افغانستان

د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د ملا منصور نه؛ د ملکي وګړو موټر په نښه شوی

نن تکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۲مه ۱۳۹۵ل): هغه ډرون برید چې امریکايي چارواکي یې په اړه ادعا کوي چې ملا اختر محمد منصور یې په نښه کړی دی، دوه ملکي وګړي وژلي دي.

دغه برید د بلوچستان ایالت په نوشکې سیمه کې د ملکي وګړو په یوه موټر شوی دی او وژل شوي کسانو کې یو بلوڅ بل د عبدالله خان د سیمې یو تن اوسیدونکی دی.

د ګردي ځنګل یو افغان کډوال نن ټکی اسیا ته وویل چې دغه پېښه د ګردي ځنګل سره نېږدې په لویه لاره شوې ده. هغه زیاته کړې چې په برید کې د اعظم په نوم بلوڅ او بل د عبدالله خان د سیمې اوسیدونکی وژل شوی دی.

« دغه مسافر د تفتان څخه کوټې ته تلل چې په لویې لارې پرې برید وشو، موټر ولګېد او اور یې واخېستلو. اوس بلوڅ روغ دی، کورنۍ یې پېژندلی، د بل یواځې سر پاتې، د عبدالله خان د سیمې اوسیدونکی دی».

په عین حال کې د بلوچستان د چاغی ولسوالۍ مرستیال کمشنر جنګ ورځپاڼې ته تایید کړې چې په یوه موټر برید ډزې شوي دي او ۲ کسان په کې وژل شوي دي. هغه زیاته کړې چې د تباه شوي موټر څخه يې د ولي محمد په نوم د قلعه عبدالله د اوسیدونکي یو پاسپورټ هم ترلاسه کړی دی.

پرون د امریکا دفاع وزارت ادعا وکړله چې په یوه ډرون برید کې يې د طالبانو مشر ملااخترمحمد منصور په نښه کړی او احتمال لري چې وژل شوی وي.

ارګ هم نن د امریکا دفاع وزارت ادعا تایید کړله او ویې ویل چې ملامنصور په نښه شوی او دوی يې په اړه نورې څېړنې کوي.

په عین حال کې د ډرون میموریل وېبپاڼې مشر عمران فیروز وايي چې «په نښه کېدل» او «وژل کېدل» ډير تفاوت لري. «په هرو شپږو اوو انیو کې دوی [امریکايي چارواکي] د طالبانو مشر مړ بولي. په دغه برید کې یو بل نوم ورکی افغان وژل شوی دی».

طالبانو هم د خپل مشر د وژل کېدو په اړه ورکړل شوي ادعاوې رد کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x