افغانستان

ولسي جرګه: پاکستاني ځواکونو خوست کې امنیتي پوستې جوړې کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۲مه، ۱۳۹۵ل): د ولسي جرګې غړي وايي پاکستاني ځواکونو په افغان خاوره کې د ننه پوځي تاسیسات جوړ کړي دي.

په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازي وايي چې پاکستاني ځواکونه د دې ولایت تڼیو ولسواليو کې امنیتي پوستې جوړې کړې دي.

د دوی په خبره پاکستاني پوځيانو د تڼيو د پشرلي غره پر سر له یوې اوونۍ راهیسې د پوستو جوړولو ته دوام ورکړی دی او ورو ورو د پرمختګ په حال کې دي.

د خوست ولایتي ادارې د پاکستاني پوځيانو د مداخلې په اړه څه نه دي او نه هم کورنیو چارو وزارت د ورته پېښو پخلی کوي.

د خوست استازي په داسې حال کې د پاکستاني ځواکونو د وړاندې راتګ خبر ورکوي، چې په پکتیکا کې بیا اتلس کيلومتره بېرته په شا تللي دي.

د پکتیکا په انګور اډه کې هغه تاسیسات چې څو میاشتې وړاندې پاکستاني ځواکونو رسماً پرانیستل، تېر ماښام بېرته افغان لوري ته سپارل شوي دي.

دا په داسې حال کې دی چې د دې تاسیساتو تر سپارلو پورې کورنیو چارو وزارت او ځايي ولایتي ادارې د دې تاسیساتو له موجودیته انکار کاوه.

ياده دې وي پاکستان د خوست پر ګډون پر ډېورنډ کرښو ګڼو پرتو ولایتونو کې افغان خاوره کې د ننه ان پوځي عملیات ترسره کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x