نظــر

اې زما مسلمانې خورې!!!

ليکوال: نقيب الله (( احمدي))

د وخت او حالاتو تور تم، د غرب وحشي تمدن زموږ ډېرې مسلمانې خويندې له کورونو را و ويستې. د اسلامي حجاب دنګ منارونه يې را ونړول زموږ اسلامي او کلتوري حجاب يې داسې بې ارزښته کړ، چې په خپل افغاني لباس د غرب ليلام ته ډېر ارزښت ورکول کېږي.

لکه څنګه چې زما خطاب مسلمانو خويندو ته ده، نو زه ورته وايم چې زما مسلمانې خورې! ولې ځان درته دومره  بې ارزښته ښکاري، چې لوڅ مخ بازار ته را وځې او د حسن لېوني دې له ښکلا نه خوند اخلي. الله پاک خو تاته دومره قيمت درکړی، چې جنت يې ستا تر قدم لاندې ګرځولی، ولې دې ځان دومره بې قدره کړی دی.

ته چې مادياتو، سينګار او د نفس خواهشاتو ته په پرهېزګارۍ، حيا، عفت او پاک لمنۍ باندې ترجيح ورکوې، او په اوسني عصر کې د ښځو او بشر د حقوقو نارې وهې ان تر دې چې د شريعت په حريم باندې ګذار کوې او ځان له نارينه و سره مساوي بولې،  او برابر حقوق غواړې وايې چې موږ ته د نارينه غوندې حقوق نه را کول کېږي. په الهي قانون او پرېکړه رضايت نلرې، هر وخت دا شعارونه ورکوې چې ښځو ته په ميراث، نکاح، ازادۍ او خپلواکۍ کې هېڅ ډول حق نه ورکول کېږي، په دولتي چارو کې د سړيو په اندازه ونډه او اجازه نه را کول کېږي.

خو افسوس زما خورې! چې تا پر دې هم  سوچ کړی وای چې په غربي ديموکرسۍ کې ستا د حيا او عفت لمن څومره داغداره شوې ده کفري دسيسو ستا د سپېڅلي پړوني څومره سپکاوی کړی دی.

ايا تا کله دا شعار پورته  کړی،  چې ولې د ښار په هر دوکان کې په بې ارزښته توکيو د بې حيا ښځو بربنډ انځورونه ليدل کېږي، او موږ ولې دومره بې ارزښته يو چې د تلويزون په هر چينل، اخبار، فلمو، او نندارتونو کې زموږ په سپېڅلي شرف، حيا او انساني کرامت باندې لوبې کېږي.

ايا کله هم ستا سر په دې ناروا باندې خلاص شوی، چې ولې په بازار کې په ډېر ناچيزه شي ستا لوڅ انځور کښل شوی دی، ايا ته رښتيا دومره بې ارزښته او بې حيثيته يې چې خلک دې د بازاري توکيو په څېر استعمال کړي.

زما خورې! پر دې بايد سر خلاص کړې، چې دا ټولې لوبې د حقوق بشر او کفري اينجو ګانو دي چې پر تا يې کوي. زما په نظر  ته که دا بې حيايي خوښوې او عمل پرې کوې، د اسلامي نړۍ پر ټنډه تو داغ يې د مسلمانانو د وروسته پاتې کېدو عامل يې. که ته د تمدن په نامه چا غولولې يې نازکې او نيم بربنډې جامې اغوندې او بازار ته د سړيو مخ ته ور وځې نو پر دې پوی شه، چې انسانان مخکې له تمدن څخه لوڅ ګرځېدل څومره، چې تمدن ته داخليدل هغومره يې ځان او عورت پټاوه، خو اوس چې تمدن اوج ته رسېدلی ولې اسلامي حجاب درته قفص ښکاري؟ تا چې کوم اسلامي او افغاني لباس اغوستی دا ډېر د لوړ تمدن څرګندونه کوي په هېڅ ډول د وروسته پاتې والي او شاتګ په معنا نه دي، خو د ځان بربنډول تا بيرته هغو زمانو ته ستنوي چې انسانان پکې لوڅ  ګرځېدل.

اې خورې! ايا د خپلې ابرو، عزت او حياء له قېمت نه خبره يې راځه پوی شو، چې ستا عزت او ابرو څومره قېمت لري؟!

د اسلام په تاريخ کې په لسګونو مثالونه شته، چې مسلمانو مېرمنو خپل عزت ته د خطر په وخت کې ځانونه ژورو څاګانو ته غورځولي، يا يې له لوړو منزلونو ځانونه ښکته را اچولي دي او د خپل مرګ په بيه يې خپل عزتونه ژغورلي دي، تر څو د اسلام د سپېڅلي دين پر ټنډه تور داغ نه شي.

د مدينې د يهوديانو په بني قينقاع بازار کې يهودي زرګر يوه مسلمانه مېرمن سرتوره کړه او هغې مسلمانانو ته فرياد وکړ، چې ژر يې يو مسلمان مرستې ته ور ورسېد او زرګر يې په يو ګوزار جهنم ته ولېږه.

کله چې دا خبره نبي کريم صلی الله عليه وسلم ته ورسېده نو هغه د بنو قينقاع قبيلې ټول يهودياند ابد لپاره له مدينې وشړل.

عربۍ ناهيدې له سند نه د خپل عزت د خوندي ساتلو په خاطر په خپلو وينو ليک وليکه او د وخت واکمن حجاج بن يوسف ته يې ولېږه، چې دا ليک تر اموي خليفه وليد بن عبدالملک پورې ورسېد، د هغه په سترګو کې يې اوښکې ډنډ کړې او د سند په خلاف يې د جهاد اعلان وکړ، چې دولس زره لښکر يې د اوولس کلن سپه سالار محمد بن قاسم تر قومندې لاندې سند ته ولېږه، چې ناهيده يې را ازاده کړه. له روميانو سره يوې بندي مسلمانې مېرمنې چې کفارو زوروله بې اختيآره د وخت خليفه معتصم باالله ته د وامعتصما! چيغه له خولې ووته؛ يوه مسلمان واورېده او نېغ د معتصم دربار ته ورغی او مسلمانې مېرمنې فرياد يې ورته وساوه، معتصم چې يو ځوان خليفه و وينه يې په جوش راغله او د اتلس زره لښکر په بدرګه يې د مسلمانې خور فرياد ته لبيک و وايه او هغه يې د کفارو له بنده را ازاده کړه.

ميوندۍ ملالې د خپلو خويندو د عزت په خاطر، چې انګرېزي ښکېلاک په افغانستان کې پاتې نه شي؛ او زما د خويندو درانده پړوني او حيآء ته خطر پېښ نه شي، د ميوند په ګرمه معرکه کې د غازيانو لوېدلی بيرغ په خپلو منګلو پورته کوي، او په تندريزو ټپو سره د غازيانو ولولې را پاروي او خپله توره په لاس کې اخلي او تر هغو جنګېږي تر څو يې د شهادت جام نوش کړ، چې د ميوند جګړه د دې د غيرت په پايله کې افغانانو وګاټه.

کابلۍ ناهيدې د يو جنګسالار چې د دې د بې عزتۍ هڅه يې کوله، خو دې ته خپل عزت دومره ګران و؛ چې د مکرويانو د يوه بلاک له سر څخه يې ځان را وغورځاوه، او د حجاب د شهيدو په لست کې يې خپل نوم وليکه. هلته په ابوغريب زندان کې يوه مسلمانه مېرمن د بشر د حقوقو د عوده دارانو دومره وزوروله، چې  نوره يې حوصله تنګه شوه د ځان ژغورنې او ځان وژنې وسايل ورسره نه و، بالاخره يې خپل سر د زندان له دېواله سره تر هاغه و واهه تر څو يې ماغزه باد باد شول او د زندان په دېوالونو سريښ شول، او خپل غمځپلی روح يې د کايناتو رب ته وسپاره.

اې خورې! په غرب کې ستا مسلمانې خويندې د حجاب په ګنا له هر راز انساني حقوقو بې برخې دي، د حجاب اغوستو په جرم دولت ته ټيکس او مالي جريمه ورکوي، د حجاب شهيده مروا شربيني د جرمني په ډکه محکمه کې د چاقو اتلس ګوزارونه خوري، او د حجاب اغوستو په ګناه سورۍ- سورۍ کېږي؛ خو ته اې خورې! چې په خپله خوښه د عفت او عزت وياړ له ځانه لېرې کوې، ايا کله دې دا سوچ کړی دی، چې د قيامت په ورځ به له شهيدې ناهيدې او مروې سره په کومو سترګو مخ کېږې؛ هغوی به خپل ټوټې- ټوټې بدن الله جل جلاله ته وړاندې کوي، چې موږ د خپل عزت، ابرو او حجاب د ساتلو په خاطر داسې شو، او ته به وايې چې ما په خپل اختيار خپل دروند پړونی وغورځاوه. ايا ته به څنګه له شهيدې سميې سره مخ کېږي چې د خپل ځان د قربانۍ په قيمت يې د اسلام د شهيدانو په سر کې خپل نوم وليکه او مسلمانو خويندو ته يې په تاريخ کې يو زرين باب پرانيست، او ته په خپله خوښه اسلامي ارزښتونو ته شا کوي، او له اسلام څخه په تېښته يې!. ايا ته به هغو ځلموټو ته څه ځواب وايې، چې د معتصم او محمد بن قاسم د پوځ تر قومندې لاندې يې د خپلو خويندو د ازادۍ او عفت ساتلو په خاطر خپلې خيالي ځوانۍ قربان کړې دي، اوس هم داسې ځلمي شته چې ستاسو له عزت، ابرو او عفت نه ځانونه ځانونه لوګی کړي، خو که تاسو لږ غيرت وکړئ او خپل عزتونه ليلام نه کړۍ.

اې خورې! دا يو څو نمونې وې چې ستا مخې ته مې کېښودې اوس به لږ څه نا څه د خپلې ابرو، حياء او عفت قېمت درته ښکاره شوی وي، چې د يوې مسلمانې خور د عزت ساتلو په خاطر په سلګونه او زرګونه ځلمي خپلې تاندې ځوانۍ قربانوي. مسلمانې خور ته خپل عزت، ابرو ا وعفت دومره ګران دی، چې مرګ قبلوي خو خپله حياء او عزت نه پلوري، ان دومره تحمل هم نه لري،  چې څوک يې د غيرت پړوني ته په بد نظر وګوري، چې په نتيجه کې يې څوک په چاقوګانو سورۍ-سورۍ کېږي، او څوک له لوړو منزلونو نه ځان ښکته را خطا کوي او څوک تر هغه خپل سر د زندان له دېواله سره وهي تر څو يې ماغزه باد-باد شي؛ اې خورې ته چې نن خپله ښکلا، ابرو او حياء د ديموکراسۍ بازار ته په وړيا توګه وړاندې کوې، او بې بندوباره خلک ورنه خوند اخلي، ايا دې شهيدو خويندو ته د حساب او کتاب په ورځ څه ځواب وايې؟ هغوی به درته وايي، چې موږ د خپل عزت او د اسلام د عزت ساتلو په خاطر مرګ غوره کړ، او خپلې ځوانۍ مو له خپل عزت نه قربان کړې؛ تا ولې په وړيا توګه خپل حسن بازار ته وړاندې او اسلام ته دې په سپکه وکتل ايا ځواب در سره شته؟

اې خورې! قسم په خدای ستا عزت دومره قېمتي دی، چې زرګونه ځوانان خپل سرونه ستا له عزت نه قربانوي. اې خورې! ته له دې نه ډېره لوړه يې، چې د فاسقانو سترګې ستا په لور کږې وي، او له دې ډېره قېمتي يې چې د بازار لېوان دې وداړي، داسې فکر مه کوه چې په پرده او حجاب کې بې پروايي کومه مهمه خبره نه ده، بلکه هغه ګنا او د الله جل جلاله له امر نه نافرماني ده. الله جل جلاله فرمايي: ((وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَى)).

ژباړه: او کېنئ ( اې ښځو!) په خپلو کورونو کې او مه ښکاروئ ( خپل ښايست پرديو سړيو ته) په شان د ښکارولو( او ښايست) د جاهليت د ړومبنيو (ښځو).

دا رنګه الله جل جلاله فرمايي: ((يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُلْ لِأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاءِ الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِنْ جَلَابِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَنْ يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ)).

ژباړه: اې نبي! و وايه خپلو ښځو او خپلو لوڼو ته دې او د ( نورو مؤمنانو) ښځو ته چې خواره او پټ دې کړي خپل ټول ځانونه په خپلو ټيکريو او پړونو کې، دغه پټول د بدن نږدې دي دې ته چې وپېژندل شي دوی ( چې اصيلې دي) نو ضرر به و نه شي رسولای دوی ته ( د وينځو په ګمان).

جلابيب يا جلباب هغه لباس ته ويل کېږي، چې يوه ښځه له سر نه تر پښو پورې پکې پټه وي، او شايد د حجاب شرايط به در معلوم وي خو يو ځل بيا يې هم يادونه درته کوم، حجاب اته شرطونه لري، چې مسلمانه مېرمن يې بايد مراعات کړي.

لومړی: حجاب بايد د ښځې ټول بدن پټ کړي، لباس بايد ټول بدن پټ کړي نن سبا ښځې لوڅ مخ  بازار ته وځي چې دا حرام او ګنا ده.

دويم: د ښځې لباس او چادري بايد ضخيمه او ډبله وي نازکه او نرۍ بايد نه وي، ځکه خلک د فساد خواته بيايي، او دا د قيامت له علامو څخه ده، او نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي، چې زما په امت کې به داسې ښځې پيدا شي، چې لباس به يې پر تن وي مګر لوڅې به وي… او دوی به جنت ته نه داخلېږي بلکه د جنت بوی به يې هم تر پوزې و نه رسېږي.

درېيم: د ښځې لباس بايد پراخ او ازاد وي تنګ او چسپ به نه وي، چې اوس اسلامي امت له دې فتنې سره مخ ده، کفري نړي بازار ته نوي فېشني تنګ او چسپ لباس وړاندې کوي تر څو مسلمانه ټولنه پرې بې لارې کړي.

څلورم: هغه لباس چې مسلمانه مېرمن يې اغوندې په خپله همدا لباس زينت او ښايست نه وي، داسې لباس چې د ښځې د حجاب سبب شي د هغې د ښکلا سبب کېږي او د نارينه و توجه ځان ته جلبوي، چې مسلمانې خويندې بايد له داسې لباس نه ډډه وکړي.

پنځم: د مسلمانې ښځې لباس بايد د نارينه د لباس سره ورته والی او مشابهت ونه لري، نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: چې زما له امت څخه نه دي هغه ښځې چې ځان له نارينه و سره مشابه کوي، او هغه سړي چې ځان له ښځو سره مشابه کوي.

شپږم: له کوره د باندې بايد د ښځې لباس معطر او خوشبويه نه وي، ځکه نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: هره ښځه چې په ځان عطر و وهي او له کوره ووځي، او د خلکو له مخې تېرېږي او هغوی يې د عطرو بوی احساس کړي دا ښځه زنا کاره ده، او هر څوک چې هغه ويني هغه سترګې زناکارې دي.

اووم: مشهور لباس به نه وي، چې د هر چا توجه جلبوي بلکه عادي لباس بايد وي.

اتم: د غير مسلمانو ( کفارو ) د ښځو له لباس سره به مشابه نه وي ځکه د کفارو ښځې خو هسې هم د حياء په غم کې نو هر رنګه لباس اغوندي او د خلکو په مخ کې د خپل ښايست تظاهر کوي.

خورې! ستا لپاره دا هغه پتمن حجاب ده چې الله جل جلاله او د هغه رسول درته خوښ کړی ده، نور اختيار ستا په لاس کې چې د خپل خالق او خپل رسول لاره ځان ته خوښوې او که غربي لباس خوښوې، خو زه دومره درته وايم چې اسلام تاته عزت در وباښه او ته يې د ټولنې په مهمو غړيو کې حساب کې کړې، ته يې د عدل او مينې په څادر کې وپېچلې.

د اسلام لومړۍ قبلوونکې ستا مور حضرت خديجه رضي الله عنها د، او لومړۍ شهيده يې ستا خور سميه رضي الله عنها ده، چې ستا لپاره د اسلام په تاريخ کې ستر وياړ دی.

ستا مور او پلار چې ته په اسيې، مريم، خديجې، سميې، اسماء، زينب، عايشې، فاطمې، صفيې او رقيې سره و نومولې دا ځکه چې ته د هغوی پر قدم لاړه شي، او د هغوی نمونه په دې زمانه کې خلکو ته ور وښايې!.

زما خورې! نن سبا چې غربي نړۍ ستا په حجاب پسې را اخيستې ده او غواړي ستا دروند پړونی ستا له سر څخه وغورځوي، او په رنګا رنګ توطئو او بهانو سره غواړي اسلامي حجاب مسخره کړي، او تا هم داسې بې قدره او بې قېمته کړي لکه د غرب ښځې، په غرب کې تر ټولو وړيا شی چې موندل کېږي هغه د ښځو عزت دی او بس.

خو اې خورې! تاته د زده کړې په ډګر او د ضرورت په ځايونو کې، چې له کوره وځې کوم لباس تر ټولو ډاډمن او خوندي ده؟ راځه د يوې افغانې حيادارې خور د خولې خبرې واورو چې په افغاني ټولنه کې ځان ته کوم وړ جامي خوښوي او د سکون او ډاډ احساس پکې کوي.

دا مسلمانه خور وايي: (ځينې ځوانان او غرب مېشتې مېرمنې پر افغاني دوديز لباس او حجاب نيوکې کوي، چې مېرمنې له سره تر پښو پکې مستورې وي. د غسې حجاب ځينو د ښځو لپاره سپکاوی او ځينو قفص بللی دی، زه له هغو سره له اسلامي او ټولنيز لحاظه نه غږېږمه، زه د يوې مېرمنې په توګه دوی ته د زړه حال وآيمه: زه کوم حجاب خوښوم؟

هغه حجاب چې زه د ارامۍ احساس پکې وکړم او د خلکو نظر له ځانه واړوم، زما دوديز حجاب برقه( شنه چادري) ما تل له ځناورو سترګو ژغوري. هر کله مې چې سترګې له حجابه را اېستلې دي د خلکو خبرې را پسې شوې دي، هر کله مې چې کوټې برقع ( توره حجاب) کړی ده خلکو څارلې يمه ځکه نو ماته دا تور لباس (برقع) تر ډېره يوه فېشني جامه ده نه حجاب.

زما ښکلا زما له مخ ( څېرې) نه څرګندېږي زه نه غواړمه چې زما ښکلا نا محرم ته څرګنده شي زما دوديز حجاب هم اسلامي دی هم کلتوري.

په دغسې يو ټولمنلي لباس او حجاب زه د ټولنې تر نظره با عفته او سنګينه اېسمه! نو زه له داسې يو ټول منلي کلتوري ارزښته سرغړونه نه کومه، او څوک چې زما مخ له حجابه باسي هغوی زما د ښکلا وږي دي، هسې يې اسلامي حجاب بهانه ګرځولی ده).

اې خويندو! د دې خور د زړه خبره مو د زړه په غوږونو واورئ څومره ښکلی حقيقت يې ويلی دی، دا واقعيت دی چې تور حجاب هغه چې سترګې ورنه معلومېږي يا سترګې هم پکې پټې وي په رښتيا د نارينه و توجه جلبوي او يو فېشني لباس دي، نو که غواړي ځان مستوره او له وږيو سترګو خوندي وساتې نو شنه چادري له ټولو غوره، خوندي او ډاډمن لباس او حجاب دی.

خورې! که ته دا لباس ځان عار او قفص بولې نو بيا به خامخا د بازار په کوڅو او واټونو کې ځناور صفته انسانان درته سترګې په لار وي او ستا د داړلو د موقع انتظار به کوي، ته په دې پوهېږي، چې دا بشري ليوان دي او ستا څېرولو ته څومره بېتابه دي، ستا په نازو او نخرو تګ او له نامحرمو ځوانانو سره ستا تليفوني اړيکې به خامخا يوه ورځ ستا عفت در څخه لوټ کوي، ځکه يو وږی لېوه له يوې ګډې او مېږي څخه پرته له پستې او نرمې غوښې څخه نور څه نه غواړي، خو دغه بشري لېوه چې ستا د داړلو په نسبت کومه اراده کړې هغه د ګډې د غوښې څخه په ميليون هاو چنده غوره دی، د هغه له لاسه ورکول ستا لپاره تر مرګ هم ډېره ناوړه ده.

ستا همدغه عفت دی چې ته پرې ژوندی يې، ته پرې وياړې، اوته پرې د برم څښتنه يې، د دغسې لېوانو له کبله د ښځې د عفت داړل هغې ته تر دې سخت دي، چې سل ځله ومري. دوی ستا په نسبت څه تمه لري؟ قسم په الله ځينې فاسق او فاجر ځوانان به دا وايي، چې موږ په يوه انجلۍ کې د اخلاقو او ادب پلټنه کوو، په مختلفو اسلوبو او نيرنګونو له هغې سره خبرې، ليدنې، کتنې تبادله کوي، د پاکۍ او ريښتونې مينې وعدې ورکوي، زه بيا هم د الله پاک په سپېڅلي نامه قسم خورم، چې دا ټول درواغ وايي غدر او خيانت کوي، دغه ټولې خبرې فقط ستا د عفت د څېرلو لپاره سريزه او مقدمه ده، که د دې ځوانانو ځانګړي مجلسونه او خلوتونه وګورې نو توبې به وباسې! هو د غه سريزه به ستا د عفت د څېرولو په لور منتج شي، هغه داسې چې د يو ساعت په اوږدو کې د خوندونو يوه توپاني څپه راشي، بيا هېره کړای شي هغه خپلې پښې سپکې کړي، خو ته په ټولنه کې سقوط وکړې هغه د کومې بلې ناخبرې پېغلې په لټه کې شي تر څو يې عفت ور څخه غلا کړي.

خو تاته پېغور متوجه شي، ټولنه د هغه هر څه معاف کړي وايي يو بدعمله ځوان و، خو اوس يې توبه وېستلې او ښه سړی شوی دی، او ستا د ژوند مراندې خو له دغه عار او پېغور سره اودې غزېدلې دي او ټولنه بيا تاته بښنه نه کوي، خو که په کوم بازار کې له دې ځوان سره مخ شوې وای، او په ټينګ عزم او هوډ سره دې اعراض او کرکه ورنه کړې وای، نو هر چا به ستا مرسته کړې وای، او هېڅ کوم فاجر به د کومې ښځې د عفت په لور جرأت نه وای کړی.

ښځه که هر څومره کمال، شهرت، جاه او جلال ته ورسېږي د هغې وياړ او نېکمرغي له واده پرته په بل څه کې نشته، چې بايد يوه صالحه ښځه او پتنمه مور، او د کور يوه مهربانه پالونکې و اوسېږي، که هم هغه کومه شهزادګۍ يا ملکه وي. واده د ښځې تر ټولو ستره ارزو ده او د سپکې او بد لمنې ښځې سره هېڅوک هم واده نه کوي، حتی هغه وږی لېوه هم چې عفتونه څېروي او په خپله له څېرې عفت نه پېدا وي، ځکه هغه هم د يوې شريفې ښځې په لټه کې وي او نه غواړي چې د کور مېرمن او د اولادونو مور يې يوه بدنامه او بد لمنې ښځه وي.

خورې! بښنه غواړم لږ وړاندې لاړم ترخې خبرې مې وکړي خو قسم په خدای د اوښکو په بدرګه يې درته ليکم، هره ورځ له راديو ګانو اورو چې په ښارياتو کې د نجونو د ازارونو کچه لوړه شوې، په يوه رپوټ کې مې وارېدل، چې نهه پنځوس په سلو کې نجونو ته جنسي زورونې په خپلو کاري دفترونو کې متوجه دي او نهه څلوېست فيصده بيا له دفتر نه د باندې په لارو او کوڅو کې متوجه دي، ايا دا به د اصيلو مسلمانانو لپاره څومره دردوونکی خبر وي، چې د غزنوي او ابدالي بابا په وطن کې دې داسې حال وي، او دې ته فکر ده چې دا ګوره جنسي زورونې دي نه هغه چې په خپله خوښه تر سره کېږي، څومره دردوونکی حالت ده، قسم په خدای خورې! اسلامي امت به ستا بې حجابي، ناز او نخرې نور هم د تباهۍ کندې ته غورځوي، که ته د غرب په اشارو ګډېدې او غربي کلتور ته دې هر کلی وايه، نو په خپلو لاسو د اسلامي امت د عزت اوحياء مرۍ خپه کوې!.

خورې ايا دې ته دې پام دی، چې په لوی لاس د خپل رب، دين او ناموس د دښمنانو چوپړ کوې، ايا د دوی دا خبره دې نه ده اورېدلې، چې وايي: د شرابو پياله او ښکلې ښځه د مسلمانانو په پرځولو کې له زرګونو توپونو غوره ده، او ته را وتلې يې نارې وهې، چې راشئ د اسلام دغه لښکر زه درته له منځه وړم.

او که بيا دا هرڅه درته تمدن ښکاري او دوکه يې نه بولې راځه هغه چې په دې تمدن کې اوج ته رسېدلي دهغوی د خولې خبرې واوره چې څه وايي، يوه المانۍ ښځه وايي: د غرب په وراسته تمدن باندې ونه غولېږئ! دغه هر څه دهوکه او فرېب دی؛ دوی غواړي تر همدغه سر ټکي لاندې تاسې تېر باسي؛ او له خپل دين څخه مو په لېرې واټن کې وغورځوي!

اسلام او په اسلام کې کورنی نظم د ښځې له شخصيت سره په بشپړه توګه سمون خوري!

تاسې کولای شئ دلته دا پوښتنه مطرح کړئ چې دا ولې؟ هو! الله جل جلاله د خپل حکمت پر بنسټ سړی د ښځې په پرتله په عقلي تحمل او بدني قوت سره غښتلی پيداکړی؛ او ښځه يې په عاطفي ډول حساسه او نازکه پيداکړې، چې له سړي سره سياله او انډوله نه ده.

په همدې اساس کور د ښځې لپاره اصلي تم ځای دی؛ کومه ښځه چې له خپل مېړه او اولادونو سهر بې کچه مينه ولري هغه په هېڅ صورت او قېمت خپل کور نه پرېږدي، او له بې ګانه و سره اختلاط د خپل ځان توهين او سپکاوی ګڼي.

په لويديځ کې نهه نوي فيصده ښځې له نارينه و سره د سيالۍ او مساوات غورځو پرځو دومره لالهانده کړې، چې يواځې همدومره يې کړي، چې خپل ځانونه خرڅ کړي او خپل عفت يې د پرديو نارينه و په وړاند ې ايښی؛ له دې پرته نور هېڅ هم په لاس نه دي ورغلي.

د غربي نړۍ نوې استعماري لوبه ګلوبلايزېشن يا نړيوالتوب د مسلمانې ښځې او کورنۍ لپاره بله لويه ستونزه ده، چې غواړي مسلمانه ښځه د يو بازاري توکي په څېر بې ارزښته کړي.

غربي نړۍ چې کله د اسلامي نړۍ په مقابل کې په نظامي جګړه کې ماتې وخوړ، نو د نوي استعمار تر سيوري لاندې يې سړه جګړه شروع کړه، ځکه دوی ته د مسلمانانو اتحاد او اتفاق معلوم شو، چې مسلمانان خپل ارزښتونه، اېماني کړنلارې، تاريخې کارنامې، کلتور او فرهنګ په  کلکه ساتي او د سر په بيه ورنه دفاع کوي. نو د عسکري جګړې پر ځای يې د اسلامي نړۍ په مقابل کې فکري جګړې ته مخه کړه.

د فکري جګړې زياته برخه د نجونو او ځوانانو بې لارې توب، فحشاء ، د کورني ژوندختمول، او د ښځې بې حجابي ته متوجه ده، چې په هر ډول وي بايد مسلمانه ښځه بې حجابه کړي او له خپل کور څخه يې بازارونو او کار ځايونو ته را وباسي، او له نارينه و سره يې څنګ په څنګ ودروي، او د دوی په اصطلاح خپل حقوق تر لاسه کړي.

له دې کار څخه د غرب يواځينی هدف د مسلمانو ښځو بربنډول او اسلامي ټولنه د اخلاقي ځوړتيا په کشمکش کې ښکېلول دي، تر څو اسلامي ټولنه له اسلامي ارزښتونو سره مخه ښه وکړي.

لکه څنګه چې په اسلامي ټولنه کې يوې ښځې ته مور، خور، لور او مېرمن ويل کېږي غواړي دا رشتې ختمې کړي او هر څوک خپلسري او په خپله مخه لاړ شي، چې د غرب ډېرې ښځې د مسلمانې مېرمنې د داسې باعفته او خواږه ژوند ارمان کوي.

پياوړې انګليسي ليکواله ((اني رود)) وايي: دا چې زموږ لوڼې په خپلو کورونو کې کېني او د خدمتګارو په څېر دنده سر ته ورسوي، تر دې ورته ډېره غوره ده، چې کمپنيو او شرکتونو ته ورشي او هلته يې د حيا او عفت پړونی څيرې شي! کاش چې زموږ هېوادونه هم اسلامي هېوادونو ته ورته وای چېرته، چې يوې ښځې ته د مور، خور، مېرمن او لور په سترګه کتل کېږي.

غربي ښځې د غرب له چټل ژوند نه په تنګ راغلې دي،ځکه هلته ښځه د يو بازاري توکي په څېر ده، چې هېڅ ارزښت نه لري، او په غرب کې له هر څه نه همدا توکي ارزانه پيداکېږي، چې د غربي نړۍ اخلاقي انحطاط يې اوج ته رسولی دی، کورنی نظام ختم شوی او هر څوک په خپل سر دي.

دوی غواړي په مسلمانه مېرمن هم دا لوبې وکړي لکه په غرب کې، چې يوه ښځه له کوره وځي او ښار ته رسېږي، نو هلته فکر کوي چې بايد د نارينه و غوندې کار وکړي او خپل ژوند برابر کړي، مګر ګوري چې کار ځايونه ټول په نارينه و ډک دي او د دې لپاره په هېڅ شعبه کې هم ځای نشته، اوس نو بايد دغه انجلۍ څه وکړي؟
هو! دا وخت له دې سره يو څېز ( دهغې ښايست او ښځې توب ) شته، چې بازار ته يې وړاندې کړي او دځان لپاره ډوډۍ پيدا کړي، ځکه دې ته د دغې ازادۍ او خپلواکۍ حق ورکول شوی ، چې ځان د نارينه و د تفريح لپاره سامان الات کړي، ښځينه شخصيت هلته په غربي ټولنه کې يوازې همدومره قيمت لري.

په لويديځ کې اوس دا يوه عادي خبره ګڼل کېږي، چې ښځې بايد کورونه پرېږدي او د باندې ووځي، نارينه و ته ورته د هغوی برابر کار وکړي، مګر هلته چې کله خپل زور او قوت له نارينه و سره پرتله کړي نو خپل قيمت او بيه نه شي تر لاسه کولای، خو يو بديل له ځانه سره لري هغه دا، چې خپل ښځينه جسم له يو عالم ناز، نخرو او پېښو سره د نارينه و مخ ته کېږدي او خپل بازار ښه تود وساتي.

په نوې غربي متمدنه ټولنه کې له نارينه سره د ښځې د مساوات او برابرۍ همدغه مفهوم پاتې دی.

د دغې اخلاقي ځوړتيا سېلاب د اسلامي نړۍ څنډې هم اغېزمنې کړې دي، او ځينو مسلمانو مېرمنو هم د خپل بدن ښکلا، ناز او کرشمې خلکو ته د تلويزيون او سينما پر شيشو ښودلي دي، خو هغوی څه تر لاسه کړي؟

له يوې مياشتنۍ مجلې (العربيه) سره د مرکې په ترڅ کې هاله صافي چې فلمي ستورې ده داسې وويل:

(د قاهرې په يو ډېر مشهور هوټل کې په يوه څپانده نيم بربنډه نڅا او رقص کې ډوبه تللې وم، چې ناڅاپه د لومړي ځل لپاره همدا شعور او احساس را سره پيدا شو، چې زه يوه سپکه جوثه يم چې هسې بې معنا او بې مقصده د ننداره چيانو په وړاندې اوړم را اوړم؛ شرم او خجالت مې د بدن په رګونو کې منډې ووهلې، بې له ځنډه مې صحنه پرېښوده،خپلې کوټې ته لاړم خپل پوښاک مې واغوست او په لپو-لپو مې وژړل. را ولاړه شوم اودس مې وکړاو دوه رکعته لمونځ مې وکړ، چې د لومړي ځل لپاره زه په نېکمرغۍ وپوهېدم تر لمانځه وروسته ويده شوم، يو عجيبه خوب مې ليده چې: په لوی ميدان کې يو جليل القدر شيخ د لمانځه د ادا کولو تصميم نيسي، چې په عين حال کې يې ماته هم د لمانځ بلنه راکړه! ما ورته وويل: چې په داسې نيم بربنډه حالت کې څنګه کولای شم لمونځ وکړم؟

هغه ماته بې له ځنډه يو څادر راکړاو ځان مې پکې ونغښت  د دغه امام په عکس العمل زښته زياته خوښه شوم، په دې حال کې مې د نوموړي امام په اړه پوښتنه وکړه، يوې ښځې راته وويل: دا خو د خدای استازی ( محمد صلی الله عليه وسلم ) دی ، له دې سره جوخته له خوبه را ويښه شوم او د هغه نوم مې په خوله زمزمه کاوو، په شدت سره مې وژړل  او پر خپل تېر برباد شوي عمر مې د پيښمانتيا څرګندونه کوله.

د رقص او نڅا ډګر مې پرېښود او حج ته لاړم، او د هغوتورو شپو په تېرېدو دا دی لوی څښتن له روڼ سباوون سره مخ کړم)

تر توبې وروسته هغې د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل:

(هماغه هاله صافي چې تاسې په کوم شکل او نوم پېژنئ هغه له خپلې کرغېړنې ماضي سره يو ځای تر خاورو لاندې شوه، اوس زما نوم (سهير عابدين) دی، د اولادونو يوه مور، چې له خپل مېړه سره يو ځای د اسلام تر سيوري لاندې په پت او درنښت کې ژوند کوم)

نوموړې دا اوس اوس قاهرې ته څېرمه د جيزه په ساحه کې د مسلمانانو د اولادونو د ښوونې او روزنې لپاره يوه لويه ديني مدرسه جوړه کړې.

د ګلوبلايزېشن کلتوري اړخ مسلمانه مېرمن داسې بې ارزښته او بې حيثيته کوي، لکه د غرب ښځې چې د ځوانۍ په دوران کې يې د حسن او ښکلا بازار ښه ګرم وي او د هر چا په غېږ کې لوبېږي، خو چې لږ يې د بوډاتوب خزان ووهي په مخ کې يې ګونځې را پيدا شي بيا يې د يوې لتې په شان لرې وغورځوي، او نارينه د ځان لپاره کومه بله حسينه پېغله وګوري، د دې بې لارې توب ډېر وسايل او لارې دي چې تر ټولو خطرناکه يې د ښکلا د ملکو مسابقې دي غواړو دا موضوع لږ روښانه کړو.

د ښکلا د ملکو مسابقې

د نړيوالتوب په چاپيريال کې د مېرمنو په پت او عزت د خپلو ګټو په خاطر تېری روان دی، د ښکلا د ملکې مسابقې د تېرې عيسوي پېړۍ په لومړيو کې رواج شوې په دې بهانه، چې دا د تمدن او پرمختګ يو ډول دی، غواړي اسلامي او عربي هېوادونو ته هم دا له کرکې ډک رواج ولېږدوي.

دا مسابقې ګڼ شمېر وګړي هڅوي تر څو په دې مسابقو کې د ګډون لپاره په لوړه بيه ټکټونه را ونيسي، او په پايله کې د دې کار په لاره اچوونکيو ته پرېمانه پيسې په لاس ورشي، په ځانګړي ډول هغه ډالر چې د دې مسابقې په جريان کې د تبليغاتو له لارې د عکسونو، مجلو او اخبارونو له خرڅولو تر لاسه کېږي د يادونې وړ دي، خو دا هر څه د مېرمنو د عزت او عفت د پلورلو په مقابل کې تر لاسه کېږي.

په اړوند تر شلو زيات شرکتونه کار کوي، چې په ټوله نړۍ کې د ښکلا په نوم دا مسابقې پر مخ بيايي. په دې مسابقو کې د ملکې ټاکل په دوه عمده لارو تر سره کېږي، لومړی دا چې د رايو اونظرياتو په اکثريت سره چې نندارچيان يې ګټونګې ټاکې خو دا طريقه هر وخت د ځينو نسل پالنو او تعصباتو په نتيجه کې له ناکامۍ سره مخ کېږي. او بله دا چې شرکتونه څه نورې قيمتې لارې په کار واچوي ، او هغه دا چې د مشهورو قضاوت کوونکيو يوه ډله ميدان ته راولي او هغه قضاوت کوونکې بيا په بېلابيلو لارو سره يوه خوله کېږي، او هر يو د ګډون کوونکيو په اړوند نظر ورکوي، چې وروسته بيا د نظرياتو اکثريت ته کتل کېږي او د ښکلا د ملکې په نامه يوه پېغله ټاکل کېږي.

خو د ټاکلو ځينې معيارونه يې دا دي، چې د ښکلا د ملکې عمر بايد د اتلس او پنځه ويشتو کالو تر منځ وي، او د ښکلا په برخه کې يې د بدن فزيکي ښکلا مهمه ده لکه قد، وزن، د ملا باريکي او جوړښت او داسې نور اندامونه ټول بايد له هغه معيار سره سانتۍ په سانتۍ برابر وي، چې د ښکلا د ملکو د مسابقو د سازمان له خوا ټاکل شوي  دي، او يو مخصوص لباس به اغوندي، چې (مايوه) يې بولي او په دې کې به يې له سينې رانيولي تر عورت غليظه پورې وجود پټ وي او نوره به په ټوله مانا سره لوڅه وي. دا رنګه ځينې نور هم شته لکه د تحصيل درجه، عقل، حاضر جوابي، په ډېرو ژبو پوهېدل، ټولنيز روابط، ورزش، په ګډا او نڅا کې مهارت بايد ولري.

د پورتنيو صفاتو درلودونکې پېغله به د نړۍ د ښکلا ملکه ټاکل کېږي او دا به د نړۍ د نورو ښځو لپاره يوه نمونه او قدوه وي، او ټولې ښځې به د هغې په شان لباس کوي، د هغې په څېر فکر به کوي او په ړندو سترګو به په هر څه کې د هغې تقليد کوي.

کله چې يوه پېغله د ښکلا د ملکې سيالۍ وګټي نو هغې ته د نړۍ د ښکلا تاج په سر اېښودل کېږي، او نغدې جايزې هم ورکول کېږي، او وروسته له دې بايد دا د يو کال لپاره د ښکلا د ملکو د مسابقو له سازمان سره کار وکړي، او د نړۍ مختلفو هېوادونو ته سفرونه وکړي، تر څو يې نړيوال هم له ښکلا خوند واخلي، تر يو کال هوا او هوس وروسته ورته دا سازمان ووايي:  چې نوره ځه خپل هېواد او کورته لاړه شه ته ډېره زموږ په لاسونو کې ولوبېدې، او اوس د دې وخت دی، چې موږ د نړۍ کومه بله ښايسته نجلۍ د خپل تجارتي کاروان لپاره د شکلا د ملکې په صفت انتخاب کړو، نو دې بېچارګې ته نور هېڅ هم په لاس نه وي ورغلي پرته له دې چې زرګونو خلکو په لاسونو کې لوبېدلې وي پت او عزت يې هر څه د ښکلا د ملکي په دوکه تر پښو لاندې شوي وي چې بالاخره په ډېرو روحي او رواني ناروغيو اخته شي لکه خفګان، عصبي ناروغۍ، نارامي او داسې نور، چې په دې پړاو کې ډېرو د ښکلا ملکو خپلې تاندې ځوانۍ د مرګ کندو ته غورځولې دي.

د ښکلا دې مسابقو اسلامي نړۍ ته هم ټکان ورکړی ده، زموږ د عثماني برم او عظمت له نسکورېدو سره سم سيکولرانو د سلطان محمد الفاتح د وطن مسلمانه پېغله اروپا ته د ښکلا د ملکو د د مسابقې لپاره ولېږله راځئ د تاريخ دا تور باب هم وګورو چې عيسويانو د د ترکيې مسلمانې لورته د نړۍ د ښکلا د ملکې د تاج په سر اېښودلو وخت کې څه وايي!.

د 1996 ميلادي کال د نوامبر د مياشتې په پنځلسمه د احرار مجلې په يو مضمون کې راغلي چې: په کال1932ميلادي کې د ترکيې سيکولر ورځپاڼې (جمهوريت) د ښکلا د ملکې لومړۍ سيالي اعلان کړه، او کريمان خالص نومې ترکۍ مسلمانه پېغله يې د ترکې د ښايست ملکه انتخاب کړه، په همدې کال کريمان خالص بلجيم ته لاړه تر څو هلته د نړۍ د ښکلا په سيالۍ کې ګډون وکړي، دا سيالۍ د بلجيم د سبا (Spaa) په ښار کې په لار اچول شوې وې، څو د نړۍ په سطحه د ښکلا ملکه وټاکي، په دې سيالۍ کې د اته ويشت هېوادونو پېغلو ګډون کړی و، چې د لومړي ځل لپاره يوې مسلمانې پېغلې کريمان خالص هم پکې وه.

د مسابقې ټولو ګډون کوونکيو پېغلو خپل بدنونه د مجلس حاضرينو ته ور وښودل، په دې وخت کې د پرېکړه کوونکې ډلې مشر په بېړه پاڅېد، تر څو کريمان خالص د ښکلا د مسابقې ګټونکې اعلان کړي، د مجلس مشر د مجلس ګډون کوونکيو ته داسې وويل:

د ټولنې درنو غړيو! نن ټوله اروپا د نصرانيت د برياليتوب جشن لمانځي، هغه اسلام چې څوارلس سوه کاله يې په نړۍ واک چلاوو، نن پای ته ورسېد، د ترکيې د ښکلا ملکه کريمان خالص هغه نجلۍ ده، چې لارو کوڅو ته نه راوتله، او د پنجرې يا کړکۍ له شا به يې خلک ليدل، او نن زموږ په وړاندې ولاړه ده او د اوسنۍ مسلمانې مېرمن نمونه ده؛ خبر اوسئ چې کريمان خالص د هغې سخت دريځې مسلمانې مېرمن لمسۍ ده، چې ځان به يې د خلکو له سترګو پټ ساته اوس زموږ په وړاندې په يوه شورت کې ولاړه ده(!)  موږ  بايد اعتراف وکړو چې دا پېغله زموږ د برياليتوب تاج ده؛ او هغه د ښکلا د ملکې په صفت نړۍ ته ورپېژنو، برابره خبره ده چې دا د دې سيالۍ له ټولو ګډون کوونکيو څخه ښکلې نه ده، مګر دا زموږ لپاره مهمه نه ده، سږ کال موږ انتخاب نه کوو بلکې هغه څوک د ښکلا د ملکې په صفت ټاکو، چې په اسلام باندې د مسيحيت د بري سبب شوې ده(!).

په تېرو شپو کې يو وخت د ترکي عثماني خلافت خليفه سلطان سليمان القانوني د فرانسې له سرحد سره چې د ترکيې د خلافت پولې له فرانسې سره لګېدلې وې تېرېده، چې د فرانسويانو ګډا او نڅايې وليده نو ډېر په غوسه شو، او فوراً يې امر وکړ، چې بايد ګډا او نڅا بنده شي، او د عثماني خلافت پولو ته نږدې يې ګډېدل او نڅا بنده کړه، هسې نه چې د ترکيې ښارونو ته سرايت وکړي او په مسلمانانواغېزه و کړي.

اوس د همغه عثماني خلافت د مسلمان پادشا سلطان سليمان القانوني لمسۍ ستاسو په مخ کې ولاړه ده، او ما سوا له يوه شورت نه يې پر بدن نوره هېڅ جامه نشته(!) او له موږ غواړي چې هغې ته وګورو او د هغې بدن خوښ کړو، موږ هغه خوښه کړه او هغې خپل ځان موږ ته وسپاره او نن موږ د ترکيې د ښکلا ملکه د نړۍ د ښکلا ملکه ټاکو، په دې امېد چې د ټولو مسلمانو پېغلو راتلونکی زموږ په اراده حرکت وکړي او زموږ په لاس کې وي، نو د شرابو جامونه د اروپا د برياليتوب په احترام پورته کړئ.

که فکر وکړو چې اروپا او عيسويت له عثماني خلافت نه څومره کرکه درلوده، او په عامه توګه اسلام ته څومره د نفرت او دښمنۍ په سترګه ګوري دا يو مثال هم کافي دی.

دا زموږ د معاصر تاريخ د يوه زړه بوږنوونکي باب انځور  و، مسلمانې خويندو اوس څه کوئ ايا غواړئ خپل درانده پړوني له سره وغورځوئ؟ او د کفارو له داسې شرمونکو پېغورونو سره مخ شئ؟ قسم په خدای سخت د درد او افسوس ځای دی؛ چې زموږ مسلمانې خويندې، د زينب او عايشې لوڼې نن خپله حياء، ارزښت او قېمت د دنيوي متاع په مقابل کې ليلاموي.

ګلوبلايزېشن چې نن د نړۍ ښځو ته د ښکلا د ملکو په نامه دوکې ورکوي او ستر پانګوال د دوی د ابرو او عزت د خرڅلاو په مقابل کې خپل جيبونه ډکوي، ډېر ژر به دا کرغېړنه لوبه ورته څرګنده شي او په ځان به لعنت ووايي، خو وخت به ورنه تېر وي راځئ د څو غربي ښځو خبرې واورو، چې له داسې سرنوشت سره مخ شوې دي هغوی څه وايي؟:

د امريکا د سينما مشهوره ممثله مارلين مونرو وايي: ما کورني ژوند ته ترجيح ورکوله  او هغه مې د هرې ښځې لپاره انسانيت او سعادت ګاڼه، خو دې خلکو پر ما ظلم وکړ، ما ته يې د ښکلا د ملکې په نوم دوکه راکړه، زه يې سينما ته را کش کړم او سينما يوازې دا چې زما قېمت يې را ټيټ کړ، بلکې زه يې له انسانيت څخه و وېستلم، هر ښځه چې همداسې وکړي لکه ما چې وکړه نو همداسې به سپکه شي لکه زه، چې سپکه شوم. دې ښځې په امريکا کې دومره شهرت پيدا کړ چې اندازه يې نه وه خو دا چې کله له خپل ژوند نه په تنګ راغله نو ځان وژنه يې وکړه، خو مخکې له دې چې ځان وژنه وکړي يو ليک يې د نيويارک په يو بانک کې د امانتونو په صندوق کې پرېښی و او شرقي ښځو ته يې داسې ليکلي وو: د لويي او مجد څخه ډډه وکړه او له دې څخه هم ډډه وکړه، چې تاته د حُسن او ښکلا د ملکې په نوم دوکه درکړل شي، زه همداسې يوه ښځه وم خو نامراده او نا اميده شوم نور د پورتني ليک متن پکې ليکل شوی و. له دې وروسته په سختو ذهني عذابونو اخته شوه چې بالاخره له ژونده تنګه شوه او ځان وژنه يې وکړه. دا ديوې مشهورې د ښکلا  ملکې انجام و بلکې ډېرې نورې هم په دې سرنوشت اخته شوې دي.

زما خورې نور ته، ستا وجدان او اېمان سره پرېږدم تر څو د خپل ژوند په اړه فکر وکړي، چې په څه طريقه يې تېر کړې، او اسلامي امت ته څه کوې! ايا شاته يې ستنوې؟ او که د پرمختګ او لوړتيا لپاره يې کار کوې؟؟؟.

تاريخ: ۱۴/۲/۱۳۹۵.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حمدالله

بارک الله

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x