افغانستان

جوزجان چارواکي: اربکیانو د واده په مراسمو کې پنځو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۲مه، ۱۳۹۵ل): د جوزجان چارواکي وايي چې د دې ولایت په مینګجیک ولسوالۍ کې ځايي اربکیانو دوه ولسي وګړي وژلي او درې نور يې ټپيان کړي دي.

د جوزجان د والي ویاند وايي چې پېښه تېره شپه د واده په مراسمو کې رامنځته شوې ده.

محمد رضا غفوري خبریالانو ته په خبرو کې وویل چې د واده په مراسمو کې ځایي اربکیانو دوه ولسي وګړي پر ډزو ووژل او درې نور يې ټپيان کړل.

که څه هم اربکیان د ولسي تلفاتو په اړولو کې زړور شوي دي، خو د والي ویاند واي چې دوی پولیسو ته د پېښې د څېړلو امر کړی دی.

یوې بلې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي، رسنیو ته ويلي چې اربکیانو د واده په مراسمو کې د نشه يي توکو له مصرفولو وروسته ګام واخیست.

د هغه په خبره په واده کې د ځايي وګړو او اربکیانو تر منځ د یو هلک پر سر ناندرۍ پیل شوې، چې اربکیانو په زور غوښتل له ځان سره يې بوزي خو ځايي خلکو مقاومت وکړ او هغوی پرې ډزې وکړې.

یاده دې وي د یوناما له لوري د ملکي تلفاتو په برخه کې ډېر وخت طالب وسله وال د ډېرې سلنې مسوول ګڼل کېږي او پخپله اربکیان هم د دوی په راپورونو کې ولسي وګړي بلل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x