مصر : په چاودنه کي یو افسر او دري تنه فوځیان وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۲، ۱۳۹۵ل) :د مصر د سیناء ولایت په شیخ زوید ښار  کي د ماین په چاودنه کي دري تنه فوځیان او یو افسر وژل شوي دي .

د مصري رسنیو له قوله چاودنه هغه مهال وشوله چي د فوځ زغروال ګاډی په سیمه کي په ګزمه بوخت وو ، له امله يي یاده مرګه ژوبله واوښتله .

له چاودني وروسته سیمه د امنیتي ځواکونو له لوري محاصره شوه او په سیمه کي يي پراخي پلټني پیل کړي .

له څه مودي راهسي د سیناء په ولایت کي په مصري ځواکونو حملو زور اخستی تر دي وړاندي هم په ورته بریدونو کي لسګونو مصري فوځيان او پولیس وژل شوي ، په مصري امنیتي ځواکونو د بریدونو پړه اکثره وخت له داعش سره تړلي د (سیناء ولایت ) په نوم وسلواله ډله  په غاړه اخلي .

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د