افغانستان

د کندهار والي: پوليس شخصي زندانونه لري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۲، ۱۳۹۵ل): د کورنيو چارو وزير جنرال تاج محمد جاهد د کندهار امنيتي حالت د جاج اخيستو په موخه دغه ولايت ته رسېدلی او هلته يې له ولايتي چارواکو، امنيتي مسوولينو او قومي مخورو سره ليده کاته پيل کړي دي.

د کورنيو چارو وزير وايي، چې دوی به د کندهار د خلکو د شکايتونو له مخې په امنيتي چارو کې بدلون راولي او د پوليسو په ليکو کې به د اصلاحاتو لپاره ګام پورته کړي.

د کندهار والي همايون عزيزي هم وايي، چې د کندهار پوليس د خلکو د امنيت ساتلو پر ځای د کندهار ولس ځوروي، شخصي زندانونه يې جوړې کړي او له هر ډول قضايي څېړنو پرته په کې خلک بنديانوي.

د کندهار والي وايي زياتوي، چې پوليس په هغو چارو کې ښکېل دي، چې د دوی له دندې سره ضد دي، پوليس خلک ځوروي، په خپلو حوزو او پوستو کې په پټه ساتي او بيا يې د پيسو او رشوت په مقابل کې خوشې کوي.

نوموړي د کورنيو چارو له وزير څخه غوښتنه وکړه، چې بايد د کندهار پوليسو لپاره وړ، مسلکي او پر کار پوهه خلک وګوماري او د خلکو شکايتونو ته جدي پاملرنه وشي.

د کورنيو چارو وزير ژمنه کړې، چې د خلکو د شکايتونو پر بنسټ به پوليسو کې بدلون راولي.

«د کورنيو چارو وزارت به د پوليسو د سرغړونو په اړه به د پلټونکي پلاوي له راپور وروسته د امنيت شورا په سلامشوره بدلون راولي.»

د پوليسو د سرغړونې او شخصي زندانونو په اړه راپور په داسې حال کې راځي، چې څو ورځې وړاندې برتانوي رسنيو په خپل راپور کې ويلي و، چې په ګڼو ولايتونو کې د خيالي پوليسو شمېر ډېر دی، چې قوماندان او مشران يې اعاشې او تنخواګانې اخلي او پوليس نه شته.

ګارډين برتانوي ورځپاڼې هم په دې اړه په خپل راپور کې ليکلي، چې د رسمي شمېرو له مخې يوازې په هلمند کې ۲۵،۰۰۰ سرتيري موجود دي او دغه شمېره طالبانو سره د جګړې لپاره بيخي زياته ده، مګر ستونزه دا ده، چې دا يوازې يو خيالي ليست دی، تنخوا ګانې او اعاشې اخلي، مګر دغومره سرتيري اصلا شتون نه لري.

د ګارډين په وينا په ټول افغانستان کې د ملي اردو او پوليسو ليستونه په جعلي او خيالي نومونو ډک دي، چې ډېری يې په جګړو کې وژل شوي او نومونه يې نه دي اعلان شوي او يا خو بيخي شتون نه لري او قوماندان، يا د پوستو مسوولين يې په نوم تنخواګانې او اعاشې اخلي او تر اوسه څوک نه شته، چې د دغو خيالي پوليسو او اردو په اړه څېړنه او مخنيوی يې وکړي.

د هلمند ولايتي شوار استازو ګارډين ته ويلي، چې يوازې په هلمند کې د پوليسو او اردو څلوېښت سلنه خيالي دي او ګارډين د نورو حکومتي سرچينو له قوله ليکلي، چې کېدای شي دا سلنه تر دې هم زياته وي.

څو ورځې وړاندې افغانستان لپاره د امريکايي مرستو د څار ادارې «سيګار» مشر جان سوپکو کانګريس ته په خپل راپور کې ويلي و، چې تر اوسه د امريکا متحده ايالتونه او نه هم افغان حکومت پر دې پوهيږي، چې د افغان امنيتي ځواکونو کره شمېر څومره دی، يا د جګړې لپاره څومره کسان تيار دي او يا هم د جګړه‌ييزو عملياتو وړتيا ولري.

د امريکا کانګريس هم په خپل وروستي راپور کې ويلي، چې افغان امنيتي ځواکونه د امريکايانو له ملاتړ پرته د پلازمېنې کابل ساتنه هم نه شي کولای، د نور هېواد خو لا لرې خبره ده.

د کانګريس دفاعي کمېټه وايي، چې هر کال امريکا د امنيتي ځواکونو په وړتيا پنځه ميليارده ډالر لګوي، مګر داسې ښکاري، چې دا لښګتونه ټول بې ځايه دي؛ ځکه، چې عملي پايله يې نه تر سترګو کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x