افغانستان

ارګ: ملا اختر محمدمنصور په ډرون برید کې په نښه شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۲مه ۱۳۹۵ل): د طالبانو د رد سربېره ګډ حکومت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د امریکايي ځواکونو په ډرون برید کې د طالبانو د مشر ملا اختر محمد په نښه کېدل تایید کړي دي.

د شنبې په ورځ امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) ادعا وکړله چې ډیر احتمال لري ملا منصور د ډیورنډ پر کرښه په ډرون برید کې وژل شوی دی.

پنټاګون زیاته کړې چې دوی مطمئن دي چې د ملامنصور موټر یې په نښه کړی خو اوس پېښه تر څېړنې لاندې ده او وروستۍ پایلې به وروسته نشر کړي.

شېبه وړاندې (افغانستان پر وخت شاوخوا ۱۱ بجې) ارګ د یوې مطبوعاتي اعلاميې په خپرولو سره د امریکايي ځواکونو په ډرون برید کې د ملامنصور په نښه کېدل تایید کړل.

«د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په ملااختر محمد منصور باندې د امریکا متحده ایالاتو بې پېلوټه الوتکې برید تاییدوي». ارګ زیاته کړې چې دوی د دغه برید او د ملااختر محمد منصور د سرنوشت په اړه څېړنې نهايي کړي او پایلې به یې له خلکو سره شریکې کړي.

اجراییه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله بیا ویلي چې ډیر احتمال دی چې ملا منصور وژل شوی دی.

د ډرون میموریل وېبپاڼې بنسټګر عمران فیروز وايي چې په هرو شپږو اوو انیو کې دوی [امریکايي چارواکي] د طالبانو مشر مړ بولي. هغه وايي چې په دغه برید کې یو بل نوم ورکی افغان وژل شوی دی.

فیروز په خپل ټویټر لیکي چې «امریکا وايي چې منصور احتمالا وژل شوی دی او خلک دا خبر داسې خپروي لکه هېڅ نه رد کېدونکی حقیقت چې وي».

نوموړی زیاتوي چې «په نښه کېدل» او «وژل کېدلو» تر منځ ستر فرق دی.

«زما د سرچینو د معلوماتو سره سم په دغه بې پیلوټه بمباریو کې ټول وژل شوي ولسي وګړي وه چې د هغو څخه یو د کلي ملا امام وو».

د افغان او امریکايي چارواکو له خوا د طالبانو د مشر او نورو چارواکو د وژل کېدو راپورونه څو څو ځل نشر شوي دي. د ۲۰۱۵ز کال په دسمبر میاشت کې ګډحکومت ادعا وکړله چې ملامنصور په خپلمنځي جګړه کې وژل شوی دی. طالبانو وروسته د نوموړي غږیز پیغام نشر کړ چې په کې نوموړي خپله وژل کېدل رد کړل.

طالبانو هم د ملا منصور وژل کېدل رد کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غنی

ارګ خو د اشغالګرو پسی اقتدا کړی که هغوی ووایی مرغی والوته دوی هم وایی مرغی والوتله ، او که هغوی ووایی مرغی کیناستله دوی هم وایی مرغلی کیناستله ، لکه د یوی میړه میرمن ( وایی د وړو پلار چه ویلی دی سم یی ویلی دی ، وایی الا بلا در ګردن ملا .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x