسان بې کوره شوي، د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۱ تنه مړه شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
د رسنيو په وينا تر ټولو زيات زيان چټاګانګ ولسوالۍ کې رامنځته شوی دی.
د توپانونو له امله د ژوند چارې په ټپه ولاړې دي، سمندري اډې تړل شوي، د الوتکو پروازونه لغوه شوي او د هېواد په ګڼو سيمو کې برېښنا هم پرچاو ده.
طبعي پېښو سره د مبارزې ادارې چارواکي وايي، چې د ورښتونو او توپان له امله د پېښو شوو زيانونو په اړه به کره معلومات وروسته رسنيو سره شريک کړي.