نړۍ

د افغان محصلينو د فراغت لمانځغونډه ولمانځل شوه

راپور: عبيدالله ساحل (د افغان محصلينو اتحاديې کلتوري چارو مسؤل)

نړيوال اسلامي پوهنتون ـ اسلام اباد کې د افغان محصلينو د اتحاديې تر اشراف لاندې د 2016 کال فارغينو ته د هغوي د فراغت په تکل لمانځغونډه نيول شوې وه.
یاده غونډه، چې 2016/5/29 نېټه د پنجشنې ورځ شاه فيصل مسجد علامه اقبال تالار کې نيول شوې وه، ګڼو داخلي او خارجي ميلمنو پکې ګډون درلود.

پاکستان کې د افغانستان لوی سفير او د ولسشمر ځانګړی استازی ډاکټر حضرت عمر زاخيلوال، د نړيوال اسلامي پوهنتون رئيس، ډاکټر احمد يوسف الدريوش، اداري مرستيال ډاکټر محمد منير،  علمي مرستيال ډاکټر بشير خان، د پاکستان د تحصيلات عالي لوړ رتبه پلاوی سيد وسيم سهيل هاشمي او جهانزيب خان، نړيوال اسلامي پوهنتون کې د خارجي محصلينو مسؤل دوکتور حافظ انور او په اسلامي پوهنتون کې د شرعياتو او قانون د څانګې يو تن افغان استاد ډاکټر فضل الربي ممتاز د غونډې ځانګړي ميلمانه وو، چې هر يو په خپل وار د غونډې ګډونوالو ته ويناوې وکړې.iiui (3)

غونډه د قاري صيب عبدالوکيل په تلاوت سره پيل شوه، ورپسې د غونډې وياندوی او د افغان محصلينو د اتحاديې د کلتوري چارو مسؤل عبيدالله ساحل پرانستې وينا وکړه، د غونډې په موخه يې رڼا واچوله او افغان سفير حضرت عمر زاخيلوال ته يې د وينا له پاره بلنه ورکړه.
افغان سفير حضرت عمر زاخيلوال د غونډې ګډونوالو ته علمي او هر اړخيزه وينا وکړه، د فارغينو کورنيو او ټول افغان ولس ته يې د افغان محصلينو د فراغت په وياړ مبارکي ورکړه، فارغين محصلين يې د هيواد په وړاندې خپلو درندو رسالتونو ته متوجه کړل، غوښتنه يې ترې وکړه چې: د هيواد په رغونه، ثبات او هر اړخيز پرمختګ کې رغنده ونډه واخلئ او کوټلي ګامونه پورته کړئ؛ د غونډې ماحول هلته چې هر لوري ته ګلونه پاشل شوي وو، په لسګونو تنو د فراغت لباسونه په تن کړي وو، افغان سفير ته ځانګړی کيف وروباښه، چې دغه کيف، خوشالي او احساسات يې د وينا پر مهال په خبرو کې له ورايه بريښيدل.
ورپسې پاکستان د لوړو زده کړو لوړ رتبه پلاوي، ښاغلي سيد وسيم سهيل هاشمي وينا وکړه، نوموړي زياته کړه چې پاکستان د افغان محصلينو د زده کړې لپاره پراخه سينه او لوړه حوصله لري. ژمنه يې وکړه، چې د پاکستان تحصيلات عالي به له دې وروسته د ماسترۍ او دوکتورا سکالرشيپونو باندې هم د توافق هڅه وکړي، تر څو د دې لارې افغان محصلين د دوکتورا تر کچې پورې خپلې زده کړې پر مخ بوزي.
د نړيوال اسلامي پوهنتون اداري مرستيال ډاکتر محمد منير وينا وکړه، هغه زياته کړه چې: نړيوال اسلامي پوهنتون کې د افغان محصلينو استعدادونه او زحمتونه د قدر وړ دي، په ټولو رشتو کې دوي په مينه ناکو، زحمت کشو او مستعدو محصلينو په توګه پيژندل شوي.
همدا راز د نړيوال اسلامي پوهنتون استاد ډاکټر فضل الربي، ممتاز هم وينا وکړه ټولو ميلمنو نه يې مننه وکړه، چې له موږ سره يې په ياد پروګرام کې ګډون درلود، محصلينو ته يې د فراغت په وياړ مبارکي ورکړه او راتلونکې ته يې متوجه کړل. له ډاکټر ممتاز وروسته د اسلامي پوهنتون تعليمي مرستيال ډاکټر بشير خان وينا وکړه.
پاتې دې نه وي، چې د پروګرام په وروستی برخه کې، د اسلامي پوهنتون دوه تنو محصلينو قاري صاحب کليم الله وصال او قاري صاحب عثمان فهيم په خپلو غبرګو او زړه وړونکو اوازونو د فارغينو په استقبال کې ترانه زمزمه کړه، چې د پروګرام چوپتيا او خاموشي يې ورماته کړه.
په اخر کې د فارغينو د ستاينليکونو او شيلډونو د ويش لړۍ پيل شوه، ټولو محصلينو ته د اتحاديې له لورې تهيه شوي ستاينليکونه او شيلډونه د افغان سفير او ميلمنو په لاسونو ورکړل شول، همدا راز راغليوو ميلمنو ته هم د اتحاديې له لورې ډالۍ ورکړل شوې.
د افغانستان لوی سفارت هم د پروګرام ځانکړيو مليمنو ته د لوی سفير حضرت عمر زاخيلوال له لورې ډالۍ تقديم کړي.
پروګرام د خوشالۍ او ولولو په رنګينه فضاء کې د نړيوال اسلامي پوهنتون د خارجي محصلينو مسؤل ښاغلي دوکتور حافظ انور  په دعاء پای ته ورسيد.
راپور: عبيدالله ساحل (د افغان محصلينو اتحاديې کلتوري چارو مسؤل)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x