شعـــــرونه

زما آواز – عبدالروف قتيل خوږياڼى

afghanistan-mountainاى د ټــــولې دنيــــــا خــــــاورې افــــغان وروزه افغـــــان مې

بنــــده گــــۍ بانــــدې قايــــم کـــــړې د غني رحيم رحمان مې

د پـــــردي کلـــــچر خويونه پــــرې ونـــــه تپئ پښـــــتون دى

ناورينــــونو ځــــــــورولــــــى لـــــــه حــــــالاتو ډېر زبون دى

ستا کلـــــچر ستــــا مبارک شــــه انــــگلستان که امريکه يې

په کلــــــچر مې غـــــرض مــــه کړه جرمني کـــه فرانسه يې

دغــــه بس دى چـــې دې لـــــوټ کړو خزانې دې رانه يوړې

غــــرض مـــــه لـــــره پــــــه دين مې استراليا که افريقه يې

پـــخــــپل کور پراتــــه آرام وو تاســــې بل کړه پرې اورونه

الــــهي تنـــــدر پـــــه تاســــې چـــې تبـــــاه مو کړي سرونه

خـــپل وطــــن مــــو راتـه اور کړو کنډواله مو ورته کور کړ

تاســــې دومره شراب ورکړل چې دښمن مو د خپل ورور کړ

ستا په بوټي دې اور بل شي چې شي خلاص درنه ايمان مې

تــــا ودونو کـــــې خوښــــۍ کـــړې پــــه ژړا بانـــدې بــدلې

لــــــه خندا ډکـــــې خــــولگۍ شوې په غوغـــــا باندې بدلې

د دوى خداى شته تا به ورک کړي پـــخپل بم  به تباه کيږې

خـــــوشحالي بــــه دې په غم شي ته نمرود نيمه خوا کيږې

زمــــا لاره د اســـــلام ده رب بـــــه ساتــــي پاک قرآن مې

تا آئين لـــــه لاســــه ورکـړ ما ساتلــــــى خــــــپل قرآن دى

زمـــــا عشق زمـــــا مينــــــه دغه نـــخښه دا مې شان دى

زه بنـــــــده د رب رحــــــيم يم زه عــــابـد د خپل معبود يم

زه يـــــوې کعبې تــــه سر ږدم زه بنـــــــده د رب ودود يم

مـــــا بـــــه ساتي ستـــــا لــه اوره د نمرود د در خاکروبه

خليلــــــي يمه نمروده رب مـــــې ساتــــي ستا لــــه خوبه

زه قـــتيــل د رب پــــه در کې يــــو بلبل هــزار داستان يم

عبدالروف قتيل خوږياڼى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx