نظــر

اسلام او ترهګره نړۍ

ليکوال: نقيب الله ((احــمــدي))

اسلام چې په نړۍ کې کوم روحاني، ديني، کلتوري، فکري، عقيدوي، اخلاقي او هر اړخيزه انقلاب راووست، د نړۍ په تاريخ کې يې ساری نه ليدل کېږي. د حِرا له غار نه الله جل جلاله داسې طوفان را پورته کړ، چې د جاهليت سترګې يې وبرېښولې.

له حِرا نه را الوتي توپان د روم او کسرا ماڼۍ ولړزولې، حِرا ګرد بشريت ته د سولې، امن،عدل، مساوات او الهي دين زېری ورکړ، حِرا جهل ځپلې نړۍ ته د انسانيت درس ورکړ. هو د حِرا له غېږې د الله نازولي د حق ناره اوچته کړه، چې انګازه يې د ابې قبيس او قيقعان په غرونو کې را غبرګه شوه، او د مکې ام القراء په افق د نبوت لمر وځلېد، چې ځينو عاقلو، رښتينو او حق ته مايلو خلکو  د رڼا اخيستلو په تکل له دې لمر نه د ستورو غوندې چاپېره کړۍ جوړه کړه.

له حِرا نه د راوتلې رڼا لارويانو د شرک او بت پرستۍ مرۍ خپه کړه، د عربو جاهلي بيابان يې د عدل او انسانيت پر ښکلي بڼ باندې بدل کړ،  د حِرا د پيغام د بريا لپاره يې په ځمکه الله ته د عاجزۍ سجده وکړه، بيا يې د نړۍ د شاهانو ګريوانو ته لاسونه ور واچول ان تر دې چې غيور فقر يې د قيصر او کسرا  مغرور تاجونه تر پښو لاندې کړل، لکه علامه اقبال رحمه الله چې وايي:

فقيران تا به مسجد صف کشيدند     ګريبان شهنشاهان را دريدند

د حِرا له غېږې را وتليو سپاهيانو د بدر، احد، حنين او يرموک ميدانونه ګرم کړل، په ځمکه يې د حِرا د هيلو د زرغونولو لپاره خپلې ګرمې وينې وشيندلې؛ له حِرا نه راوتلی پيغام او مبارزه په نړۍ کې ابدي کړه.

له  حِرا نه نړۍ ته د الهي دين وړانګې خپرې شوې، د کائناتو رب خپل وروستی او محبوب استازی د حرا په غېږ کې د پيغمبري په افتخار سره ونازاوه، چې الهي پيغمبر بيا په نه ستړې کېدونکو هلوځلو سره د دين دعوت ته ملا وتړله او د نړۍ رنګ او تاريخ يې بدل کړ، بشريت ته يې هر راز ښېګړې په تحفه کې ورکړې.  د دې نبوي انقلاب يو څو صفات د نمونې په ډول وړاندې کوو تر څو يې بيا د ترهګرې کفري نړۍ له کردار او او درواغجنې ادعا سره پرتله کړو.

اسلام عمار، بلال، صهيب او سلمان بې له کوم توپيره د قريشو په څنګ کې ودرول، اسلام د عبثياتو پر ځاي پنځه وخته لمونځونه، په هفته کې د جمعې او په کال کې د دوو اخترو لمونځونه، او د هغو لپاره د پاک ځای او پاکو جامو انتظام کول، د داسې غونډو جوړول چې د انسانانو د خير  او ښېګڼې، ملي، ملکي او نظامي او هم نړيوالو مسايلو په اړه ازادې خبرې اترې کېدې. په تول او ګز کې عدل، په وزنونو کې انصاف، د انسانانو تر منځ برابري او مساوات، نه په نسل فخر او نه د قبيلې مشري، نه د ژبې د برترۍ دعوا او نه درنګ د سپينوالي غرور. ټوله خدايي د خدای وه او ټول انسانان د خدای بندګان وو او يوازې هغه د ټولو معبود، چې له هغه پرته بل معبود نشته. د غلطۍ او درواغو پرځای رښتيا، پر وعده وفا، په راکړه ورکړه کې اخلاص، د الله جل جلاله د وېرې کيفيت، نه فحش خبرې او نه د فحشاء کارونه، نه بې پردګي او نه بې حيايي، نه په غونډو کې عبثيات ويل، نه په پلار نيکه د فخر کيسې او نه د خپلې لويي لاپې. تر ټولو لوی نوم يوازې د الله جل جلاله نوم او د هغه د استازي پيروي تر ټولو ستر طرزالعمل ګرځېدلی و. هر لوري ته د نظم او ظبط قيام، محاکم موجود وو خو مجرمين نه وو، محکمه د ټولو لپاره يو شان که به خليفه و که عام انسان، د هيچا تر منځ د توپير امتياز نه و. دوکانداران د الله له وېرې لړزېدونکي د ناروا ګټو تصور بلکل ورک، په لويانو کې د شفقت، ښوونې او روزنې جذبه، په کوچنيانو کې د ادب، احترام او پند لاس ته راوړلو احساس، عسکر د دين د سرلوړۍ په لاره کې قدم پورته کولو ته تيار، او شهادت ورته د دنيا تر ټولو نعمتونو غوره وو.

له ګاونډي سره همدردي، د مينې او محبت احساس، لنډه دا چې هر وګړی له سر نه تر پښو پورې له پټ نه تر ښکاره پورې داسې بدل شوی و، لکه پخوانيو انسانانو چې له دې ځايه کډه کړې وي. او بيا داسې خلک د بشريت د قيادت لپاره را وړاندې شول چې بشري تاريخ په سترګو هم نه و ليدلي، لکه حضرت ابوبکر صديق، حضرت عمر ابن الخطاب، حضرت عثمان ابن عفان، او حضرت علي رضي الله عنهم.

دا د اسلام د ززين تاريخ يو انځور و چې و مو ليده، خو په دې وروستيو کې ځينې اروپايي وحشيان را پورته شول او زموږ سپېڅلي پيغمبر ته يې نعوذ باالله، د ترورېست او د جنګونو د پيغمبر خطاب وکړ، او اسلام يې د يو جګړييز دين په څېر خلکو ته معرفي کړ، چې ګواکې اسلام غواړي بې ګنا خلک ووژني او د ټولنې امنيت ګډوډ کړي، خو دا حيوان صفته انسانان له خپلې تورې ماضي نه خبر نه دي، چې غربي او کفري نړۍ د بشر په مقابل کې څه کړي او اسلام څه کړي د اسلام صفات خو مو وليدل اوس راځۍ د دې پوچو تبليغاتو سپيناوی وکړو تنها د اسلام دپيغمبر جګړييز او جهادي ژوند، چې دوی ورته د ترهګر خطاب کړی د غرب او کفارو له وحشت سره پرتله کوو، چې دوی د نړيوالو په مقابل کې څه کړي!.

د بشريت لارښود چې د هجرت په دويم کال پرې جهاد فرض شو او د اتو کالو په جريان کې يې اووه ويشت غزاګانې وکړې چې هر کال تقريباً څلور غزاګانې شوې او دا رنګه پنځه پنځوس سريې هغه چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم خپل ملګري د دښمن مقابلې ته لېږلي  دي شوې دي. اوس په دې اته کلنه جګړه کې څومره انسانان وژل شوي، تاريخ ليکونکو د نبي کريم صلی الله عليه وسلم د ملګرو او دهغه د مخالفينو د تلفاتو نقشه داسې وړاندې کړې ده:  ټولټال دوه اتيا جنګونه چې په اتو کلو کې شوي، د کافرانو نه، (6564) بنديان، ټپيان نشته، او (459) کسان وژل شوي. مسلمانان،(11) بنديان، (127) ټپيان، او  (459) شهيدان شوي دي، خو د دې پر خلاف د کمونېزم او سيکولرېزم بې دينه کفارو په نړۍ کې څومره وژنې کړي دي دې ته به هم لږ غوږ شو:

په لومړي نړيوال جنګ کې، چې په (1914)ميلادي کال پيل او په (1918) ميلادي کال پاي ته ورسېد، د روسيې اوولس لکه، د جرمني شپاړس لکه، د فرانسې ديارلس لکه او اويازره، د ايټاليا څلو لکه او شپېته زره، د استرليا اته لکه، د برتانيې اووه لکه او شپږ زره، د ترکيې دوه نيم لکه، د بلجيم يو لک او دوه زره، رو مانيا يو لک، د امريکا پنځوس زره عسکر وژل شوي، چې په دې جګړه کې د ښکېلو خلکو شمېر پنځه شپېته ميليونه او د عامو دګړو د مړو شمېر ديارلس ميليونه، ورک شوي عسکر دری ميليونه، ټپيان شل ميليونه، بې کوره شوي لس ميليونه، بنديان شوي دری ميليونه، يتيمان شوي نهه ميليونه، کونډې شوې پنځه ميليونه، مادي زيان په زرګونو ميليارده ډالره، دا وحشت تنها د څلورو کالو په جريان کې تر سره شوی، چې هېڅ يو مسلمان پکې دخيل نه و.

دويمه نړيواله جګړه،چې په  (1939) ميلادي کال پيل او په( 1945) ميلادي کال پای ته ورسېده، چې په دې خونړۍ جګړه کې د روسيې اووه لکه او پنځوس زره، د جرمني اته ويشت لکه او پنځوس زره، د امريکا دری لکه، د انګلستان پنځه نيم لکه، د فرانسې دوه لکه، د ايټاليا دری لکه، د چين دوه ويشت لکه، د جاپان پنځلس لکه عسکر مړه شول، د عامو وګړو د مړو شمېر اتلس ميليونه ښودل شوی.

په (1945) ميلادي کال د اګست په شپږمه نېټه امريکايانو د هيروشيما په ښار اېټم بم استعمال کړ چې په لکونو انسانان پکې ووژل شول، دا رنګه يې د همدې مياشتې په اتمه يې بل بم په ناګاسا کې استعمال کړ چې د دې په نتيجه کې هم په لکونو انسانان مړه شول.

د اروپا په مذهبي جګړو کې شل لکه خلک ووژل شول، د هسپانيې دری لکه او څلوېښت زره وګړي ووژل شول او دوه دېرش زره نور يې ژوندي وسوځول شول، يوازې د کليسا مشرانو دری لکه او پنځه دېرش زره ساينس پوهان ووژل او څه يې ژوندي وسوځول، دفرانسې انقلاب تر بري وروسته د مخالفينو د وژلو لپاره ګوئيتين ماشينونه نصب کړل او شل لکه انسانان يې پرې ذبح کړل، دا رنګه د روسي ظالمانو ظلم هم له چانه کم نه ده هغوی يوازې څومره مسلمانان وژلي، په (1931) ميلادي کال يې د کريميا په جمهوريت کې شل زره خلک ووژل پنځوس زره يې له هيواده وشړل، (1504) جوماتونه يې په شرابخانو او د نڅا په مرکزونو بدل کړل.

په (1913) ميلادي کال د بخارا او خيوې د جوماتونو څخه پرته د روسيې د جوماتونو شمېر شپږ ويشت زره او دوه سوه او نهه اويا وو، چې ټول په شرابخانو بدل کړای شول. د ختيځ او لوېديځ ترکستان اتلس ميليونه مسلمانان شهيدان کړای شول. دنړۍ سترو ديکتاتورانو هر يوه لکه، هتلر يوولس ميليونه،  ماوټسي شل ميليونه، ستالين شل ميليونه انسانان وژلي دي، د امريکا او ويتنام په جګړه کې پنځه ميليونه، امريکا په عراق او افغانستان کې په لکونو بې ګنا وګړي وژلي دي، د منځني ختيځ وژنې خو لا روانې  دي، اوسنۍ امريکا ده چې په نړۍ کې يې د جګړې اورونه بل کړي دي، خو د نړۍ پټ سترګي ظالمان بيا پاڅي او د سولې نړيواله جايزه د نړۍ قاتل اوباما ته ورکوي، اوس نو انصاف خپله وکړئ، چې څوک ترهګر دي او څوک د انصاف او عدالت علمبرداران زموږ دپيغمبر د ژوند په اته کلنه جګړه کې يوازې (918) کسان له دواړو خواوو وژل شوي او د کفارو د وحشتونو د شمېر اندازه لګول ګران دي، پرېکړه او عدالت ستاسو په لاسونو کې ږدم اوتاسو پرېکړه وکړۍ چې څوک ترهګر او تروريستان دي؟؟؟!!!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سنان مسلم

مننه ستا د ډیرو ښکلو معلوماتو څخه ډیرو ښو نقطو ته مو اشاره کړی ده. نن سبا مډیا د کفارو په لاس کی ده او د اسلام تیر تاریخ ته نه ګوری، بلکی ورځنی پیښی ښیی او بیا خلک پری خپل قضاوت کوی. په دی کی هم شک نشته چی په بعضو چاودنو کی کفری نړی هم لاس لری چی د یو تعداد بی ګناه انسانانو د مرګ او ژوبلی سبب ګرځی. خو که ښه ځیر شو او عادلانه قضاوت وکړو! په اکثریت ډول په عامو ځایونو کی مسلمانان چاودنی کوی او د ډیرو بی ګناه انسانانو د مرګ سبب… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x