burned vahicles-torkham1

سرمقاله: دبهرنیو او اوداخلي ځواکونو په خلاف دطالبانو دبریدونو نوې څپه !

له څو ورځو راهیسې په هیواد کې دبهرنیو او داخلي ځواکونو په خلاف دطالبانو پوځي عملیاتو سخت زور اخیستی .

دغه عملیاتي څپه چې د ننګرهارولایت له شیرزادو ولسوالۍ څخه پیل شوې تراوسه پوري یې په  قندوز،فراه، نیمروز، هلمند، ننګرهار ،قندهار،غزني … اودهیواد په بیلابیلو ولایتونوکې خارجي او داخلي ځواکونوته درانه ځاني او مالي تاوانونه رسولي  او په  ډیرو ځایونوکې  زیاتې سیمې دهغوئ له کنټروله ایستلې.

دهمدغې عملیاتي څپې په ترڅ کې دغزني په مرکز کې دامریکايي او پولنډي ځواکونو ترټولو مجهز مرکز د طالبانو تر دسته جمعې برید لاندې راغی  او جنګیالیويي وکړای شول چې دبهرنیانو له ټول هوايي اوځمکني ځواک سره تر۶ ساعتونوپوري ښه مقابله وکړي.

همدارازطالبانو وکړای شول چې دغزني دمرکزپه ګاوند کې دزنه خان ولسوالۍ  په رڼاورځ د داخلي ځواکونو له ولکې ازاده او هالته ورباندې خپل حاکمیت ټینګ کړي .

دطالبانو ددغو عملیاتو ترټولوتازه برید نن دهیواد په ختیځه پوله  تورخم کې دبهرنیواوداخلي ځواکونودپوځي او لوجیستیکي اکمالاتو په مشترک مرکز ترسره شو چې په لسګونو پوځي اولیږدوونکي وسائط پکي تخریب او  د داخلي ځواکونو نامعلوم شمیر کسان پکي مړه اوژوبل شول .

دطالبانو دپوځې عملیاتو دغې ژبغړاندې څپې هغه وخت زور واخیست چې دروانې میاشتي(اګست) په وروستیوکې د آیساف پوځي چارواکو ادعاوکړه چې دسږني کال دګرمي په موسم کې طالبان ونه توانیدل  چې له پوځې پلوه هغه موخې ترلاسه کړې کومې چې دوئ یې دترلاسه کولو پلان طرحه کړی وه .

دطالبانو دغه پوځي  اوعملیاتي نمایش په حقیقت کې دبهرنیو ځواکونو یادې ادعاته یوژوندی ځواب وه چې  دمحاربې په ډګرکې دپوځي فعالیتونو ابتکار له هغوئ سره دی او که هروخت وغواړي کولای شي په اساني سره خپل طرحه کړي  پوځي پلانونه  دبهرنیو او داخلي ځواکونوپه خلاف عملي کړي .

که څه هم طالبانو وکړای شول دکال له پیل نه  دخالد بن ولید دعملیاتو په ترڅ کې  دخارجي ځواکونو په خلاف داسې عملیات  ترسره کړي چې له پوځي  اړخه  ډیر موثر اوپه مقابل کې یې  دبهرنیوځواکونو نظامي او محاربوي  وړتیا تر پوښتنې لاندې راولي .

طالبانو سږکال په  ۶/۶/۲۰۱۳نیټه  دهلمند په ولایت کې دګرجستاني  پوځیانو په مستحکم  پوځي مرکز موفقانه برید ترسره کړ چې په ترڅ کې ۹ ګرجستاني پوځیان  مړه او یاد مرکز په بشپړه توګه  دګرجستان ددفاع وزیر په مستقیم دستور دتل لپاره وتړل شو .

همداراز سږکال په 2013/6/25 طالبانو وکړای شول چې دولسمشریزې ماڼۍ  په خوله  دامریکاداستخباراتي شبکي   سي ،آی ،اي په مرکز حیرانوونکی برید ترسره کړ چې دغو عملیاتو په خپل ذات کې دمحاربوي تکتیک او مهارت له مخې دطالبانو موثریت او په  نظامي برخه  کې  دهغوئ اغیزمنتوب په ډاګه کړ.

که دبهرنیو اوداخلي ځواکونو په خلاف دطالبانو دپیل کړیو عملیاتو دغه څپه نوره هم دڅه وخت لپاره همداسې ادامه ولري لیري نه ده چې دهیواد په پوځي ساحه کې دمحاربې پله دطالبانو په خوا درنه او دبهرنیانو ټولې هغه ادعاګانې چې دوئ وايي افغان ځواکونه په یواځي توب سره کولای شي دطالبانو دبریدونو مخنیوی وکړي له ناکامي سره مخ کړي .

د نن ټکی اسیا سر مقاله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د