افغانستان

شنونکي: د اسلام اباد په پرتله دوحه د سولې خبرو لپاره غوره ادرس دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۲، ۱۳۹۵ل): ولسمشر غني د نړيوال امنيت او ثبات غونډه کې د ګډون لپاره دوحې ته رسېدلی دی.

د غونډې ګډونوالو د نړيوال امنيت او ګواښونو په اړه خبرې وکړې او له نړيوالو چارواکو يې غوښتنه وکړه، چې د بې وزله هېوادونو امنيت، ثبات او اقتصاد لپاره د زړه له تله هڅې وکړي.

په غونډه کې د کوربه هېواد امير الشيخ تميم بن حمد آل ثاني، افغان ولسمشر اشرف غني، د يمن ولسمشر عبد ربه منصور هادي، د نايجيريا ولسمشر، د ملګرو ملتونو سرمنشي، د ګڼو هېوادونو مشران او د نړيوالو چارو کارپوهان شامل دي.

ولسمشر غني دغې غونډې ته په خپلو خبرو کې ټينګار وکړ، چې نړيوال بايد روانو ګواښونو ته د حل سالمه لار پيدا کړي او هيله يې څرګنده کړه، چې روانه غونډه بايد د ګډ او اتفاقي پرېکړه ليک په وړاندې کولو پای ته ورسيږي.

د سياسي چارو شنونکي وايي، چې د افغان سولې د راوستو او روان کړکېچ د پای ته رسولو لپاره د پاکستان پر ځای قطر غوره ادرس او بديل دی.

شنونکي ټينګار کوي، چې ولسمشر غني قطر ته رسېدلی او هلته بايد د افغان سولې په اړه د طالبانو له سياسي استازو سره د مخامخ خبرو زمينه مساعده کړي.

تر اوسه دا نه ده روښانه، چې ولسمشر به قطري چارواکو سره د افغان سولې په اړه مستقيمې خبرې وکړي که نه، خو د سياسي چارو شنونکي ټينګار کوي، چې اشرف غني بايد د اسلام اباد پر ځای دوحې ته د سولې خبرو کې د منځګړيتوب بلنه ورکړي، هڅه دې وکړي، چې د طالبانو د سياسي دفتر مشرانو سره په په قطر کې وګوري او د افغانستان روان کړکېچ په اړه دې ورسره مخامخ خبرې وکړي.

د سياسي چارو شنونکی نظر محمد مطمين وايي، پاکستان نه شي کولای، چې د طالبان د څلور اړخيزو ناستو له لارې د خبرو مېز ته کينوي.

د نوموړي په وينا له پاکستانه د سولې په اړه مرسته غوښتل «د وخت ضايع کول دي.»

تېره ورځ د پاکستان د بهرنيو اړيکو سلاکار سرتاج عزيز هم ويلي و، چې ځينې هېوادونه دا فکر کوي، چې پاکستان پر طالبانو بشپړ کنټرول لري، مګر دا خبره نا سمه ده، دوی پر طالبانو کنټرول نه لري او له همدې امله يې د سولې خبرو کې د ګډون لپاره د پاکستان غوښتنه هم ونه منله.

طالبانو په خپلو رسمي اعلاميو کې پر دې خبره ټينګار کړی، چې د دوی د سياسي چارو دفتر په قطر کې دی، هر څوک، چې د سولې په اړه خبرې کول غواړي، د دوی له سياسي دفتر سره دې اړيکه ونيسي او له دې پرته دوی په هېڅ ځای کې د خبرو لپاره نه دي تيار او نه به خپل استازي ورولېږي.

تېره مياشت، چې طالبانو ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه د ملي امنيت پر لسم رياست خونړی بريد وکړ، له هغې څو ورځې وروسته ولسمشر غني د ملي شورا ګډې ناستې ته په خپلو خبرو کې طالبانو سره د سولې بهير د درولو اعلان وکړ او زياته يې کړه، چې له دې وروسته له پاکستان څخه د سولې هيله نه لري او ټيڼګار يې وکړ، چې پاکستان بايد له خپلې ژمنې سره سم د طالبانو پر ضد پوځي عمليات وکړي او له خپلې خاورې يې وباسي.

د افغانستان او سيمې د چارو څارونکی او ژورنالېست طاهر خان نن ټکی اسيا سره په خپله مرکه کې وويل، ولسمشر غني، چې اوس کومه خبره کړې، بايد دا يې پخوا کړې وای او طالبانو سره د خبرو اترو لپاره يې د هغوی له سياسي دفتر سره مخامخ خبرې پيل کړې وای.

طاهر خان وايي، چې ځينې کړۍ دا نيوکې کوي، چې د طالبانو سياسي دفتر په پردي هېواد کې دی، نو دوی بايد دا خبره هم په ذهن کې ولري، چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي حکومت د جرمني په بون کې جوړ شو، له هغې وړاندې د مجاهدينو حکومت هم په اسلام اباد کې جوړ شوی و.

طاهر خان په دې اند دی، چې افغان حکومت بايد د خپل مسووليت له مخې د سولې لپاره رښتينې هڅې وکړي او په دې اړه له پاکستان او نورو هېوادونو څخه له اندازې زياتې غوښتنې ونه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x