fbpx
ana gathering

ناټو وايي د افغاني ځواکونو د وژني کچه نوره د تحمل وړ نه ده

نن ټکی آسیا: په افغانستان کي د ناټو د ځواکونو عمومي قومندان امریکايي جنرال جوزیف دانفرډ د ګارډین ورځپاڼي سره په یوه مرکه کي ویلي چي د افغاني ځواکونو په منځ کي د وژني کچه داسي یو حالت ته رسیدلی چي په هیڅ صورت نور د تحمل وړ نه ده.

نوموړي زیاته کړې، کیداي سي د افغانستان ځواکونه راتلونکو پنځو کلونو پوري نور هم د بهرنیو ځواکونو ملاتړ ته اړتیا ولري، ځکه په یوازي سر هغوی نه سي کولای سي چي د امنیتي چارو مسؤولیت په پوره توګه په غاړه واخلي.

دانفرډ وویل چي زه خپله دا ډیر خطرناک حالت بولم، کله چي په یوه اونۍ کي تر سل (۱۰۰) کسه زیات افغاني عسکر وژل کیږي، نو دا بیا داسي حالت دی چي په هیڅ صورت د تحمل وړ نه دی، نه یوازي زه بلکي نور فوځي مشران هم داسي یو حالت د تحمل وړ نه بولي.

او زیاته یې کړه چي راتلونکي ورځي به دا وښيي چي د ناټو د ځواکونو دا فیصله چي امنیتي چاري به افغاني ځواکونو ته سپاري، سهي فیصله وي او که بی ځایه، او زیاته یې کړه، ددې پوښتني جواب تر لاسه کول اقلا په اوس وخت کي زما په فکر تر امکان لیري دی.

باید وویل شي چي د امریکا ولس مشر باراک اوباما فیصله کړې چي د کال 2014 وروسته به خپل د فوځ اکثریت حصه باسي، او یو لږ شمېر به د افغاني ځواکونو د روزني لپاره پرېږدي.

خو دانفرډ وویل چي کیدای شي چي افغاني ځواکونه تر ۲۰۱۸ تر مخه دې ته تیار نه وي چي د ټول هیواد امنیتي چاري په غاړه واخلي.

د رسمي احصائیاتو له مخي د افغاني ځواکونو شمېر 350 زره عسکرو ته رسیږي، او بهرنیان غواړي چي د کال 2014 وروسته دامنیت ټولي چاري دوی ته وسپاري.
باید وویل شي چي د کال 2011 په پرتله د افغاني ځواکونو په منځ کي د وژني کچه د 15 سلني څخه تر 20 سلني پوري لوړه شوې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د