afghanarrest

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال (ديارلسمه برخه)

په ریاست ۹۰ کې مې چې کوم وحشت، ظلم او بربریت ولید حیران پاتې شوم، ځکه داسې وهل، ټکول او ځوړندول ما په خپل ژوند کې نه وو لیدلي، له خوست نه یې یو څه نور بندیان راوستلي وو، په هغوی کې هم ځینې شناخته وو، یو څو ورځې خو مو ځان ټینګ کړ، خو کله چې پوه شوو چې پرېږدي مو نه، یا به ورته ټینګېږو چې له ژوند نه مو خلاص کړي، د عمر مو عیبي کړي، ګوډ او مات مو کړي او یا به مو یو څه خامخا ورته ویل!

  ډاکتر صیب ویل چې د خوست له پوهتنون نه یې یو استاذ هم راوستلی دی، استاذ ولید نومېږي د خوست په پوهنتون کې د شرعیاتو په پوهنځۍ کې استاذ دی، دا استاذ یې دومره ووهلو چې آخر یې د پښو پنجې ور ماتې کړې، دا دی اوس هم همدلته په دغه بله خونه کې دی، پښې یې ماتې دي!

  نور یې هم ډېر داسې ګوډ او مات کړل، آخر هر چا کوشش کولو چې یو څه ورته ووايي، که به رښتیا نه وو درواغ به مو ورته ویل، تر څو له دغه دوزخ نه زر را ووزو!

  ډاکتر صیب به کله کله ډېر احساساتي شو، سخت به غوسه شو، وايي دا کله انسانان دي! مونږ خو فکر کولو چې دولت دی، حکومت دی، خو زه اوس پوه شوم چې دلته دهشت دی، وحشت دی، ظلم دی، انصاف نشته، عدالت نشته، قانون نشته، بس پیپونه دي، وهل دي، ټکول دي، ځوړندول دي، لاس او پښې ماتول دي! دا مې له الله جل جلاله سره ټینګه وعده ده، چې کله له دې ځای نه خلاص شم، پرته له دې چې استشهادي برید وکړم بل هېڅ کار نه کوم، نه ټوپک اخلم، نه جنګ ته ځم، په دې مې زړه نه یخېږي، بس یوازې او یوازې واسکټ اغوندم او استشهادي برید کوم! قسم دی که بل کار وکړم!

 مونږ به بیا ورته ویل چې خیر دی ډاکتر صیب دا ژوند دی، هسکې اوټیټي لري، مشکلات راځي، ده به ویل نه! که بل کار وکړم، ددوی  په مقابل کې جهاد فرض دی، مونږ خو تر اوسه نه پوهېدو، اوس زه پوه شوم چې دا انسانان نه بلکې وحشیان دي، دوی اصلا واک نه لري کار ټول د خارجیانو دی، زه خارجیانو راوستم! نه د والي وس وو، نه یې د ولسوال، نه یې د قوماندان امنیې! خو افسوس دا چې خپل افغانان مو وهي! مونږ خارجیانو دومره نه یو وهلي لکه کمونیستانو او پنجشیریانو!  زمونږ ملک دپردیو په لاس کې دی، د کفارو په لاس کې دی، ددوی په مقابل کې چې جهاد فرض نه شي نو د چا په مقابل کې به فرض کېږي! بس زما همدا یوه خبره ده، بیا به یې اوسیلي وکښل، او همدا به یې ویل چې یا الله ته مې له دې ځای نه یو ځل خلاص کړه! چې زه بیا څه کوم!

 ډاکتر صیب ملامت ځکه نه وو چې یو خو یې په ریاست ۹۰ کې ډېر ځورولی و، او هلته یې هر څه په خپلو سترګو لیدلي وو، بل دا چې ده د شکري ناروغي درلوده، قضا حاجت ته به یې زر زر اړتیا پیدا کېده، او ظالمانو به تشناب ته اجازه نه ورکوله، آخر به مجبور وو لکه مخکې مو چې وویل په همغه بوتل کې د ټولو ملګرو په مخ کې به یې خپل حاجت پوره کولو، اګر چې غریب به کوشش کولو چې داسې وخت ته ځان برابر کړي چې ملګري بیده وي، خو بیا به هم کله کله نه کېده!
دې کار یقینا چې هم دی ځورولو، او هم یې مونږ ټول ځورولو، او که ووایم چې په ټول زندان کې تر ټولو ځوروونکی حالت همدا وو، ځکه په مسلمانانو بیا په ځانګړي ډول په مونږ افغانانو او بیا په پښتنو کې حیا او شرم ډېر لوړ ارزښت لري، یو کس که هر څو ووهل شي، و ټکول شي، دومره بده اغیزه نه پرې کوي، لکه بې عزتي يې چې وشي، بې شرمۍ ته ور کړل شي، او دې ظالمانو به قصدا همداسې کول، غوښتل یې د مجاهدینو غرور مات کړي، ذلیل یې کړي، سپک یې کړي، خپل وجدان او ضمیر ته یې خجالت کړي!

  ډاکتر صیب په زړه ډېر نازک و، په خونه کې طالبان زیات وو، مولوي صایبان هم وو، هغوی به چې کله له لمانځه وروسته دعا کوله نو زیاتره ملګرو به ژړل، خو ډاکتر صیب به ډېر زیات ژړل!

 د هغه سپین ږیري بابا په اړه مې پوښتنه وکړه چې دا یې ولې راوستلی؟ د یادونې ده چې په زندان کې به چې یو چا په بل اعتماد نه درلود  پوښتنه یې په ډاډه زړه نه شوای ترې کولی. او که به چا پوښتنه ترې وکړه نو ځواب یې هم په ډاډه زړه نشوای ور کولی، له همدې کبله هېچا له یو او بل نه پوښتنه نه کوله، او که به چا ډېرې پوښتنې کولې بیا د جاسوس ګومان پرې کېدو.

 سپین ږیري بابا ویل چې زما وراره په جنګ کې زخمي شو، زه او په غالب ګومان چې د زخمي ورور یې وښود، دا ور سره را سپاره شوو تر څو کابل ته یې راوړو چې علاج یې وشي؛ ځکه هلته په کلي او سیمه کې یې علاج نه کېدو، هغه یې په لاره کې ونیولو، زخمي یې را نه بوتلو، مونږ یې دا دي دلته راوستو!

سپین ږیری بابا دهقان وو، وايي نور څوک نه لرم، زامن مې واړه دي، اوس دا دي دلته د الله هیلې ته پروت یم چې څه به کېږي، بابا دخونې په بر سر کې په کونج کې پروت وو، ډه ډه به یې وهلې وه، ښه په خوند او پرېمانه نصوار به یې اچول، تر څنګ یې هغه د شیدو د کوتې تپ دانې ایښې وه، نصوار به یې اچول او په تپ دانې کې به یې تپ کول!

 ما له ځانه سره ویل چې ددې غریب اوس څه ګناه؟ یوازې ګناه یې دا ده چې د یو انسان د ژوند دژغورولو هڅه یې کړې وه! دا خو په هېڅ قانون کې جرم نه دی، سور صلیب د جګړې له میدان نه زخمیان پورته کوي، علاج یې کوي، بابا غریب خو به مجبور و چې دخپل وراره غم یې خوړلی وای! او خپله ددې نه وو چې ټوپک یې اخیستی وای، په ملا کړوپ وو، ږیره یې سپینه وه، خو ده  په نکریزو سره کوله، دلته په زندان کې خو بیا د رنګولو وسایل نه وو، ځکه خو یې اوس څنګونه سپین سپین را وتلي وو!  

  څو میاشتې وروسته یې چې پلچرخي ته بیولو ګورم چې په دغه ډله کې هغه سپین ږیری بابا هم زولنې په پښو په کتار کې ولاړ دی، حیران شوم! ما چې ورته وکتل له مظلومیت نه ډکه څېره یې موسکۍ شوه! ما فکر کولو چې هسې یو څو ورځې به وې او  خوشی به یې کړي، مګر ظالمانو نه سپین ږیری پېژندلو نه یې ناروغ پېژندلو، لوی ظلم او وحشت و!

بابا ډېر متوکل او غلی سړی و، نورو ته به یې تسلې ور کوله، سره له دې چې کور یې څوک نه درلودل، خو بدې ورځې به یې نه کولې! بس هملته په کونج کې به ېې ډه ډه وهلې وه، خپل تلاوت به یې کولو! یوه ورځ مې ډېر سخت زړه پرې وخوږېد، دعا یې کوله، له خپل خالق سره په راز اونیاز لګیا وو! د خپل مظلومیت او بې کسۍ په اړه به یې څه ورته ویل!  یو په یو یې په همدې دعا کې ډېر سخت سخت وژړل! په دعا نیولي لاسونه یې لړزېدل! کتار مړې مړې اوښکې یې له سترګو پر مخ او ږیره را روانې وې! غوڅې غوڅې سلګۍ یې کولې! ملګرو چې ورته وکتل ځینو ورته وژړل! که څه هم چې ما ته ژړا زر نه راتله، خو په دې مظلوم مې ډېر سخت زړه وخوږېد! له ځانه سره مې ویل چې الله جل جلاله به خامخا ددغه مظلوم سپین ږیرې دې مظلومو اوښکو ته ګوري! له همدې مظلومو اوښکو به داسې توپاني سمندرونه جوړېږي چې د ظالمانو د ظلم او وحشت دنګې ماڼۍ  ډوبې کړي! او همداسې به کېږي ان شاء الله! که الله جل جلاله د خپل حکمت له مخې بیا هم دغه ظالمانو ته په دنیا کې مهلت ور کړي، نو په آخرت کې خو به خامخا د دغو مظلومو اوښکو پوښتنه له ظالمانو کېږي چې په کوم جرم یې تویې کړې!

 او هغه نوی ځوان ټپي چې وو،  هغه به کرار ددراوزې په خوله کې پروت و، همغه یې ځای وو، جېګدای نه شوای، پښه یې ماته وه، سیخان یې پکې ورته تېر کړي وو، له هیچا سره به نه غږيدو، نه یې په څېره کې د اندیښنو نښې نښانې وې، هيچا هم فکر نه کولو چې دا ځوانکی به یا ناروغ وي، یا به بندي وي، یا به کور لري، مور او پلار به لري، خویندې او وروڼه به لري، نه، نه، بالکل په یوه بله دنیا کې اوسيدو! …نور بیا

عبد الحنان مجاهد

———————————-

ددې لیکني مخکنۍ برخي په لاندي ادرسونو دی:

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال! (۱)

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال! (۲)

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال! ۳

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال! (څلورمه برخه)

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال! (پنځمه برخه)

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال (شپږمه برخه)

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال (اومه برخه)

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال (اتمه برخه)

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال (نهمه برخه)

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال (لسمه برخه)

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال (یولسمه برخه)

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال (دولسمه برخه)

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د